د مکې لاره – لومړۍ برخه
لیکنه: محمد اسد
ژباړه: حامد افغان
د سر خبرې
علامه محمد اسد د اسلامي نړۍ وتلی مفکر عالم و، ۱۹۰۰م په دوهمه جولای اتريش کې د يو يهودي حاخام په کور کې زيږيدلی و، پلار يې پرې ليوپولډوايزر نوم کېښود. ليوپولډوايزر په وړکتوب کې د يهوديت زده کړه پيل کړه او غوښتل يې، چې د پلار په څېر يهودي حاخام شي، د همدې لپاره يې عبراني ژبه، تورات يې له تفسير سره زده کړ، مګر له يو ډول داخلي نارامۍ سره مخ و او د همدغې نارامۍ د ختمولو لپاره يې د نړۍ د مذهبونو مطالعه پيل کړه او د همدې ورک سکون په لټه د الازهر پوهنتون له شيخ علامه مصطفی المراغي رحمه الله سره وليدل، شيخ مراغي ورسره د حوار الاديان په اړه خبرې وکړې، هغه مهال پوه شو، چې روح او جسد د انساني ژوند لپاره داسې دي، لکه دوه غبرګ لوني او د خپلو څېړنو په پايله کې دې نتيجې ته ورسېد، چې اسلام بايد د مسلمانانو په اعمالو قياس نه شي او د اسلام په اړه د پوهې لپاره د اسلام ژوره مطالعه په کار ده، چې بالاخره په اسلام مشرف شو.
په ۲۶ کلنۍ کې يې اسلام قبول کړ او محمد اسد يې نوم شو، د اسلام په لومړيو وختونو کې يې د سعودي عربستان يو کوچي سره واړول، له هغه يې عربي ژبه او قرانکريم زده کړ، ورپسې يې بخاري شريف او د اسلام په اړه نور کتابونه ژور مطالعه کړل او د خپل اسلامي فهم په اړه يې ليکنې پيل کړې، په لنډ وخت کې يې نړۍ کې بې شمېره مينه وال پيدا کړل، د سعودي پخواني پاچا عبدالعزيز خپل زوی وباله او د شاهي کورنۍ غړی شو، مګر علامه د خپل سياحتي فکر له امله د حج له ادا کولو وروسته سعودي عربستان پرېښود، عمر مختار سره يې د ايټالوي ښکېلاک پر ضد جهاد کې برخه واخيسته او د هند نيمې وچې ته لاړ، هلته يې له علامه محمد اقبال سره وليدل، دواړه د يو بل له علم او شخصيته اغېزمن شول او څو کاله يې يو ځای تېر کړل. لاهور کې د اوسېدو پر مهال د اسلامي علومو د څېړيز مرکز مشر و.
علامه محمد اسد خپل ژوند د اسلام تبليغ ته وقف کړی و او لويديځه نړۍ کې، چې د اسلام په اړه کومې بدګومانۍ وې، شکونه او نيوکې وې؛ د هغو د لمنځه وړلو لپاره يې شپه ورځ هڅې پيل کړې، په دغه وخت کې يې «Road to mecca»، « Islam at the Crossroads »کتابونه وليکل، قرانکريم او بخاري شريف يې انګريزي ژبې ته واړول.
دغه کتاب «Road to mecca» د يو غربي نوي مسلمان شوي تر ټولو غوره کتاب و، په دغه کتاب کې يې د عربو رواجونو، کلتور، مېلمه پالنې، سارايي ژوند او اسلام په اړه هر اړ خيز معلومات ځای کړل. د لومړي ځل لپاره ساين اينډ شسټر امريکايي خپرندويه ادارې دا کتاب چاپ کړ، په ډېره لنډه موده کې د امريکا او غربي نړۍ په ګډون ټولې دنيا ته ورسېد او تر اوسه دغه کتاب د نړۍ په هر هېواد کې چاپيږي او خلک يې لولي.
روډ ټو مکه کتاب الماني، ولنديزي، سويډيش، فرانسوي، چاپاني او لسګونو نورو ژبو ته وژباړل شو او د اروپا هرې چاپخونې، چې دا کتاب چاپ کړی، علامه محمد اسد يې ښه نازولی او المان علامه صیب ته د ټول عمر لپاره د اوسېدو تر څنګ د ژوند ټولې اسانتياوې وربرابرې کړې او جرمني ژبې ته يې د دغه کتاب د ترجمې غوښتنه هم ترې وکړه. د څه وخت په تېرېدو المان پر دې کتاب يو فلم هم جوړ کړ او وروسته نورو اروپايي هېوادونو دغه فلم نورو ژبو ته هم ترجمه کړ. د روډ ټو مکه په انګريزي ژبه ۳۸۱ مخونو کې ليکل شوی او عربي کې ۴۹۸ مخونو کې ترجمه شوی دي.
له نېکه مرغه محمد وزير حامد صاحب دغه ارزښتناک اثر د لومړي ځل لپاره پښتو کړ او پر پښتنو يې دا لويه پېرزوينه وکړه، چې د علامه محمد اسد داسې يو کتاب يې ترجمه کړ، چې د اسلام په اړه د مسلمانانو او نامسلمانو د ګڼو پوښتنو او شکونو ځواب په کې ويل شوي، د اسلام هغه ښه والي يې بيان کړي، چې مسلمانان ترې غافله او کافران ترې ناخبره دي او دا کتاب د اسلامي ثقافت خزانه کې يوه زرينه اضافه ده. د سریزي پای.
زما کيسه: د يوې کيسې کيسه
په دې کتاب کې چې کومه کيسه بيانوم هغه په حقيقت کې د يوه داسې چا کيسه نه ده چې هغه د عامو خلکو په منځ کې د خپلو کارنامو په برکت سره لوړ مقام ترلاسه کړى وي. دا د جګړو داستان هم نه دى، ځکه ما په خپل ژوند کې څو جګړې ليدلي دي، خو هغو ته ما دومره اهميت نه ورکاوه، هغه زما په اند د ځانګړو انقلابي موخو له پاره پيل شوې وې. او نه د ايمان راوړلو د هڅو د ماجرا کيسه ده چې په ارادي توګه ترسره شوي وي ځکه ايمان خو ما ورو ورو پرته له څه هڅو ترلاسه کړى دى. زما کيسه په حقيقت کې د يوه فرنګي د اسلام موندلو، او له اسلامي امت سره د يوځاى کېدلو کيسه ده.
زما نيت نه و چې خپله کيسه وليکم، ځکه زما په خيال کې هم دانه راتله چې زما له ژوند سره دې پرته له ما بل څوک دلچسپي ولري. خو کله چې کم او زيات شل کاله وروسته لويديځې نړۍ ته ولاړم اود کال (١٩٥٢عـ) په لومړيو شپو کې اول پېرس او بيا نيويارک ته راغلم نو خپله اراده مې بدله کړه. کله چې ماmپه ملګرو ملتونو کې د پاکستان د استازي په توګه خپله دنده ترسره کوله هغه مهال طبعاً زه د خلکو د توجه او پاملرنې وړ وګرځېدمه او اروپايي او امريکايي ملګرو او پېژندګلو خلکو به زما په اړه خبرې کولې.
