شندلې ملغلري

زما د فېسبوک لیکني

ایا یوسف علیه السلام واده کړی و؟

مؤرخینو او مفسرينو لیکلي دي چې د مصر د پاچا له هغې ښځې سره یوسف علیه السلام واده کړی و چې ځواني او غلامي کې یې له ده نه جبراً د زنا غوښتنه کړې وه. او دا هغه مهال چې هغې توبه وایستله او ویل کیږي له هغې نه یې دوه اولادونه هم شوي وو.
محمد بن إسحاق رحمه الله روایت کوي چې کله یوسف علیه السلام د مصر پاچا ته وويل: &د هيواد خزانې ما ته وسپاره، زه ساتونكى هم يم او عالم هم.& اجْعَلْنِى عَلٰى خَزَآئِنِ الْأَرْضِ ۖ إِنِّى حَفِيظٌ عَلِيمٌ[سُوۡرَةُ یُوسُف : 55]. پاچا ورته وویل: سمه ده، ته مې د هیواد د خزانو مسؤل وټاکلې.
ویل کیږي مخکي د مصر د مالي چارو او خزانو مسؤلیت د &اطفیر& نومي کس په لاس کې و، هغه یې لیري کړ او یوسف علیه السلام د هغه پر ځای وټاکل شو. قرانکریم وایي: وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِى الْأَرْضِ يَتَبَوَّأُ مِنْهَا حَيْثُ يَشَآءُ ۚ. په دې توګه موږ په هغه هيواد کښي د يوسف (علیه السلام) لپاره د حاكميت لاره هواره کړه. د هغه خوښه وه چي په هغه (هيواد) کښي چي چيري یې غوښتل ځان ته ځاى جوړ کړي.
په دې شپو کې اطفیر مړ شو، او د مصر پاچا الریان بن الولید یوسف علیه السلام ته د اطفیر ښځه: &راعیل&* په نکاح کړه، کله چې له هغې سره یو ځای شو ورته ویې ویل: ایا دا ستا له هغه ناروا غوښتنې نه ښه نه ده؟ هغې ورته وویل: اې رښتینیه! ما مه ملامتوه، لکه ته مې چې وینې زه دومره ځوانه او ښایسته ښځه یم، د پاچهي په نعمتونو کې رالویه شوې یم، او زما خاوند له ښځو سره نږدیوالی نسوي کولی، یعني نارینه توب یې ختم و، او ته هم خورا زیات ښکلی او زما لاس ته لوېدلی وې، نو ځکه مې نفس غلبه راباندې وکړه.
مؤرخين لیکي چې یوسف علیه السلام هغه پېغله وموندله، یعني هغه خپلو خبرو کې رښتینې وه، له هغې نه د یوسف علیه السلام دوه اولادونه پیدا شول: أفرائيم بن يوسف او ميشا بن يوسف، د افرائیم یو زوی پیدا شو، &نون& نومیدی چې د یوشع بن نون پلار و، او یوه یې لور پیدا شوه، چې &رحمة& نومیده، او وروسته بیا ایوب علیه السلام په نکاح کړه.
دا معلومات ابن أبي حاتم پخپل تفسير کې راخیستې دي: (7/2161)، او الطبري په & جامع البيان&: (16/151) کې، دواړو له ابن اسحاق نه راخیستې دي. دا راز له مشهور تابعي زيد بن أسلم رحمه الله، او د اسرائیلیاتو مشهور راوي وهب بن منبه نه امام السيوطي په & الدر المنثور & (4/553) کې رانقل کړي دي.
مهمه یادونه: د محمد بن اسحاق روایتونه د زاړه تاریخ کیسې دي، متصل او کره سند نه لري، غالب ګومان دا دی چې د اهل کتابو له علماو روایت شوي دي، او د هغو د روایاتو په اړه زموږ دریځ دا دی چې نه یې منلی شو او نه یې دروغ بللی شو، فقط د یوې کیسې په توګه یې رااخلو او د حال حقیقت الله جل جلاله ته سپارو. او باید ووایو چې دا کیسې او تفصيلات له دین او د دین له اهمیاتو سره کومه اړیکه نه لري، نو ځکه په دې اړه قرانکریم هم څه نه دې ویلي او نه په دې اړه په صحي حدیثو کې څه راغلي دي.
* راعیل یې نوم او زُلَیخا یې لقب و.
.
.
.
.
.

