درۍ خوندورې او ګټورې کيسې

هیوادپالنه
نادره او خورا اغېزمنه کیسه

کیسه کا یوه پاچا د یوه  ښار محاصره کولو په مهال د ښار اطراف کې خپلې لښکرې تم کړې، دوه جاسوسان یې ښار ته د دې له پاره ولیږل چې د سیمي نظامي او نور مختلف حالات ځان ته معلوم کړي.

جاسوسانو د ښار په څنډه کې یو سپينږيری پیدا کړ، له هغه سره یو زلموټی هلک هم و، هغه ته یې وویل: ته غریب سړی یې ستاسو د ښار معلومات که راکړې موږ به ډېر مال او دولت درکړو، لکه ستاسو د لښکر شمیر، ښار ته تللې مهمي لارې او نور..

بوډا ورته وویل: زه دا کار کوم، خو په یوه شرط، هغه دا چې لومړی باید دا زلمی ووژنئ، څو زما خبره رسوا نه کړي، جاسوسان خوشاله شول په هغه ځای یې د هغه هلک سر له تنې بېل کړ، د هلک په وژنه او بهاندو وینو د سپينږيري حالت سخت خراب شو او له سترګو یې د اوښکو ویالې روانې شوې.

جاسوسان سپیږیري ته په تعجب کې شول، خو هغه ورلنډه کړه: تاسو دا زلموټی پېژنئ؟! هغوی وویل: موږ یې څه پېژنو، دا به ته ښه پېژنې، د سپينږيري پرمخ اوښکې روانې وې او جاسوسانو ته یې وویل: دا زما زوی دی!! او دا کار ما ځکه وکړ چې زه وېریدم که تاسو ته زما د انکار په صورت کې تاسو ما د هغه په مخکي ووژنئ نو هغه به تاسو ته له وېري زما د هیواد په اړه کوم معلومات درکړي. نو دا مې ښه وبلله چې هغه دې زما مخکي ووژل شي خو چې تاسو ته زما د هیواد د یوې خبري جاسوسي هم ونه کړي!!

دواړه جاسوسان د بوډا غیرت، د هیواد مینې او هیواد پالنې ته هک حیران شول، وروسته بوډا د خپل زوی تنه په غیږ کې ونیوله او دوی له هغه ځایه بېرته ستانه شول، پاچا ته ورغلل او دا کیسه یې ورته وکړه، هغه سمدستي لښکرو ته امر وکړ چې هلئ ژر تر ژره  بېرته ستنیږئ او له دې ښاره غوږونه پناه کوئ، د کوم هیواد پلرونه چې له خپل هیواده د خپلو زړونو ټوټې او زامن قربانوي؛ هغوی سره موږ ډغره نشو وهلی او نه په هغو بریالي کیدلی شو.

خدای دې وکړي په کیسه مې پوه کړي وئ، نوره نو کیسه دومره سپینه او اغېزمنه ده چې وېریږم زما تبصره ستاسو د عبرت اخیستلو فکر کې خنډ نشي. نو ګرانو هیوادوالو ته د “هیواد پالنې” په “کمزورې متاع” غور په کار دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د جنت او جهنم بسونه
رښتینې او عجیبه کیسه

د اردن د الحکمت په روغتون کې بستر وم، څنګ ته مې یو ناروغ په ډېر بد حالت کې و، د هغه بدن ټول ټوکر ټوکر و، پښې یې ټولې پلستر شوې وې او په مختلفو هډوکو کې یې سیخان پېيل شوي وو، له ډېره درده یې سخت زګیروی کاوه او کله کله به یې له ډېرو دردونو چیغې وهلې. ما به له ځانه سره ویل کیدی شي سخت ټکر یې کړی وي او با هم شاید په اور سوی وي. او د هغه په بده ورځ زه هم کړیدم.

لنډه دا چې د مازدیګر 4 بجې شوې، او د لیدنو او ملاقاتونو وخت پیل شو. دې وخت کې زه یوې خبري ته سخت په تعجب کې شوم، هغه دا چې دې ناروغ ته به چې هرڅوک پوښتنې ته راغی نو د وتلو په وخت به له خندا شین و، عجیبه وه هر څوک به چې ورته راغی او د هغه پردو ته به وردننه شو نو په لوړ اواز به یې خندا پیل کړه. زما تعجب او اندیښنه زیاته شوه او له ځانه سره مې وویل چې دا حالت به خامخا ځان ته معلوموم.