په پيل کې خو دوى فکر کاوه چې زه د يوه اروپايي ماهر او پوهه په توګه له يوه ختيځ وال حکومت سره د کومې ځانګړې موخې له پاره کار کوم او ما يواځې د آسانتيا له پاره د هماغه ختيځ قوم ژوند دود غوره کړى دى. خو په ملګرو ملتونو کې زما کارنده ونډې دوى ته دا خبره روښانه کړه چې زه نه يواځې د خپلې دندې په خاطر له اسلامي نړۍ سره يوځاى شوى يم بلکې په فکري او جذباتي توګه هم د اسلامي نړۍ له سياسي او تهذيبي موخو سره متحد او يوغږى شوى يم.
نو له ملګرو سره يو ډول اندېښنې پيدا شوې او له مانه زما د تېر ژوند په اړه پوښتنې پيل شوې. د پوښتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېده خو آخر په لنډ وخت کې هغوى خبر شول چې ما خپل ژوند د نړيوالو ورځپاڼو د باندني خبريال په توګه پيل کړى. د منځني ختيځ په ټولو هيوادونو کې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته بالاخر په کال ( ١٩٢٦ عـ ) کې مې د اسلام راوړلو نيکمرغي په برخه شوه، د اسلام له راوړلو وروسته شاوخوا شپږ کاله په عربي هيوادونو کې پاتې شوم او له باچا ابن سعود سره مې نږدې اړېکې لرلې. بيامې عرب پرېښودل او هند ته ولاړم، هورې مې له ستر مسلمان مفکر او شاعر محمد اقبال سره وليدل.
اقبال هغه څوک دى چې د پاکستان د وجود لومړى انځورګر بلل کېږي. ما غوښتل چې له هند نه ختيځ ترکستان، چين او اندونيشيا ته ولاړ شم خو نوم,ړي له مانه وغوښتل چې دا سفر پرېږده او په هند کې پاتې شه! څو د دې اسلامي هيواد په فکري توکيو او ترکيبي عناصرو کې له ده سره مرسته وکړم، هغه فکري توکي چې ترهغه مهاله د نوموړي په ذهن کې د تت خوب په څېر خپ پراته وو خو بيا هم زما او اقبال په اند دې تت خوب هغه يواځينۍ لاره راته په نښه کوله چې په هغې باندې په تګ کولو سره مونږ د اسلام ويدې ارزوګانې وېښولى شواى.(1) او يو داسې سياسي ګوند مو جوړولى شوى چې د هغه غړي به د قوم او توکم په مزي نه بلکې د موخو او اهدافو د يووالي په تار سره تړلي وو.
ما د دې کار ترسره کولو او پوره کولو ته اوږه ورکړه او په کلونو کلونو مطالعه، ليکنو او ويناوو بوخت وم، تردې پورې چې ما د اسلامي قانون او اسلامي تهذيب د شارح او وياند په توګه شهرت ترلاسه کړ. کله چې په کال ( ١٩٤٧ عـ ) کې پاکستان جوړ شو، زه د پاکستان د حکومت له خوا د يوې نوې څانګې په منظم کولو او څارنه وګمارل شوم، چې هغه ( نوې اسلامي بيا ودانونه )(٢) نومېده او موخه يې د هيواد او ملت په اړه د اسلام د منل شوي تصور تفصيل او روښانه کول و، چې له هغه نه دى نوي سياسي ګوند ګټه پورته کولى شوى.
په دې څانګه کې له خورا زياتو هڅو وروسته زه د پاکستان خارجه وزارت ته تبديل شوم او هلته د منځني ختيځ د چارو د مسئول په توګه وټاکل شوم او ما د پاکستان او نورو اسلامي هيوادونو د خپل منځي اړيکو د ټينګولو له پاره هڅې پيل کړې. په آخر کې په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له پلاوي سره يوځاى کړل شوم .
له دې ټولو پېښو نه يواځې دا خبر نه څرګنديږي چې اسلامي ملت يوه اروپايي ته په غېږ کې ځاى ورکړى دى او د دې ملت په وګړو کې يو تن زيات شوى دى. بلکې له دې نه دا خبره هم څرګنديږي چې دې کس په شعوري توګه او د زړه له کومي خپل ځان له يوه ځانګړي تمدني چاپېريال نه د بل مخالف چاپېريال په لوري لېږدولى دى.
دا يو حقيقت و چې زما نږدې لويديځ وال ملګري يې په حيرانتيا کې اچولي وو او د دوى زړونو ته دا خبره نه لوېده چې يو داسې څوک چې د هغه پيدايښ او روزنه په نګه لويديځ وال چاپېريال کې شوې وي هغه به څنګه په دومره مينه او ورين تندي سره پرته له څه ستونزو ځان اسلامي نړۍ ته سپاري! او دا څه ډول ممکنه شوه چې خپل پلرنى لويديځ وال تمدن يې په اسلامي تمدن بدل کړ او آخر هغه کوم لاملونه دي چې دى يې د يوه داسې مذهبي او ټولنيزي موخوې غوره کولو ته اړ اېست چې هغه دده د لويديځ والو په اند د اروپايي ارزښتونو په نسبت په ډېر ټيټ پوړ کې راځي او هغوى چندانې په درنه سترګه نه ورته ګوري.
د مکې لاره – دویمه برخه
زما کيسه:
زه به خپله په دې سوچ کې وم چې ولې زما لويديځوال ملګري اسلامي ارزښتونه د لويديځ له هغو نه کم ګڼي؟ آيا په دوى کې کوم يوه هم په مستقيمه توګه د اسلام له ( اصلي روح ) سره د آشنايي پيداکولو زحمت کړى دى؟ او که د دوى رايې يواځې په هغو زړو او پرسوده نظرياتو ولاړې دي چې له مخکينيو نسلونو نه په تواتر سره دوى ته رارسېدلي دي؟ په خوا رومي او يوناني نظریاتو او اندودونو نړۍ په دوو برخو وېشلې وه: ديوې برخې استازيتوب روميانو او يونانيانو کاوه او پاتې برخه يې د وحشيانو او بې تهذيبه خلکو نړۍ بلله.
اوس هم د لويديځوالو په ذهنونو کې هماغه زړه نقشه پرته ده، د نړۍ په کومه برخه کې چې څوک د لويديځوالو له تهذيبي کړۍ نه د باندې وي هغوى ته دوى په ښه سترګه نه ګوري. د روميانو بلکې آن د يونانيانو له زمانې نه اروپايي تاريخپوهان او مفکرين په دې عادت شوي دي چې د نړۍ تاريخ ته يواځې د اروپا د تاريخ او د لويديځ د تمدني تجرباتو په سترګه ګوري. لويديځوال د نړۍ نورو تهذيبونو ته هغه مهال اهميت ورکوي چې د هغو داخلي لاملونه د کوم غربي په څټ کې غوټه کړي.ځکه خو د لويديځوالو په اند د نړۍ تاريخ او ګڼ شمېر تهذيبونه د لويديځ د پراخوالي په معنا دي او د ټولو سرچينه لويديځ بولي.