د اوداسه شک او علاج یې

رسول الله ﷺ فرمايي: د اوداسه شیطان شته، &ولهان& ورته وایي، له ده نه ځانونه وژغورئ. عَنْ أُبَيِّ بْنِ كَعْبٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : & لِلْوُضُوءِ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ : الْوَلَهَانُ ، فَاتَّقُوهُ&. رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ وَابْنُ مَاجَهْ.
&الوله& د زیاتې مینې له امله حیرانتیا ته وایي، نو الوله کې حیرانتیا وي او دا شیطان هم اودس کوونکی له حیرانتیا سره مخامخ کوي، که څه هم د حدیث سند کې کمزوري شته خو اوداسه کې د شک ناروغي ته یوه مهمه لارښوونه ده، اوداسه وغيره کې شک بېخونده ناروغي ده باید علاج یې وشي او علاج یې ډېر سخت نه دی، داسې شک چې مینځلي اندام کې به کوم ځای وچ پاته وي شرعاً اعتبار نه لري یو غړی دری ځله مينځل سنت او زیاتوالی د سنت مخالفت دی،
شک کوونکی باید د الله په امر او غوښتنه ځان پوهه کړي، قرانکریم او حدیثو کې راغلي چې دین کې تکلیف او زحمت نشته، قرانکریم وايي بنده د خپل وس په اندازه مکلف دی، لا یکلف الله مُسلم الا وسعها، او شکي انسان ځان په عذابوي او له خپله وسه لوی بوج باروي او دا د الله د امر مخالف ناروا او حرام کار دی.
په ځانګړې توګه شکي انسان وخت او اوبه مسرف کوي او د اوبو زیات مصرف حرام دی او بل له دی ځله زیات یو اندام مینځل هم ناروا دي، سعد بن وقاص رضي الله عنه اوداسه کې زیاتې اوبه مصرف کولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: داسې مکوه دا اسراف دی هغه ورته وویل: اوبو کې هم اسراف وي؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که د نهر په غاړه ناست وې هم د اوبو اسراف ناروا او حرام دی.
که فرضا شک سره کوم ځای وچ پاته شي او یقیني نه وي دا ستونزه نه لري په شک سره پوره اودس نه ماتيږي، که شک سره څوک لمانځه کې غلط شي سجده سهوه پرې نشته. شکي انسان ته شک ورلویدل له شیطانه دي او د شیطان دښمنی ضروري ده مثلا که اوداسه کې شک ورولویدی چې پښه مې پوره نه ده مینځلې له ځانه سره دې په قاطعیت سره ووايي چې بلکل مې مینځلې ده .
کله چې کوم شکي انسان اودس کوې یو پوهه او خواخوږی کس دې ورته کیني او د اوداسه په مهال دې دا خبرې ورته کوي، او څو څو ځله دې دا کار تکرار کړي یعني یو اندام چې دری ځله ومینخي ورته وایې دي نور بس کړه صیب، په حرامو اخته شوې او ورته وا زه یې وینم پښه مو پاکه ده او دا خبرې دې په موسکا او مینه ورته کوي. لایکلف الله نفسا الا وسعا. لا حرج في الدین. دا عبارات دې په عربي ورته وایي او تشریح کوي.
.
.
.
.
د مسلمان د ژوند خوندوره بېلګه