کله چې د ملاقات وخت ختم شو سمدستي ورغلم، له روغبړ او دعا وروسته مې توکل کړل او.ورته ومې ویل: څه وجه وه چې ستا هر ليدونکي به درته خندل او بیرته به چې روان و هم لا به یې خندل، هغه راته وخندل، ول ته ولې زموږ په خندا حسد کوې؟ ما ورته وویل: نه نه کاکا جانه خدای دې نه کړي زه هیڅکله حسد نه کوم، زه تعجب کوم چې ستا دا سخت حالت او د هغوی دومره خندا!!، دا وجه راته ووایه. هغه راته کړه ولې نه، نو راته غوږ شه.

ده راته ویل: زما کور د یوې ودانۍ په دویم چت کې دی، زما په خپله خونه کې یوه کړکۍ وه، د هغې خواته زما کټ و، زه به هلته ویده کیدم، او کله به چې ویده کیدم نو هغه کړکۍ به مې راته خلاصه کړه. یوه شپه په سخت ژور خوب ویده وم او خوب مې لید، هغه داسې چې د قیامت ورځ وي، او په یوه داسې ځای کې خلک رایوځای شوي وي لکه د بسونو تم ځای. هلته دوه ډوله پریمانه بسونه ولاړ وي، یعني د جنت بسونه او د جهنم بسونه!!

ناروغ د خپل خوب کیسه وغځوله: او هلته د دواړو بسونو خواته نارې وهل کیږي: فلانکی د فلاني زوی د جهنم بس ته، فلانکی د فلاني زوی د جنت بس ته، او اړوند خلک خپلو بسونو ته خیږي، په دې کې زما نوم هم یاد شو، زه هېښ شوم چې دا خو یې زما نوم واخیست! زه مې ټکان وخوړ چې کوم بس ته به مې خیږوي، راته وویل شول، ستا د بس نمبر 35 او د جنت بس دی. الحمد لله مې وویله او سخت خوشاله شوم.

په منډه د خپل بس پیدا کولو پسې روان شوم او پیدا مې کړ، په هغه لیکلي و: 35 نمبر، بس ته وختلم او بس روان شو، هغه بیخي تیز روان و، لیږ وروسته لوحه مخته راغله په هغه لیکلي و: ( جنت 50 كيلومتر) او ( جهنم 100 كيلومتر)، په نارامي سره مې لوحو ته کتل، عجیبه وه جنت ته له ګرځيدلي څرک نه تیر شوو، مال شاید بله لاره به ورګرځېدلې وي، خو لیږ وروسته مې لوحه ولیدله چې پرې لیکلي و: جهنم 15 كيلومتره! او ؛ه وخت وروسته بله وحه راغله په هغه لیکلي و: جهنم: 10 کیلومتره!!

د بس خلکو ته مې وویل: وه خلکو! دا موږ چرته روان یو! خو زما د خبرو په کیسه کې څوک نه و، ټول چوپ ناست وو، په بس کې یو زه ناارامه وم، اخیر ډریور ته ورغلم، مال وه سړیه ته چرته روان یې؟؟ هغه پرته له دې چز راته وګوري راته کړه یې: ښاغلیه جهنم ته! مال وه سړیه! زه خو جنتي یم ته مې جهنم ته وړې؟!! هغه مخ راواړوه، داسې شکل یې و لکه د ابلیس، مال وه ظالمه ! زه جنتي یم تا جهنم ته روان کړی یم ولې؟؟ مال په الله قسم لیږ مخکي یې ماته هلته وویل چې ته 35 نمبر بس ته وخیږه، د جنت بس ته. پرې چیغه مې کړه مال ودریږه، او دا چیغه مې تکراروله، هغه له خندا راته شین شو ول: کم عقله د دې بس نمبر 53 ده. ما هلته له ډېرې خوشالي د 35 او 53 توپیر نه کړی او 53 همدا بس د جهنم بس و.

ډریور ته مې وویل: ښه نو ودریږه چې زه ښکته شم، زه خو جنتي یم، ما سمدستي همدلته ښکته کړه، هغه راته وویل: په الله قسم دا بس دلته نه دریږي دا په ځانګړې کمپیوتري سیسټم عیار دی دا به د جهنم په منځ کې بریک کیږي! که ته غواړې ښکته شې نو له کرکۍ ټوپ کړه، په بس کې مې منډه کړه، کړکۍ مې ژر ژر خلاصه کړه، یوه رڼايې مې ولیدله او ټوپ مې کړ، نور مې هیڅ ونه لیدل او نه په ځان پوه شوی یم، ایله دلته په روغتون کې رابیدار شوم، ما په خوب کې هغه د کور د خونې له کړکۍ ټوپ وهلی و.