ښکاره خبره ده چې د نظر دومره تنګوالى پرته له يوې غلطې خاکې او نيمګړي سوچ نه نور هېڅ نه شي کېداى. ځکه هغوى په پيل کې لا د داسې کتابونو او ليکنو د مطالعې عادت شوي دي چې په هغو کې د دوى د تهذيب په اړه معلومات په ښه تفصيل سره بيان شوي وي او د نورې نړۍ د معلوماتو له پاره له سطحي مطالعې نه کاراخلي. بناءً په فطري توګه او په ډېره اسانۍ سره يو اروپايي يا امريکايي په دې غلطي کې راګېر کېږي چې د لويديځ تمدني تجربات نه يواځې د نورې نړۍ له هغو نه لوړ دي بلکې پراخه هم دي. او فکر کوي چې يواځې لويديځوال ژوند د ژوند ښه لاره ده، يا په بل عبارت: کومه علمي نظريه يا ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه چې په لويديځوال معيار پوره نه وي يقيناً چې هغه د لويديځوالو په اند ټيټ مقام لري.
د يوناني او رومي اندود په پيروي سره يو لويديځوال طبعاً داسې سوچ ته تمايل لري چې د نړۍ نور ټول تهذيبونه د پرمختګ په هغه لاره کې چې لويديځوالو په ډېر برياليتوب سره پر مخ بيولې ده، خنډونه پيدا کوي او دې ټولو تهذيبونو ته د يوې ناقصې او نيمګړې تجربې په سترګه ګوري، او که زيات شي بيا دې تهذيبونو ته يواځې په دومره مقام ورکولو سره قانع کېږي لکه په توکميزه توګه يې چې د موجوده لويديځوال تهذيب په مقابله کې د هغه مخکنيو تهذيبونو ته ورکړى و.
يعنې زمونږ د ژوندانه په کتاب کې د نړۍ نور ټول تهذيبونه يو په بل پسې د مختلفو څپرکو او بابونو په څېر دي. چې په وروستي څپرکي او باب کې يې پايله څرګنديږي او د دې وروستي څپرکي استازيتوب نوى لويديځوال تهذيب کوي. ګواکې د ارتقا او پرمختګ په لاره کې دا نور تهذيبونه د خپو او زړو نښو په څېر دي چې دې وروستۍ موخې ( نوي لويديځوال تهذيب ) ته د رسېدو په لاره کې پاتې شوى دى او اوس ګټه نه لري.
زما يو امريکايي ملګرى و، هغه ډېر پوهه او ستر مفکر و، چې کله مې هغه ته دا خپله نظريه وړاندې کړه په پيل کې خو هغه يو څه شکمن او دوه زړى غوندې شو او ويې ويل چې زه منم يونانيانو او روميانو نورو تهذيبونو ته په ښه سترګه نه کتل او څومره اهميت يې هم نه ورکاوه خو ايا دا سمه نه ده چې د دې نيمګړتيا لامل د هغه مهال کمزوري مواصلاتي وسائل وو چې د دوى او نورې نړۍ په منځ کې خنډ وو؟ او ايا دا حقيقت نه دى چې هغه کمزورتياوې په موجوده وخت کې تر ډېره حده کمې شوي دي؟
زما امريکايي ملګري وويل: بيا هم اوس چې زمونږ له تهذيبي نړۍ نه د باندې څه کېږي مونږ خامخا له هغه سره دلچسپي لرو او ته دا حقيقت مه هېروه! چې د تېرې پېړۍ په وروستۍ څلوريزه کې په امريکا او اروپا کې په ختيځوال فکر او فن باندې ګڼ شمېر کتابونه او ليکنې ليکل شوي او خپاره شوي دي. له دې کتابونو نه پته لګېږي چې د نن سياسي افکار د ختيځوالو قومونو ذهنونه څه ډول سوچ کولوته اړ کوي. يقيناً نن هغه لېوالتيا له نظره نه شي غورځېدلى چې د هر لويديځوال په زړه کې پرته ده او هغه دا چې له نورو تهذيبونو نه څه ډول ګټه ترلاسه کېداى شي.
ما په ځواب کې ورته وويل: کېداى شي ته چې څه وايې دا تر يوه حده پورې صحي وي، په دې کې هم شک نشته چې په موجوده وخت کې د يونان او روما لومړۍ اندود خپل شدت له لاسه ورکړى او اوس خلک هغومره سختي نه کوي او دا ځکه چې د لويديځوالو مفکرينو زيات پوهه کسان د خپل تهذيب او تمدن د ګڼ شمېر اړخونو په اړه له شک او ناامېدۍ سره مخامخ دي. او اوس هغوى د يوه صالح تمدن د تعمير ودانولو له پاره له نورو خواوو نه د څه ترلاسه کولو په هڅو بوخت دي.
په دوى کې خو ځينو ته ورو ورو دا حقيقت هم روښانه کېږي چې د انسان د عروج زياتې کيسې او ډېر کتابونه کېدى شي په ځانګړې توګه دا معلومول په کار دي چې په تاريخي توګه انساني نوعه يومتجانس وحدانيت نه ده، بلکې انسان د ژوند د معنا او موخو په لحاظ د ګڼ شمېر ګروهو لرونکو ډلو يوه مجموعه دى. زما په اند دنورو تهذيبونو په اړه د لويديځوالو رويه د روميانو او يونانيانو له رويې نه چندانې ښه نه ده. څومره چې هغوى نورو تهذيبونو ته په سپکه سترګه کتل دوى هم هماغسې دي.
هوکې! تاسو دا ويلى شئ چې نن هغومره تنګ نظري نه شته، اوس د خلکو د نظرياتو او ګروهو احترام کېږي خو په ياد ولرئ چې دا پراخ نظري د اسلام له پاره نه ده، بلکې دا د هغو نورو ختيځوالو تهذيبونو له پاره ده چې هغه د بې روحه کالبوتونو په څېر دي او هېڅ په کې نشته. لويديځوال هم يواځې د تفريح او روحاني دلچسپي له پاره اړېکې ورسره پيدا کوي. دا تهذيبونه دومره بې بنياده او د لويديځ له نړيوالې نظريې نه دومره ليرې دي چې غربي ارزښتونه له دوى نه هېڅ وېره نه لري او نه په دې تهذيبونو کې دومره توان شته چې له لويديځ سره ډغره ووهي.
ماته خپل ملګري وويل: ستا موخه څه ده؟ ما ورته وويل چې: کله لويديځوال د هندو يا بودايي مذهب په اړه خبره کوي نو په زړه کې يې دې حقيقت پوره ځاى نيولى وي چې زما او د ده په منځ کې اساسي توپير موجود دى. کېدى شي دى کله کله د دې مذاهبو ستاينه هم وکړي. خو دا ناشونې ده چې داسې فکر وکړي چې دا مذهب د ده د ګروهو او نظرياتو ځاى نيولى شي او کنه؟ په دي ادیانو او تهذیبونو کې د نوي تهذيب د ځاى نيولو وړتيا او صلاحيت نشته، ځکه خو دى د دې مذاهبو په اړه په ډېر ډاډ او اطمينان سره خپل نظريات وړاندې کوي او د هغو په اړه همدردي او زړه سوى هم لري.