یو څوک له څو اولادونو سره کرایه کور کې اوسي، جیب کې د وچې ډوډۍ پیسې نه لري، د کور خاوند هم ورته وایي له کوره ووځه، د دې سړي حالت به طبعا سخت او دردوونکی وي. فرض کړئ ناڅاپه چا ورته وویل: د فلان خپلوان له میراثه تا ته سل 100 ملیونه پیسې وختلې، خو د میراث موضوع محکمه کې تر ویش او نورو اجرائاتو لاندې ده، پوره کال وروسته به ده ته خپل حق رسیږي، له هغه مخکي یوه پیسه هم نشي ترلاسه کولی. اوس راتلونکی کال د شتمني ترلاسه کولو په تمه د دې سړي دا یوکال ژوند که هر څومره په لاس تنګي کې وي خو خامخا به زیات خوشاله وي.
په دنیا کې د مسلمان ټول ژوند د دې سړي د یوه کال په څېر دی. یوه بوډا عرب دیني عالم نه خبریال په قسم سره پوښتنه وکړه: ایا ته نېکمرغه یې؟ هغه ورته وویل: زه لیږ نه، زیات نېکمرغه یم، ځکه مومن یم او که ښه عمل وکړم جنت ته به ځم، او د جنت وعدې ته په انتظار وخت کې که خامخا ستونزې او کړاوونه وي، زغمل یې اسانه او له هغو سره حتما ژوند نېکمرغه بللی شو. او بیا یې دا لوړ مثال بیان کړ چې الله زموږ سره د ښو وعده کړې ده: چا سره چې موږ ښه وعده کړې ده هغه به یې ترلاسه کوي. أَفَمَن وَعَدْنٰهُ وَعْدًا حَسَنًا فَهُوَ لٰقِيهِ. [سُوۡرَةُ القَصَص : 61]
.
.
.
.
ترکان

ترکیه کې د انقلاب له پېښې وروسته د ترکي لیرې نرخ ډېر ولويده. له یوه خبر سره سم د ترکي لیرې د تقویې په نیت ترک تجارو تقریباً 8 ملیارد ډالره په لیرو بدل کړي او د خپل هیواد په بنکونو کې یې ایښې دي! ویښ ولسونه د هیواد له ګټو خپلې شخصي ګټي قربانوي.
.
.
.
.

انتظار

که ناوکۍ، وګۍ، کبلۍ یا لیونی، سپېلنی لرګی وغيره الفاظ یوه کتار کې لاندې باندې ولیکم او د هر یوه سر ته څو جملې سره تخته کړم ته وا د ګذارې شعر به ساز نه کړم؟ مال نو دا ځیني شاعران خو همدا چل کوي .. نو کومې ورځې ته ګورې، تیار شاعر یې.. شعر ولې نه لیکې؟! ول څو شعرونه خو مې لیکلي دي، مال د فېسبوک منبر یې مناسبه موکه! ده دا سبا یې پوسټ کړه او لومړی واه واه زما در کمنټ بوله ..
انتظار کوئ .. 🙂
.
.
.
.

