د مکې لاره (نهمه برخه)

د ژورنالېزم په ډګر کې

       زما په ناارامۍ کې په پرلپسې توګه زياتوالى را روان وو، تر دې پورې چې په پوهنتون کې زده کړو ته دوام ورکول هم ډېر راته مشکل و، چې بالاخر مې له پوهنتون سره خداى پاماني وکړه او د ژورنالېزم په ډګر کې مې د بخت ازمويلو پرېکړه وکړه، زما پلار زما د دې پرېکړې سخت مخالفت وکړ او د خپل نظر په اړه يې ډېر وزني او معقول دلايل وړاندې کړل، خو ما ونه شواى کړاى هغه مهال يې منلو ته تيار شم، يوه خبره هغه دا وکړه چې د ژورناليزم ډګر ته راتګ نه مخکې دا يقين کول په کار دي چې آيازه ليکنيز او تحريري کار کولى شم او که نه؟ بيا له يو څه تېزو خبرو وروسته هغه وويل: په هر صورت د ډاکټري سند هېڅوک هم له يوه بريالي ليکوال او اديب کېدلو نه نه دى ګرځولى، د ده دا خبره ډېره معقوله وه، خو زه ځوان وم، حوصله مې لرله، او ډېر ناارامه وم. کله چې پوهه شوم چې دى له خپل نظر نه په هېڅ ډول نه تېريږي نو زما له پاره له دې پرته بله چاره نه وه پاتې چې له خپل فکر سره سم د خپل ژوند سفر پيل کړم او همداسې وشول، د چا له خبرولو پرته مې د ( ١٩٢٠ عـ ) کال په اوړي کې ويانا پرېښودله او د پراګ په رېل ګاډي کې سپور شوم.

        هغه مهال زما ټوله شتمني د هېرې يوه ګوته وه چې له مور نه مې په ميراث کې راته پاتې شوې وه او د هغې په مړينه يو کال تېر شوى و. ما هغه ګوتمۍ د پراګ د يوې ادبي قهوه خانې د يوه کارکوونکي په لاس وپلورله، غالب ګومان دا دی چې په دې سودا کې زه تاواني شوى وم خو هغه مهال چې د هغې په بدل کې کومه بيه زما لاس ته راغله هغه بېخي ډېر دولت و. له دې وروسته زه برلين ته روان شوم ، هورې زه  د ويانا ځينې ملګرو د اديبانو او هنرمندانو هغې ساحرې کړۍ ته ورسولم چې د (Cale Des Westerms) په نامه په يوه لرغوني کافي هاوس کې يوځاى وو.

     هغه وخت زه پوهه شوم چې بايد د چا له مرستې پرته خپله لاره په خپله وباسم ، د کوروالو ته مې هم د مرستې تمه نه کېده، څو مياشتې وروسته چې زما د پلار غوسه يوڅه سړه شوه، نو په يوه ليک کې يې راته وليکل:  زه ګومان کوم چې ته به د دې صحرا پل کولو په لاره کې په کوم غار کې لوېږې او ورکېږې به! ما په ځواب کې ورته وليکل چې: زما هدف هغه لوړې څوکې دي چې زه ورته رسېدل غواړم. زه نه پوهېدم چې دې دنګو څوکو ته څه ډول لاره پيدا کړم؟ خو ما بايد ليکنې کړې واى او زه په دې يقين وم چې د ادب نړۍ په پرانستې غېږ زما انتظار کوي.

زمولوونکې ربړې

    څو مياشتې وروسته زما پانګه! هم ختمه شوه، نو ما د کار پيدا کولو نيت وکړ، د يوه داسې ځوان په حيث چې په سينه کې يې د ژورنالېزم هيلې په ټوپو وي، تر ټولو لومړى له يوې لويې ورځپاڼې سره د اړيکو ټينګولو په هڅه کې شوم، خو داسې پوهه شوم چې هغوى زما منلو ته تيار نه وو. ما ته په ناڅاپي توګه دا انکشاف نه شو ترلاسه، څو اونۍ ما د برلین لارې په پلي پښو پل کړې، ځکه د تنګلاسۍ له کبله زما له پاره په موټر يا ټرين کې سفر کول ناشوني و، ډېر ځله مې د ورځپاڼو د لوړ رتبه چلوونکو او ټيټ پوړو مسئولينو له سپکاوي ډکې مرکې زغملي دي.

      هغه مهال ماته اندازه ولګېده چې زما په څېر سړى چې يوه کرښه ليکنه يې لا نه ده چاپ شوې د يوې ورځپاڼې په دربار کې منل کېدل يواځې د يوې معجزې په توګه کېدلى شي. معجزه خو بېخي پېښه نه شوه، خو په لوږو او ستړياوو ښه روږدى شوم، داسې هم پېښه شوې چې څو اونۍ مې يواځې په چاى باندې ګذاره کړې، هوکې! د کور څښتنې به سهار مهال دوه ډوډۍ راکولې ، زما د قهوه خانې ليکوالو ملګرو هم چې د علم او پوهې دعوه دار هم وو  زما له پاره هېڅ ونه کړل، ځکه د هغوى حالاتوهم زما له وضعې سره څومره توپير نه لاره. هغوى هم هره ورځ دهلاکت د سوړي په لور خوځېدل. د خپل غرور د خوندي ساتلو له پاره به يې کوم يو تخليق ( ليکنه يا کوم انځور) وپلوره، يوه غونډه به يې برابره کړه او ماته به يې هم په دې بېړنۍ مېلمستيا کې د ګډون بلنه راکړه.