لويديځوال ارزښتونه چې څومره پېژندګلوي له هندو او بودايي فلسفې سره لري هماغومره يې له اسلام سره هم لري، خو له اسلام سره د يوه لويديځوال معامله بيا بل ډول ده، د هندو او بودايي مذهبونو په خلاف چې کله د يوه لويديځوال معامله له اسلام سره شي نو سمدستي يو جذباتي عصبيت او تربګني هماغه لويديځ وال سکون او ډاډ له منځه يوسي. کله کله زه داسې فکر کوم چې دا چلند له دې امله کېږي چې له لويديځوالو اقدارو سره د نږدېوالي له کبله اسلامي اقدار پخپل ځان کې د لويديځ د روحاني او ټولنيزو نظرياتو د مقابلې اوډغرې پوره ځواک لري.
له دې کبله ماخپل ملګري ته خپل يو پخوانى تخيل وړاندې کړ چې څو کاله وړاندې زما ذهن تخليق کړى و او زما تخيل به له اسلام سره د هغه سخت تعصب ښه توجيه وي چې په لويديځوال ادب او اوسنيو افکارو کې د هغه څرګندونه کېږي. ما وويل چې د دې تعصب د معقول لامل معلومولو له پاره بايد د پخواني تاريخ پاڼې وپلټل شي او دې ته اړتيا ده چې د اسلام او لويديځ د دوو بېلو بېلو نړيو د لومړنيو اړيکو په روحي او نفسياتي شاليد او پس منظر باندې ځان پوهه کړل شي.
د مکې لاره (دریمه برخه)
د اسلام په اړه د لويديځوالو دخيالاتو او احساساتو پته له هغو انګېرنو نه لګېږي چې د ( صليبي جګړو ) په مهال پيدا شوى دي. ما ته خپل ملګري په حيرانتيا سره وويل: صليبي جګړې؟! ايا ته دا ويل غواړې چې نږدې د زرو کلونو پخوانۍ پېښې به نن د شلمې پېړۍ انسان اغېزمن کولى شي؟! ما ورته وویل: خامخا يې اغېزمن کولى شي، زه پوهېږم چې دا خبره د پرتلې وړ نه برېښي، خو ايا تا دا خبره هېره کړې ده چې د روحياتو د ماهر لومړنۍ موندنه له څومره بې پروايي او ناباوري سره مخ شوې وه. هغه چې مونږ يې له دې راز سره آشنا کړي يو چې د يوه بالغ انسان د غوښتنو، خويونو ، تمايلاتو او لېوالتياوو چې په لنډه توګه يې مونږ د (مزاج) او (طبيعت) په توري سره تعبير وو د لاملونو نښې د هغه د ماشومتوب (يعنې د ژوند تعميري مهال) په وخت کې پيدا کېږي.
نو آيا قومونه او تهذيبونه د وګړو ټولګه او مجموعه نه وي؟ د هغو جوړېدنه او پرمختګ هم ددوى د لومړنيو دورونو له تجربو سره تړلې وي. د ماشومتوب په څېر د ډلو هم دا پيليزې تجربې ښې او يا بدې وي. کېدى شي د هغو اساس په معقوليت او هوښيارتيا سره کېښودل شوې وي او يا د ماشومتوب د ناپوهۍ او بې تدبيري له کبله په نامعقوله توګه رامنځته شوې وي. په هر صورت د دې تجربو د تشکيکي اغېز تړاو د هغو په ابتدايي شدت پورې وي.
له صليبې جګړو نه مخکې سل کلن دور يعنې د عيسايي سنې ابتدايې زر کلن دور په اړه چې ويل کېږي هغه د لويديځوال تهذيب د ماشومتوب زمانه وه دا بېخي په ځاى وينا ده. ما خپل ملګري ته چې په خپله دى يو تاريخپوه دى ورپه ياد کړه چې دا هغه دور و چې د روما د واکمنۍ په پاى ته رسېدلو سره د تياره پېړيو له تېرېدو وروسته د لومړي ځل له پاره اروپا پخپله په خپل تمدني مسلک باندې غور کول پيل کړل. له رومي ميراث پرته چې هغه تقريباً په هېرېدو و اروپا په خپلو ژبو کې نوى ادب تياراوه.
د لويديځوال مسيحيت د مذهبي تجربو له برکته فنون لطيفه ورو ورو د هغه غفلت او شاتګ له حالت نه په بيدارېدو وو چې د المانيانو او نورو يوريشيايي بې تهذيبه قومونو له جګړئيز هجرت او بېځايه کېدلو نه پيدا شوى و. د منځنيو پېړيو له وروسته پاته او پړسېدليو طريقو او ژوندود نه اوس د يوه نوې تمدني نړۍ د رامنځته کېدلو هڅې کېدلې. دا هغه نازک او په تعميري توګه حساس دور و چې د صليبي جګړو په صورت کې اروپا ته سخته صدمه رسېدلې وه چې په موجوده ژبه کې هغه ته کوچنی زخم ويل ښه مناسب دي. يو داسې تهذيب چې له ځانواکي او خپلې ارادې لرلو سره يې د بلدتيا ډېره موده نه وه تېره شوې کله چې په دې نازک پړاو کې له صليبي جګړو سره مخ شو نو طبعاً يې سختې ټولنيزې اغېزې ومنلې.
په تاريخي توګه دا صليبي جګړې د هغو لومړنيو او برياليو هڅو نښه وګرځېده چې اروپا د خپل تهذيبي يووالي د څرګندولو له پاره د لومړي ځل له پاره ترسره کړې وې. کومه حوصله چې دې لومړيو صليبي جګړو پيدا کړې وه هغه نه اروپا مخکې پېژندله او نه يې تراوسه پورې پېژندلى شي. په ټوله لويه وچه کې د مستي يو سېلاب راخوټېدلى و او د داسې وياړونو او افتخاراتو وخت رامنځته شوى و چې د لومړي ځل له پاره يې طبقاتي، توکميزې او جغرافيايي پولې ماتې کړې، له دې نه مخکې اروپا په ګڼ شمېر ټوکړو وېشل شوې وه. لکه: الماني، ټيوټاني، برګنډي، صقلوي، لومباړوين، سيکسن، فرينک او تارتن. لنډه دا چې د قومونو او توکمونو يوه عجيبه مجموعه وه چې ددوى په منځ کې د يووالي نقطه په ډېره سختي سره ترلاسه کېدى شوى.
پرته له يوڅو پانګه والو واکمنيو نه چې هغه د رومي واکمنيو د پاته شونيو يادګارونه وو او ټول د مسيحيت پيروان وو خو دا مذهبي کړۍ صليبي جګړو دومره کلکه او لوړه کړه چې ټولې اروپا ته يې يوه ګډه موخه په لاس ورکړه چې هغه د مسيحيت نيمه سياسي او نيمه مذهبي تصور و او بالاخر يې په خپل ځاى د اروپا تهذيبي انځور وزېږاوه.