هوډ

مولانا رضي الله البداوني رحمه الله په هند کې د پرنګيانو پر خلاف د کال: ۱۸۵۷م پاڅون کې د ګډون په تور ونیول شو، اتفاقا د هغې سیمې والي د مولانا شاګرد وخوت، هغه خپلو نږدې ملګرو ته وویل: چې مولا پوه کړئ انکار دې وکړي، زه یې خلاصوم، خو مولانا انکار وکړ او ویې ویل زه د پاڅون ګډونوال وم څنګه انکار وکړم! والي مجبور شو د اعدام حکم یې پرې وکړ، کله چې د اعدام کولو ځای ته راوستل شو والي وژړل او بیا یې ورته وویل: که دا اوس هم انکار وکړې زه به کوښښ وکړم او خلاص به دې کړم، مولانا ورته غوسه شو، او ورته ویې ویل: ته غواړې زه خپل جهاد په دروغو ضایع کړم؟! ما د پرنګیانو پر خلاف پاڅون کړی، ستاسو چې څه زړه غواړي هغه وکړئ، او اعدام کړل شو..
.
.
.
.
د علم فضیلت
امام مالک بن انس رحمه الله ته ځیني زاهدانو په پوره ټینګار ولیکل چې باید د عبادت له پاره له خلکو ګوښه شي، هغه په ځواب کې ورته ولیکل: لکه څنګه چې الله روزي ويشلې ده همداسې یې عملونه هم ويشلي دي، ځیني خلک لمانځه کې ډېر تکړه وي نورو کې هغومره نه وي، ځیني په خيراتونو او صدقو کې تکړه وي نورو عملونو کې هغومره نه وي، ځیني جهاد کې لاسبري وي، ځیني د علم په خپرولو کې او .. ما د ځان له پاره د علم خپرول غوره کړي دي او په دې راضي یم. او دا تر ټولو ښو عملونو غوره بولم، او تاسو چې په څه بوخت يئ له هغه هیڅکله کم نه دی، او امید لرم چې موږ او تاسو ټول د خیر او نیکي په لاره روان یو. سیر الأعلام النبلاء، التمهيد لابن عبد البر 
بناءً د دین او خیر د مختلفو لارو فعالان باید د یوه بل بوختیا ته درنښت او احترام ولري
.
.
.
.
د عمر وصیت
عمر بن الخطاب رضي الله عنه خپل والي ته ولیکل: لاسونه دې د مسلمانانو له ویني پاک لره، ګېډه دې د هغوی له مالونو پاکه لره، او ژبه دې د هغوی په اړه له بدو خبرو ساته، کله چې دا وکړې نو تا ته هیڅوک څه نشي ویلی. إِنَّمَا السَّبِيلُ عَلَى الَّذِينَ يَظْلِمُونَ النَّاسَ وَيَبْغُونَ فِى الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ ۚ. [سُوۡرَةُ الشّوریٰ : 42]. د پړې وړ خو هغه كسان دي چي پر نورو ظلم كوي او په ځمکه کښي په ناحقه تېرى كوي. د دغه راز خلكو لپاره دردناك عذاب دى. خلية الأولیاء: ۳۰۷/۵
.
.
.
.

د عمر لښته

صبیغ بن عسل الحنظلي په نوم یو کس مدینې ته ورغی او د قرانکریم د متشابهاتو په اړه یې له خلکو پوښتنې کولې، عمر بن الخطاب رضي الله عنه وروغوښت، او د کجوري لښتې یې سر ته ورته کش کړي چې څو یې وواهه او سر یې خوږ شو ویې ویل: امیر المؤمنین! نور بس ده، سر کې مې چې کوم شکونه او جنجالونه وو هغه ختم شول. تمييز الصحابة لابن حجر
.
.
.
.

کارل مارکس

کارل ماركس [ka:ɐ̯l ˈhaɪnʀɪç ˈma:ɐ̯ks]، (1883/1818م) د خپل ژوند وروستي 25 کاله داسې تېر کړل چې په لندن کې به سهار ترټولو مخکي د برټش لایبریري کتابخانې ته ننوت او ماښام به ترټولو وروسته راووت!
.
.
.
.
رښتینی سیاستوال!

یوه هدیره کې روان وم، د یوه قبر په لوحه لیکلي و: دلته یو رښتيني انسان او ستر سیاسي مشر په ابدي خوب ویده دی، زه هک حیران پاتې شوم! چې دوه کسان ولې په یوه قبر کې دفن شوي دي. 
.
.
.
.
.
د اخرت نښه

د رسول الله ﷺ یوه حدیث کې د اخرت نښې بیان شوې دي یوه یې دا سې ده چې هغو وختونو کې به سپک، ناپوه، فاسق او چټي سړی د عامو خلکو د پریکړو او سرنوشت په اړه خبرې کوي. وَيَنْطِقُ فِيهِنَّ الرُّوَيْبِضَةُ » . رواه الحاكم في المستدرك (4/465).
.
.
.
.
د قرانکریم اعجاز

قرانکریم کې مور او پلار په &الوالدین& او &الأبوین& سره یاد شوي دي، او د دواړو یادولو کې د دواړو د معنا دقیق توپیر پوره مراعت شوی دی، توپیر یې دا دی چې الأبوین د الأب تثنیه ده، یعني دوه پلرونه چې مراد مور و پلار دي. او دا لفظ پلار ته زیات تمایل څرګندوي، او په الوالدین کې چې د الوالد تثنیه ده مور ته تمایل زیات ده، ځکه ولادت د مور دنده ده. اوس راځو د قرانکریم حکیمانه اسلوب ته، قرانکریم کې یواځې د میراث په موضوع کې مور او پلار په الأبوین سره یاد شوي، ځکه هلته د پلار ونډه زیاته وي او مور و پلار سره د ښېګڼې او احسان ټولو ځایونو کې په الوالدین سره یاد شوي دي، ځکه په دې اړه مور مخته ده. په بېلګو سره د موضوع ښه وضاحت به په اوږده لیکنه کې کوم إن شاء الله تعالى
.
.
.
.