      کله به کوم لار ورکي شتمن مونږ (د فکر خاوندان) خپلې ماڼۍ ته ور وبللو، کله به چې مونږ د ماهي اچار (Caviar) په خپلو تشو معدو کې تخته کاوه هغه به په حيرت او تعجب سره راته کتل، د دې مېلمستيا په بدل کې به مونږ د کوربه په مخکې خپله وړتيا او د خبرو چالاکي څرګندوله. او د (روڼ اندي) حقائق او تفصيلات به مو بيانول. خو داسې مېلمستياوې او غونډې به ډېرې کمې رامنځته کېدلې. زيات وخت به مونږ له لوږې سره لاس او ګرېوان وو، د شپې په خوب کې به مې سرې کړې غوښې، پراټې او د خوند خواړه ليدل.

    څو ځله مې نيت وکړ چې پلار ته په دې لړ کې د مرستې له پاره يو ليک ولېږم او زما پوره  يقين و چې هغه به له ماسره مرسته کوي، خو هر ځل به زما غرور د دې کار په مخکې خنډ شو او ورته وبه مې ليکل چې زه په ډېره مناسبه تنخوا يو ځاى کار کوم.

     آخر مې قسمت ليږ بيدار شو، له مورنو (F.W. Murnau) سره مې وليدل. مورنو هغه څوک دى چې هغه مهال يې د فلم د پروډوسر په حيث د شهرت او پرمختګ پړاوونه وهل، له دې وروسته بيا هالي وډ د مورنو شهرت نور هم زيات کړ او څو کاله وروسته د ده ناڅاپي مړينې هر څه پاى ته ورسول. مورنو د خپلې بې تکلفۍ، خوش طبيعتي او جذباتو له کبله په خپلو ملګرو ډېر ګران و. دا ځوان ( ليکوال ځان ښيي ) چې په ډېره مينه او ناارامۍ سره يې په خپله آينده کې سترګې ټومبلي وې؛ له مورنو سره په دې ليدنه ډېر زيات خوشاله شو. ده له مانه وپوښتل چې آيا په دې نوي فلم کې چې په نږدې راتلونکې کې يې کار پيل کېږي له ماسره کار کولوته چمتو يې؟ که څه هم دا کار د لنډې مودې له پاره و خو ما محسوسه کړه چې ما ته د آسمان دروازې پرانستل شوې. ما په ترهېدلي غږ ورته وويل: هوکې صيب! زه تيار يم.

      دوه مياشتې مې د روزي له فکره بې پروا د ده د مرستيال په توګه په خوشالۍ سره تېرې کړې. زه په دې نويو تجربو او معلوماتو کې سر تر پښو ډوب وم، چې په ژوند کې د لومړي ځل له پاره ورسره مخ شوى وم او هغه مهال زما په خپل ځان باندې وېسا او باور ډېر زيات شو کله چې د فلم اتلې (چې يوه نامتو او ښکلې هنرمنده وه) د يوه ځوان مرستيال شوخي وزغمله ، کله چې د فلم کار پاى ته ورسېده او مورنو د يوه بل کار ترسره کولو له پاره يوه باندني هيواد ته ولاړ ماله هغه نه اجازه وغوښتله، اوس زه يو څه ډاډه شوى وم چې نورې مې منحوسې او تورې شپې مخ په ختمېدو دي.

  
  له دې نه څه موده وروسته ما ته زما يوه نږدې ملګري انتون کوه (Antonkuh) بلنه راکړه چې د يوه فلم د سيناريو په ليکلو کې ګډ کار ورسره وکړم. انتون په ويانا کې د يوې ورځپاڼې ليکونکى و او اوس په برلين کې په ډرامه کې د ناقد په توګه راښکاره شوى و او  د فلم د سيناريو د ليکلو کار هم ده ته سپارل شوى و. ما په ډېره مينه سره د هغه بلنه ومنله او د ډرامې د متن (Script) په تيارولو کې مې ډېره په شوق سره برخه واخيستله او مزدوري يې ما او انتون کوه يو برابر سره ووېشله. بيا مو د فلم په نړۍ کې د ګام کېښودلو په خوښي کې د برلین په يوه خورا لوکس هوټل کې يوه ښائسته مېلمستيا تياره کړه. چې کله بِیل راغى پته ولګېده چې څومره پيسې مو ګټلې وې. تقريباً هغه ټولې په فرانسوي شرابو، د کب په اچارو او بحري ملخ، په کورمه ( Lobster)(يو ډول کوچنى کب دى)  باندې لګېدلې وې.

     خو زمونږ نصيب ښه و، سمدستي مو ديوې بلې سيناريو ليکل پيل کړل. د دې کيسې اتل بلزاک و، په کومه ورځ چې کيسه پوره شوه، په هماغه ورځ يې خريدار هم پيدا شو، خو دا ځل مو يوڅه له احتياط نه کار واخيست او د دې برياليتوب په اړه مو غونډه نه کړه جوړه. بلکې د دې په ځاى زه د رخصتيو په موخه د (Bavarian) ساحلونو ته ولاړم. چې هورې مې څو اونۍ تېرې کړې. د ټولې منځنۍ اروپا په ښارونو کې وګرځېدم. ګڼ شمېر کارونه مې وکړل. د ډول ډول لنډ مهاليزو کارونو تجربه مې ترلاسه کړه. آخر يو کال وروسته د ژورنالېزم نړۍ ته په ننوتلو بريالى شوم.

image

خپل قلم ته مې وصیت کړی چې د ضمیر مخالفت به مې نه کوې

أضف تعليق