کله چې په نوفمبر کال ( ١٠٩٥ عـ ) کې په کلیرمونټ (Cler Mont ) نومي ځاى کې دويم پاپا اربن (Papa Urban) د خپلې مشهورې وينا په مهال عيسائيان له دې بي سرواښي قوم سره د ډغرې له پاره رابللى و چې هغو په سپېڅلې ځمکه باندې قبضه کړې وه. نو نوموړي اصلاً په شهودي توګه د لويديځوال تهذيب سند (Charter) اعلان کړى و او د هغه نظريه يې وړاندې کړې وه.
د صليبي جګړو همدې ټپونو اروپا ته تهذيبي شعور او يووالى ورپه برخه کړ. خو ورسره ورسره دا هم وشول چې کله هم اسلام کوم لويديځوال ته وړاندې کړل شي نو دا ترخې تجربې او دا دين په خپل اصلي رنګ کې وړاندې کېدلو ته نه پرېږدي. د دې لامل يواځې دا نه دى چې صليبي جګړو د وژنو او لوټونو بازار تود کړى و. د پرګنو ترمنځ خداى خبر دى چې څومره جګړې او وينې تويونې په تېرو وختونو کې ترسره شوي دي خو بيا د وخت په تېرېدلوسره هغه هېرې کړاى شوي دي.
دا راز ډېر جنجالونه او خوابدي رامنځته شوي دي چې فکر نه کېده هغه به يو وخت ختمې شي خو آخر هغه په خوشالۍ او دوستي بدلي شوي دي. صليبي جګړو چې کوم زيانونه رسولي دي هغه يواځې د جنګي آلاتو په خپل منځي ټکر پورې نه دي تړلي، بلکې هغه يو ذهني زيان و چې په داسې توګه رامنځته شو چې اسلامي ښوونې او تصورات په شعوري او قصدي توګه مسخ کړاى شي ، او په لويديځوالو ذهنونو کې له اسلامي نړۍ نه کرکه، نفرت او بدګماني وکرل شوه.
د مکې لاره _ څلورمه برخه
ښکاره خبره ده چې د صليبي جګړو د جواز له پاره بله کومه وجه نه موندله کېده، پرته له دې چې د اسلام پيغمبر (صلی الله علیه وسلم) خامخا د حضرت عيسى علیه السلام څرګند مخالف او دښمن ونه ښودل شي. او دا چې اسلام په بد شکل کې وړاندې کړاى شي او هغه د بداخلاقي او بېحيايي سرچينه وګڼل شي ( نعوذبالله ). هماغه د صليبي جګړو په مهال دا بېځايه او د خندا وړ خيالات او انګازې لويديځوالو ذهنونو ته تبليغ کړاى شوې چې اسلام د نفس پالنې او ناروا تېريو تعليم ورکوي. او د نفس د تزکيې په ځاى د څو ظاهري رسمونو په ترسره کولو باندې ټينګار کوي. او دا فکر تر ننه پورې په هماغه زاړه رنګ کې کټ مټ موجود دى.
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه انسان دى چې خپل امت ته يې د نورو انبياوو عليهم السلام د احترام زده کړه ورکړې ده، خو دا د هغې زمانې پوچه او سپکه خبره ده چې اروپايانو به دى د ( محمد ) په ځاى ( ماهاونډ ) باله او نعوذ بالله په دې سره يې د هغه سپکاوى کاوه. هغه مهال اروپا ته ډېر وخت لا په مخکې و چې په دوى کې د اجتهاد، نوښت او نويو موندنو جذبه پيدا شوې واى. نو د واکمنو له پاره دا ډېره آسانه وه چې د يوه داسې مذهب او تهذيب په اړه د خلکو په ذهنونو کې نفرت پيدا کړي چې هغه له لويديځوال تهذيب سره مخالفت لري.
هغه مشهور فساد زېږوونکى نظم ( Chanson be Roland) چې په جنوبي فرانس کې په مسلمانو وحشيانو د مسيحيت د افسانوي سوبو او برياليتوبونو داستان بيانوې په حقيقت کې د هغو جګړو په مهال نه دى کښل شوى، بلکې درې پېړۍ وروسته له لومړيو صليبي جګړو لږ وروسته کښل شوى. کله چې دا نظم وليکل شو هغه مهال د اروپا يو ډول ملي ترانه وګرځېده. او دا کيسې هسې اتفاقي خبرې نه وې بلکې تر شا يې منظم کار روان و. او دا هم هسې اتفاقي خبره نه وه چې په دې حماسي نظم باندې د ټول ادب اساس کېښودل شو چې هغه د سيمييزو ادبياتو په خلاف يو بېل او ځانګړى حيثيت درلود. دا ځکه چې اسلام دښمني د اروپايي تهذيب په خټه کې اغږل شوې وه.
دا هم د تاريخ يو ظلم دى چې له اسلام نه د لويديځوالو پخوانۍ کرکه او نفرت د مذهب له لارې رامنځته شوې ده. سره له دې چې د مذهب له کړۍ نه د لويديځ د اوسېدونکو ذهنونه ترډېره حده آزاد دي او هماغه د نفرت جذبه تر اوسه په غير شعوري توګه پاته ده.
په هر صورت! دا څه د حيرانتيا خبره نه ده، دا په تجربه سره ثابته شوې ده چې يو سړى خپلې مذهبي ګروهې او معتقدات هغه چې په ماشومتوب کې يې زده کړي وي؛ په يو مخيز يا کلي توګه نه شي پرېښودلاى. بلکې د هغو ځانګړيو ګروهو او معتقداتو په اړه په انسان کې په غير شعوري توګه يو ډول ځانګړې جذبه د هغه په ټول ژوند کې خپلې اغېزې لري. د دې اصولو په نظر کې نيولو سره داسې ويل کېدى شي چې له دې ماجرا سره هغه ټولنيز شخصيت مخامخ شوى چې د (لويديځوال تهذيب ) په نامه سره ياديږي. دا به مبالغه نه وي که ووايو چې نن هم د لويديځ په سر باندې د صليبي جګړو ورېځې ګرځي او اوس هم چې دوى د اسلام او مسلمانانو په اړه کوم فکرونه او خيالات لري په هغو کې د همدې صليبي جګړو څرګندې نښې ښکاريږي.