پردی علم

فرضاً که یو پرنګي محصل کابل پوهنتون کې درس وایي، او استاد یې ورته ووایي چې په برتانوي استعمار یا د برتانیې په کوم اتل څو مخه لیکنه وکړه، څه فکر کوئ هغه به زموږ کتابخانو کې مأخذونه لټوي او که به له خپلو مأخذونو ګټه اخلي؟ طبعاً هغه به خپل مأخذونه لټوي، هغه لیونی نه دی چې د دښمن په معلوماتو باور وکړي. اوس راځو د ختیځ ځیني هغو ځوانانو ته چې غرب کې یې زده کړې کړې دي او اسلام کې شکونه لري یا د الحاد په رنځ اخته دي، د اسلام په اړه د دوی معلومات د مستشرقینو په لیکنو ولاړ دي، نو مستشرقینو نه به د اسلام په اړه له شکونو پرته بل هیڅ شی زده نه کړي. که دوی د مطلق علمي حقایقو معلومولو په اړه رښتیني وی د اسلام په اړه به یې له خپلو اصلي مأخذونو معلومات ترلاسه کول.
.
.
.
.

د مستشرقینو د منافقت یوه بېلګه 
مسشرقینو د اسلامي تاریخ په سترو شخصیتونو کې خامخا خپل منافقت ښکاره کړی او د هغوی د بدنامه کولو په اړه یې له دجل او منافقته کار اخیستی. لکه د عباسي خلیفه هارون الرشید د اسراف او بد خرڅي په اړه یې یو ځای لیکلي: د هغه په دسترخان به د یوه کوچني لوښي خوړو قیمت دوه سوه درهمه و! اوس دا کیسه دوی همدومره راخیستې ده او اصلاً دا کیسه مشهور مسلمان مؤرخ المسعودي داسې راخیستې ده:
هارون الرشید د خپل ماما کره میلمه شو، هغه مختلف خوراکونه ورته تیار کړل، په دسترخوان یوه کوچني لوښې کې وړه وړه غوښه ایښې وه ده پوښتنه وکړه دا د څه شي غوښه ده؟ اشپز ورته وویل: دا غوښه نه ده، دا د ماهي ژبې دي! چې د قیمت پوښتنه یې وکړه، اشپز وویل: دوه سوه درهمه! هارون الرشید ورته وویل: دا لوښی واخله، بهر چې اول محتاج کس مخته درغی هغه ته یې ورکړه، او له خپله جیبه یې دوه سوه درهمه هم ورکړل، چې دا هم ورسره ورکړه ځکه دا تاوان زما له پاره شوی و.اوس دې کیسه کې حقیقت او د مستشرق منافقت ته وګورئ!
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
مسکین ته خیرات او صدقه ورکول یو خیرات او صدقه ده، او خپلوان ته خیرات ورکول دوه (د ثواب کارونه) دي: خیرات او خپلوي پالنه. قال صلى الله عليه وسلم: الصدقة على المسكين صدقة وهي على ذي الرحم اثنتان: صدقة وصلة. [رواه الترمذي]
حدیث کې لومړی خپلوانو ته د خیرات او صدقه ورکولو هڅونه شوې ده، خپلوي پالنه خورا مهم شرعي اصل دی، یوه بل حدیث کې راغلي چې خپلوي پالنه ټولو امتونو کې هر پیغمبر د خپل امت له پاره لازمي بللې ده. خپلوي پالنه د ښې او مهذبې ټولنې له پاره لومړی ګام دی، که خپلوان خپلو کې سره ښه او خواږه شي د ټولنې ټولو وګړو ته دا غوره اړیکي غځیږي او ټولیزه اصلاح رامنځته کيږي.
.
.
.
.