دا کیسه رښتینې ده، دلچسپه هم ده او خندوونکې هم، خو له کیسې وروسته او له کړسنده خندا وروسته دومره سوچ باید وکړو او خپلو عملونو ته ځیر شو چې په هغه ورځ به موږ په کوم بس کې سپریږو، د جنت په بس کې او که د جهنم په بس کې؟! العیاذ بالله
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګېډورو وروڼو ته مسئلې او مشورې

مجلس کې یوه ملګري د ورزش په اړه درنه خبره وکړه، ول یوه ماهر ورزشکار ویلي دي: که موږ یواځې خپل ورځنی خدمت پخپله وکړو نو ښه ورزش به مو کړی وي. زما ذهن ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او یو مبارک حدیث راغی، هغه به کور کې آن له کوروالو سره هم د کور په کار کې مرسته کوله او بل یې دا مبارک ارشاد فرمايلي دی، چې د ابو ذر رضي الله عنه په کیسه کې یې سره لولو.

ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وروغوښتلم، راته کړه یې: بیعت راسره کوې، ستا له پاره به جنت وي؟ ما ورته وویل: هو، نو لاس مې وروغځاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم د بیعت شرطونه راته بیانول او راته ویې وویل: له خلکو هیڅ شی مه غواړه، ما ورته وویل: سمه ده. هغه وویل: آن تازينه دې که ولویدله، پخپل ورکوز شه او دروایې خله. عَنْ أَبِي ذَرٍّ ، قَالَ : دَعَانِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، فَقَالَ : هَلْ لَكَ فِي بَيْعَةٍ وَلَكَ الْجَنَّةُ ؟ ” ، قُلْتُ : نَعَمْ ، فَبَسَطْتُ يَدِي ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، وَهُوَ يَشْتَرِطُ عَلَيَّ : ” لا تَسْأَلِ النَّاسَ شَيْئًا ” ، قُلْتُ : نَعَمْ ، قَالَ : ” وَلا سَوْطَكَ إِنْ سَقَطَ مِنْكَ ، حَتَّى تَنْزِلَ فَتَأْخُذَهُ. رواه أحمد

موږ کورونو کې په ښځو، کشرانو او ماشومانو سخت پیاوړي یو، د ناستې په ځای پوري کلک نښتي یو، د یوه میتر فاصله کې پراته شي ته له مهمه کاره بل څوک راغواړو خو خپله د اړخ بدلولو زحمت هم نه کوو، او د دې سستي او تنبلي په بدل کې، په میرمنو او ماشومانو د زیاتو امرونو د ازار په سزا کې ځکه د اکثره يارانو ګیډې راوتلې او پړسیدلې دي، یقینا د ګیډې لويېدل ستر عذاب دی، هسې خو ګیډه په تدریجي توګه لویېږي نو د سختي او تعذیب احساس یې کم وي او انسان ورسره نورمال شوی غوندې وي، که فرضا یو چا ته ناڅاپه لویه ګیډه وروتړل شي فکر کوم له سختي او عذابه به یې سمې کړیکي پورته شي.

نبوي سیرت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د شخصي ژوند  او دې لوړ حدیث په رڼا کې د ژوند خورا مهمې او ګټورې لارښوونې ترلاسه کولی شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ابو ذر رضي الله عنه ته فرمایي:  ” لا تَسْأَلِ النَّاسَ شَيْئًا ” يعني له خلکو هیڅ شی مه غواړه. د اوو قاريانو یوه په اړه مې یو ځای لیدلي و چې آن ځان ته به یې د څښلو اوبه هم پخپله راخیستلې، چا ورته وویل: تاسو ولې بل چا ته امر نه کوئ؟! هغه ورته وویل: زما د قرانکریم شاګردان بیخي زیات دي، نو که چا ته امر وکړم کیدی شي کوم شاګرد مې هم په کې راشي او بیا به مې د قران ښوونې ثواب کې خلل پیدا شي!.

  درنو ګېډورو وروڼو ته د ګېډې له تعذیب او بدرنګي نه د ځان خلاصولو له پاره همدا ښه لاره ده چې خپل ورځني کارونه پخپله وکړي، او په دې توګه به یې ښه ورزش هم کړی وي، په دې نبوي حدیث به یې عمل هم کړی وي، په کوروالو به یې ځان هم ګران کړی وي. د ګېډې له ګڼ شمیر صحي، فزیکي او ټولنیزو ستونزو سره د هغې بدښکاریدل هم لویه ستونزه ده. د انسان ستره ښکلا د هغه مسقیم القامة شکل دی، او ګیډه د قد  استقامت او سیخوالی تقریبا له منځه وړي، نو درانه ګېډور وروڼه دې دې مشورو او مسئلو ته متوجه اوسي.

image

خپل قلم ته مې وصیت کړی چې د ضمیر مخالفت به مې نه کوې

أضف تعليق