زما ملګري ترښه ځنډه غلى و، زه اوس هم د خپل تصور په ديد ګورم چې هغه له خپلې دنګې ونې سره خپل لاسونه د خپل کوټ په جيبونوکې دننه کړي دي، په پريشانۍ سره خپل سر خوځوي، په خونه کې چکر وهي او ماته په لاندې ټکو سره وينا کوي:
“کېدى شي ستا په خبرو کې څه وزن وي او يقيناً کېداى شي .. زه ستا په نظر او اند باندې پرته له څه غور کولو حکم نه شم کولاى. خو ستا د خبرو په رڼا کې چې دا اوس دې ماته بيان کړې آيا ته دا احساس نه کوې چې ستا ژوند چې تاته ډېر ساده او ناپېچلى ښکاري خو د لويديځوالو له پاره به ډېر د تعجب او حيرانتيا وړ نه وي؟ آيا د خپل ژوند په څو تجربو کې هغوى نه درسره شريکوې؟ ته د خپل ژوند حالات ولې نه لېکې؟ زه باور کوم چې دا به ډېر دلچسپ وي”
ما په خندا سره ځواب ورکړ چې دا دومره خبره نه ده، زه کولى شم ځان دې کار ته چمتو کړم، خارجه وزارت ته به خپله استعفا ورکړم او دا کتاب به وليکم، ليکنه او تصنيف خو زما مخکنۍ پېشه ده. په راتلونکو اونيو او مياشتو کې زما د ټوکو خوب په رښتيا بدل شو او ما په رښتيا غور کول پيل کړل چې بايد زه د خپل ژوند کيسه وليکمه، زه به وکولى شم په دې سره د هغې پرېړې پردې په له منځه وړلو کې هڅه وکړم چې د اسلام او لويديځوال ذهن په منځ کې پرته ده.
ما په ډېره عجيبه توګه سره اسلام ترلاسه کړى، زه له دې کبله نه يم مسلمان شوى چې ګواکې ما د ژوند زياته برخه د مسلمانانو په منځ کې تېره کړې ده، بلکې د دې په خلاف ما د دوى په منځ کې د اوسېدو پرېکړه له دې کبله کړې وه چې زه په حقيقت کې مسلمان شوى وم. نو آيا دا به ښه نه وي چې زه خپل تاثرات او تجربې خپلو لويديځوالو لوستونکو ته ورسوم، څو وکولاى شم د لويديځ او اسلامي نړۍ په منځ کې د مفاهمت او سولې د رامنځته کولو په لاره کې مرسته وکړم او دا اوس چې زه په کوم سفارتي کار بوخت يم دا بل څوک هم کولى شي . هر ځيرک سړى کولى شي په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د حکومت د استازي په توګه کار وکړي خو ايا څومره کسان پيدا کېداى شي چې له لويديځوالو سره د اسلام په اړه زما په څېر خبرې وکولى شي؟ زه مسلمان يم او له دې سره سره په توکميزه توګه لويديځوال يم، نو له دې کبله زه د اسلام او لويديځ دواړو په علمي ژبو کې خبرې کولى شم.
په دې نيت د کال ( ١٩٥٢م) په آخر کې ما د پاکستان د خارجه چارو وزارت ته استعفا ورکړه، خپل کار مې پرېښود او د دې کتاب په ليکنه بوخت شوم، زه نشم ويلاى چې زما دا کتاب به هغومره دلچسپ وي لکه څومره هيله يې چې زما امريکايي ملګري کوله .
له ماسره نور هېڅ نه و، پرته له دې چې په خپله حافظه زور واچوم، څه زاړه نوټونه راسره وو، يو څه مرسته مې خپلې غير مرتبې ډائري راسره کوله او يوڅه مې پخواني اخباري ليکنې وې، له همدې موادو نه د يوې داسې ارتقاء يا پرمختګ پېچلي سرونه منظم کوم چې په اوږدو کې یې د ډېرو کلونو موده رانغښتې ده او په اوږدو او پلنو جغرافيايي وسعتونو باندې مشتمله ده.
لنډه دا چې کتاب تيار شو، دا زما د ژوند پوره کيسه نه ده، بلکې د هغه پېر کيسه ده چې زه لا له عربو نه هند ته نه وم راغلى، هغه زما د خوښۍ دور و چې ما د هغو هيوادونو په سياحت کې لګولي چې له يوې خوا د ليبيا صحرا او د پامير د واورينو څوکو په منځ کې، او بل لور ته د باسفورس او بحيرۀ عرب په منځ کې پراته دي.
دا خبر بايد په ياد ولرل شي چې د دې داستان شاليد د مکان او زمان په لحاظ زما اخيري صحرايي سفر و چې ما د عربو په شاوخواکې تر مکې مکرمې پورې د کال: (١٩٣٢م) په وروستيو کې ترسره کړى و. ځکه چې د دې درويشت ورځو په موده کې ما ته د خپل ژوند خاکه په ښه توګه روښانه شوې وه. هغه عرب چې د هغو انځور به په راتلونکو پاڼو کې وړاندې شي اوس نشته د هغوى سپېڅلتيا او پاکيزګي د تېلو په نلونو کې بهيدلې او له منځه تللې ده، د هغوى ښکلې سادګي خوب او خيال ګرځېدلې ده او له دې سره د هغوى غوره والى او ښېګڼې اوس يوه زړه کيسه ګرځېدلې ده، هغه ښېګڼې چې د انسانيت د پېژندګلوي نښې وې نن د تېلو له خوټېدلو سره له منځه تللي دي.
زه چې اوس هغه اوږد صحرايي سفر رايادوم نو زړه مې دردمن شي،کټ مټ داسې لکه د يوه قيمتي شي په ترلاسه ورکولو چې بيا نه ترلاسه کېږي. خواشيني او خپګان مې زړه نيولى وي. هوکې! هغه زما اخيري سفر و چې مونږ دوو تنو په دوو تېزو اوښانو کاوه او د نُور په لاره روان وو.
د مکې لاره ـ پنځمه برخه
زما کورنۍ او چاپېريال
زما د ماشومتوب ابتدايي زمانه د پولېنډ په لوو (Lawow) نومي ښار کې تېره شوه چې هغه مهال د استريا په قبضه کې و. زموږ کور دومره خاموش او آرام و لکه د هغه مخته سرک. دا يو اوږد سرک و چې په دواړو غاړو يې د سروي ونې ولاړې وې، دا سړک په ګڼو ونو داسې پوښلى و چې اسان به پرې تېرېدل د پښو ترپهار يې نه اورېدل کېده، له دې کبله به ټوله ورځ داسې چوپتيا وه لکه سکڼى ماښام چې وي.
ما له دې سرک سره يوه ځانګړې مينه لرله، داسې چې زما له عمر سره له وخته مخکې برېښېده، یو خو له دې کبله چې زمونږ کور د دې سرک په غاړه پروت و، بلکې د دې لارې وقار او درنښت چې د هغه ښکلي ښار له زړه نه وتلې وه او د ځنګله د چوپتيا او د هديرې د خاموشي په لور غځېدلې وه ( په ځنګله کې دننه هديره وه ) په مايوډول کوډې کړې وې.