د قدر ورځ!
امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله وایې : امام الشعبي رحمه الله ویلې دي چې د قدر دشپې ورځ هم د شپې په څیر ده . قال ابن رجب: قال الشعبي في ليلة القدر&ليلها كنهارها& [لطائف المعارف]. یعني د قدر شپې په عبادت چې څومره ډیر اجر او ثواب ده په ورځ کې یې هم دعبادت اجر هدومره زیات ده.
قران کریم د قدر شپه له زرو میاشتو غوره بللې ده (لیلة القدر خیر من الف شهر) او میاشت خو له شپو او ورځو جوړه ده نو د قدر دشپې هم شپه او ورځ دواړه غوره دي . په موږ کې د قدر د شپې نوم دا تیروتنه رامنځته کړې ده چې یواځې د شپې عبادت یې غوره بولو، اصلا د قدر ورځ هم  د شپې هومره غوره ه .
.
.
.
.

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما به چې په درس ستړی شو، شاګردانو ته به یې وویل: تاسو د کوم شاعر دیوان راکړئ. مفتاح دار السعاده: ۲۳/۱. اوس که په کومه بوختیا ستړي کیدلئ د څو دقیقو له پاره فېسبوک خلاصوئ، او که په فېسبوک ستړي کیدلئ بیا د ځان د علاج په فکر کې شئ.
.
.
.
.
استاد خپه کول
استاد خپه کول د علم برکت له منځه وړي. او د استاد احترام دومره زیات دی چې کله یې شاګرد کور ته ورشي باید دروازه ورونه ټکوي، بلکي د هغه تر راوتلو دې انتظار کوي. دا خبره علماو له دې ایت نه راخیستې ده: وَلَوْ أَنَّهُمْ صَبَرُوا حَتّٰى تَخْرُجَ إِلَيْهِمْ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُمْ ۚ. [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 5]. كه هغوی ستا تر وتلو پوري صبر کړی واى، نو د همغو لپاره بهتره وه.مفتاح السعاده لــطاش کبری زاده.
.
.
.

.

د (ضمیر) محکمه ډېره کمه دايريږي، ځکه قاضي یې هر وخت غایب وي..
.
.
.
.
.

یهود پېژنئ؟ 

یو روسي عسکر دویمه نړیواله جګړه کې له جرمنيانو سره بندي و، دی پخپلو یادښتونو کې کاږي: زه په کال: 1941م_1960م کې له جرمنيانو سره وم، یو ځای جرمني پوځیانو د یوې پلنې او اوږدې کندي په کیندلو وګومارلو، کله مو چې کنده تیاره کړه یوه ډله لاس تړلې يهودان راوستل شول او کندې ته یې ورښکته کړل، موږ ته جرمن قومندان امر وکړ چې په دوی خاوري امبار او ژوندي یې خښ کړئ. موږ ته دا ډېر غلط کار وبریښیده، یو څه وخت شکمن غوندې ولاړ وو وروسته موږ ټولو په یوه خوله انکار وکړ. چې دا کار موږ نشو کولی. جرمن قومندان سمدستي د یهودو لاسونه خلاص کړل، له کندي یې راوخیږول، موږ یې هغې کندې ته ورښکته کړو او یهودو ته یې امر وکړ چې په موږ خاوري واړوي، یهودو سمدستي او په ډېره چټکي سره پرموږ د خاورو راتویه ول پیل کړل، کله چې زموږ بدنونه په خاورو کې پټ شول، جرمن قومندان هغوی ودرول، موږ ته رامخته شو او راته ویې وویل: اوس مو یهود وپېژندل؟!
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
څوک چې د خلکو مال واخلي (پور یې کړي)، او د پرېکولو اراده یې لري؛ الله به په پرېکولو کې مرسته ورسره وکړي. او څوک یې چې د نه پرېکولو او خوړلو په نیت واخلي؛ الله به یې په هغه مال ښمر نه کوي او ضایع به شي. قال رسول الله ﷺ : من أخذَ أموالَ النَّاسِ يريدُ أداءَها أدَّى اللهُ عنه ، ومن أخذ يريدُ إتلافَها أتلفَهُ اللهُ. صحيح البخاري 2387
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
د خلکو منځ کې سوله کوونکی (که دروغ ووایي هم) دروغژن نه دی. قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: لَيْسَ الْكَذَّابُ الَّذِي يُصْلِحُ بَيْنَ النَّاسِ. رواه البخاري
.
.
.
.