د ښکلو آسانو ګاډۍ به چې په دې لاره په ښه تېز تګ تېرېدلې نو د آسانو د پښو له آواز نه به ښکلې نغمه پورته کېدله او يا به چې ژمى و په سرک به يوه لوېشت پنډ کنګل پروت و نو آسان به پرې ښويېدل او له سپږمو نه به يې د ورېځې د ټوکړو په څېر بخار پورته کېده. او په تېزه يخه هواکې به يې د ګړنجوونو شرنګا ختله. فرضاً که پېښه شوه چې په داډول سورلۍ د سورېدلو موقع په لاس درغله او د هماغه سړې هوا څو څپېړې دې په مخ وخوړلې نو هلته به دا محسوسه کړې چې دا ګړندي آسان دې يوې داسې نېکمرغې نړۍ ته رسوي چې د هغې نه پيل معلوم دى اونه پاى.
اوړى به مونږ په کليو کې تېراوه، په کلي کې زما دنيکه ( د مور له پلوه ) کور و، هغه خورا شتمن و او په بانک کې يې کار کاوه. له دې پرته ده ښه جايداد هم لاره چې د خپلې کورنۍ د آرام او تفريح له پاره يې بس و. هورې يوه کوچنۍ چينه وه، له هغې نه به نرۍ اوبه بهېدلې او د اوبو په غاړه د صنوبر ونې ولاړې وې، د کور خواته یې لويې لويې خونې له درنو او غټو غټو غواوو نه ډکې وې. په دې خونو کې به د څارويو او ريشکو بويونه پورته کېدل او د دې په څنګ کې به د بزګرو پيغلو خنداګانې او ګپ شپ هم اورېدل کېده، دوى به د ماښام په وخت کې دغواوو لوغ ته راتلې.
دا هم ضروري وه چې له بالټيو نه به دې هغه خوږې شيدې څښلې چې سر به يې په ځګ پټ و، او تازه به له غواوو نه رالوشل شوې وې، د دې له پاره نه چې تنده پرې لرې کړي، بلکې د انسان زړه غواړي چې هغه څه وخوري يا وڅښي چې فطرت ته نږدې وي.
د اګست د ګرمۍ ورځې ما له هغو بزګرانو سره تېرې کړې چې د غنمو په لو بوخت وو او د دوى ښځو به ريبلي غنم په ډېره دلچسپي سره يوې خوا ته جمعه کول، هغه ځوانې او تنکۍ پېغلې په سترګو ډېرې خوږې لګېدې. څاربه صورتونه يې لرل، او په ډېره تيزۍ سره يې کارونه کول. د هغوى د ځواک اندازه به هغه مهال درته معلومېده چې کله به يې په ناز او نخرو په مټو کې ونيولې او د ريبلو غنمو د کوټې لور ته به يې کشولې، که څه هم هغه مهال زه په داسې منګ کې وم چې له دې لوبو او خندا نه مې بله هېڅ نتيجه نه اېستله.
ما له خپل پلار سره ويانا، برلين، د ( ALPs) د غرئيزې لړۍ بوهميا (Bohemia) ځنګلونو او د بالتک او شمال د بحرونو اوږدو پرتو سيمو ته سفرونه کړي و، چې زما له پاره په هېڅ ډول له يوې نوې نړۍ نه کم نه و. مونږ ته به چې د دې سفر موکه په لاس راغله، رېل ګاډي به شپېلۍ ووهله، پهیې به يې په حرکت شوې، مونږ به دومره خوشاله وو چې نږدې وه له ډېرې مينې او خونده مو دزړه حرکت بند شي. هورې به له ماسره د لوبو ملګري هم وو چې يو مې ورور او يوه خور او نور ډېر د تره زامن وو.
د يک شنبې په ورځ به چې د اونۍ رخصتي وه، نو له ښار نه بهر ته د پښو د سفر پروګرام به مو برابر کړ او له ښکلو همځولو نجونو سره به په غلا ملاقاتونه کېدل. په دې ديدنونو کې به يوه عجيبه نېشه پرته وه، چې مونږ به په ساعتونو ساعتونو پرې بوخت وو. دا د ماشومتوب يو سپېڅلى، ښکلى او له خوښي ډک پېر و چې ياد يې نن هم زړونو ته خوښي او تسلي وربښي.
زما مور او پلار ډېر ډاډه او بې غمه خلک وو، اصلاً هغوى د ځان له پاره نه بلکې د خپلو اولادونو له پاره ژوند کاوه، ځکه خو د هغوى ټوله پاملرنه زمونږ خواته وه، کېدى شي دا به زما د مور د نرم مزاجي او چوپتيا اغېزه وه چې ما په راتلونکو څو کلونو کې له نوي چاپېريال او له ډېره حده ناوړه حالاتو سره ځان عادي وګرځاوه او په دې لاره کې مې ډېره په آسانۍ سره برياليتوب ترلاسه کړ. دا راز په ما باندې د خپل پلار د بې اطمنانۍ او ناکرارۍ اغېز هم پروت و.
د مکې لاره (شپږمه برخه)
يو څه د خپل پلار په اړه
څرنګه چې زما د پلار يادونه رامنځته شوه بېځايه به نه وي چې يوڅه خپل پلار دروپېژنم، هغه يو خنده رويه اود خوشاله طبعيت لرونکى انسان و، بې غوښو بدن ،غنم رنګې څېره، تورې او جذابې سترګې يې لرلې. چې له خپل چاپېريال سره په هېڅ ډول برابر نه برېښېده. په ځوانۍ کې يې له رياضي او طبيعياتو (Physics) سره ډېره مينه وه. خو دا ارزو يې هېڅکله پوره نه شوه او بيا يې له مجبوري وکالت ته مخه کړه. سره له دې چې په وکالت کې ده ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړل خو مينه يې نه ورسره لرله. کېدى شي لامل به يې دا و چې خپله محبوبه بوختيا يې له لاسه وتلې وه، او له دې کبله په هغه باندې د يواځېتوب احساس مسلط و.
دده پلار د (Czervowitz) نومي ځای ( چې هغه مهال د استريا يوه مقبوضه سيمه وه ) يو ربي ( يهودي عالم ) و، ما ته اوس هم د هغه رنګ او شکل ښه په ياد دى. د ښه مزاج او خندوني طبيعت څښتن و. نرۍ ګوتې يې لرلې او حساسه څېره يې وه، چې د اغېزمن کېدو نښې به ډېر ژر پرې ښکاره شوې. سپينه اوږده ږيره يې وه. له فلکياتو(Astronomy) سره يې ډېره زياته مينه وه اوله دې سره په خپله ولسوالۍ کې د شطرنج نامتو لوبغاړى هم و، څرنګه چې د روم ارتوډکس ارچ بشپ هم د شطرنج ښه تکړه ماهر و، نو زما دنيکه له ده سره د ملګرتيا ګډ ټکى همدا و، خدای خبر څومره ماښامونه به دوى په ګډو لوبو سره تېر کړي وي او له دې سره په څنګ کې به يې د خپلو مذاهبو په الهياتي مسائلو باندې بحثونه هم کول.
کېدى شي څوک دا ګومان وکړي چې کله ستا نيکه له فزيک سره دومره زياته مينه لرله نو هغه بايد د خپل زوى د مينې او تمايل هم قدر کړى وی، خو خبره داسې نه وه. هغه په پيل کې لا دا پرېکړه کړې وه چې هغه به د خپلې کورنۍ د مذهبي ميراث ساتنه کوي، چې له يوه نسل نه بل ته په خوندي توګه رالېږدول شوې وه. نوځکه هغه زما د پلار له پاره بله بوختيا غوره نه کړه.
د ده په دې نظر او نيت باندې د هغه د يوه تره د افسوسناک ياد هم اغېزه وه چې هغه د خپلې کورنۍ له عنعناتو او تاريخ څخه په عجيبه توګه بغاوت کړى و. تر دې پورې چې د خپلو پلرونو او نيکونو له دين سره يې هم مخه ښه کړې وه. مونږ د دې تاريخي تره نوم هم چا په کور کې په لوړ غږ سره نه شواى اخيستلى. د ده روزنه په يوه داسې چاپېريال کې شوې وه چې د ديندارۍ ځانګړي آثار يې لرل. په ځلميتوب کې هغه مکمل ربي جوړ شوى و. بيا د هغه واده له يوې داسې مېرمنې سره شوى و چې زما په ګومان ده هېڅ محبت نه ورسره لاره.
څرنګه چې د ربيتوب په کار کې دومره ګټه نه ترلاسه کېدله. له دې کبله هغه د [1] (پوستين پلورنې) کار پيل کړ. د دې له پاره به هغه هر کال په اروپا کې د پوستينانو مرکزي ښار ( Leipzig) ته سفر کاوه.
يو ځل له عادت سره سم چې د ده عمر پنځه ويشت کاله و، هغه په دا ډول يوه سفر باندې ووت، دا د نولسمې پېړۍ د لومړۍ نيمايي پېښه ده. په (Leipzig) کې هغه د پخوا په څېر سمور(پوستین) وپلوره، خو کور ته د ستنېدلو په ځاى هغه خپله ګاډۍ او آس خرڅ کړل، ږيره يې هم وخريېله، خپله مېرمن يې هم هېره کړه، ځکه مخکې يې هم لا مينه نه وه ورسره. او انګلستان ته ولاړ. هورې يې څه موده په مزدوري او نورو کارونو سره خپل خرڅ پوره کاوه او ورسره يې د رياضي او فلکياتو مطالعه هم پيل کړه. داسې برېښي چې د هغه بادار له مطالعې سره د ده مينه ليدلې او د هغه ذهني وړتيا ورته معلومه شوې وه ، نو په اکسفورډ کې يې د نورې زده کړې او مطالعې جاري ساتلو له پاره مرسته ورسره کړې ده. لنډه دا چې په اکسفورډ کې ده پوره تعليم ترلاسه کړ او عيسائيت يې ومانه. بيا يې خپلې ښځې ته له طلاقنامې رالېږلو څه موده وروسته د هغو (کافرانو) له يوې پېغلې سره واده وکړ، له دې وروسته زمونږ له کورنۍ نه د هغه پته ورکه شوه. يواځې دومره درک يې و چې هغه په پوهنتون کې د فلکياتو پروفيسور و بيا تقاعد شو اوپه دې توګه يې ژوند پاى ته ورساوه.
دې عبرتناکې پايلې زما نيکه په دې خبره ټينګ کړى و چې هغه زما د پلار په اړه خورا سخت دريځ غوره کړي، ځکه هغه هم د ( کفارو ) له علومو سره مينه لرله، د هغه له پاره ربي ( مُلا ) کېدل ضروري و، دا د يوې ځانګړې موخې او جذبې له پاره نه بلکې د دې له پاره چې داسې کېدل په کار و، خو زما پلار هم په آسانۍ سره د وسلې غورځولو وال نه و، نو داسې يې وکړل چې د ورځې به يې د تلمود مطالعه کوله او د شپې له مخې به يې په پټه توګه په يوه ليسه کې درسونه لوستل. څه موده وروسته هغه خپله مور له دې پټې زده کړې نه خبره هم کړه، که څه هم هغې ته دا کار ډېر سخت ښکارېده، خو د خپلې نرم دلۍ له کبله هغې دا سوچ وکړ چې: هلک ته د زده کړې ښه موکه په لاس ورغلې، نو د هغه په مخ کې خنډونه پيداکول يو ډول ظلم دى.
د دوه ويشت کلنۍ په عمر هغه دا ټول د اتو کلونو نصاب په څلورو کلونو کې پوره کړ، له دې وروسته يې د دولسم په آزموينه کې برخه واخيستله او په امتيازي نمبرو سره بريالى شو.
کله چې هغه شهادتنامه ترلاسه کړه، د هغه مور دا (له وحشته ډکه خبره) نيکه ته ورسوله. زه کولى شم د خپل تصور په سترګو هغه حالت ووينم چې هغه مهال رامنځته شوى و. لنډه دا چې آخر زما نيکه يو څه نرم شو او په دې خبره راضي شو چې زما پلار خپلې ديني زده کړې ودروي او په پوهنتون کې دې داخله واخلی. خو د کورنۍ د اقتصادي حالت ځوړتيا هغه دې ته پرې نه ښود چې د خپلې محبوبې موضوع فزيک زده کړه پرمخ بوځي او داسې پيشې غوره کولو ته اړ شو چې زياته ګټه ولري. لکه: وکالت. او آخر هغه وکيل شو او په (Lowow) کې يې ژوند غوره کړ، هورې يې زما له مور سره واده وکړ چې د يوه شتمن بانکار لور وه. او هورې په کال (١٩٠٠ عـ ) کې زه پيدا شوى يم او زه د خپل مور او پلار دويم هلک وم.
زما پلار له سائنس سره بې کچه مينه لرله، د ده دا مينه له دې نه ښه معلومېدلى شوه چې يو خو يې د سائنس ښه پراخه مطالعه لرله او بل دا چې د خپل زوى ( زما ) له پاره يې هم دا موضوع غوره کړه، چې د هغه خپله هم له داسې څېزونو سره مينه زياته وه چې هېڅ مالي ګټه به يې نه لرله. خو کوم اميدونه چې ده په ما پورې تړلي وو هغه هېڅکله هم پوره نه شول. که څه هم زه ناپوهه او کند ذهنه نه وم خو يو بې پروا زده کونکى وم، له رياضي او طبعياتو سره مې بېخي نه لګېدله. خو د سائنکيريز (Sienkarez) له پاروونکي تاريخي ناول جلسيرن (Juleserne) اود (James Fenimore) له ليکلو تاريخي کيسو او اشعارو سره مې زښته زياته مينه وه، د جذب او برېښنا عجائبات زما له پاره له لاطيني او يوناني قواعدو نه په هېڅ توګه کم نه وو چې نه يې شول کولى په ما کې کوم ډول حس يا شعور پيدا کړي، د دې پايله داوه چې زه په ډېر مشکل سره په امتحان کې بريالى کېدم او يقيناً چې دا زما د پلار له پاره ډېره دردوونکې او د نااميدۍ خبره وه، خو کېدى شي په دې خبره بۀ يې يو څه زړه ډاډه کېده چې د جرمن او پولنډ له ادب او تاريخ سره زما په دلچسپي باندې زما استادان ډېر خوشاله او ډاډه وو.