“خلک وایي”
خپلې وړې لور ته مې لاس کې د کاشوغي نیولو چل ورښوده، په لاس کې بیرته خولې ته برابره کاشوغه نیول هم چل دی، او د وړو ماشومانو دا چل نه وې زده، په دې چل ښودلو کې هغې یو شی راته وښود چې: (نااا، دا خلک داسې نه کوي ..) ماله ځانه سره فکر کاوه چې په دې وخت کې لا زموږ ذهنونو کې &خلک داسې کوي یا نه کوي& او &خلک وایي& شنه او وروسته پاخه شي، او په دې توګه د خلکو کول او ویل معیار وګرځوو او له هغه اوښتل او نوښت؛ بدعت، ناسم او له رواجه وتل بولو. 
وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِى الْأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِن يَتَّبِعُونَ إِلَّا الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَخْرُصُونَ. [سُوۡرَةُ الاٴنعَام : 116]. او [اې محمده!] كه ته د هغو خلكو د اكثريت په خوله كار وکړې چي په ځمکه کښي ميشته دي، نو هغوى به تا د الله له لاري واړوي. هغوى خو یوازي په ګومان روان او د انګېرنو برابروونكي دي.
.
.
.
.
.
بښنه
یو شتمن ناروغ شو، څوک یې د ناروغي پوښتنې ته نه ورغلل، نو غوسه او وپړسیدی، چا ورته وویل: په خلکو دې پورونه باندې دي، درنه شرميږي، ده وویل: تاسو شاهدان اوسئ، ټولو ته مې پورونه بښلي دي، په سبا نو د خلکو رش جوړ شو. 
.
.
.
.
.
پر ځان باور
د ارواپوهني وتلی ماهر الفرډ اډلر ( 1870 / 1937)، کیسه کا: یوه جګړه کې مې دوه داسې پوځیان ولیدل چې د دواړو یو یو لاس پرې شوی وو، ډېر کلونه وروسته مې په یوه اونۍ کې دواړه ولیدل، یو یې په بد حالت کې و، له ژونده یې شکایتونه او د خپلې بدې ورځې کیسې یې راته کتار کړې، دویم مې څو ورځې وروسته ولید، خوشاله او له خوندونو ډک ژوند یې لاره، راته کړه یې له جګړې مخکي مې ژوند بېخونده و خو اوس بیخي خوندور دی، هغه ویل: نه پوهیږم د انسان دوه لاسونه د څه لپاره دي، ځکه یو یې هم ټولې اړتیاوې پوره کولی شي. اډلر د دواړو پوځیانو د ژوند او حالت توپیر سوچ او فکر ته مجبوره کړ، له پلټنې وروسته یې د دواړو مندې پیدا او وپوښتلې، او معلومه شوه چې لومړی پوځي ماشومتوب کې بې زړه، ډارن او په ځان یې باوره و، او مور و پلار یې هم د دې کمزوري چاره او درملنه نه وه کړې. او دویم زړه ور او په ځان باوري و. او مور و پلار هڅولی او پرځان باوري روزلی و.
.
.
.
.
.
هیواد پالنه
د یوه هیواد نیولو په نیت یې د هغه هیواد له پلازميني بهر واړول، جاسوسان یې ورولیږل، هغوی ښار ته نږدې یو بوډا او ځلمی پیدا کړل، بوډا ته جاسوسانو وویل موږ ته ستاسو د ښار د لښکرو او نور مهم معلومات راکړه، ډېر مال او دولت به درکړو، هغه له لیږ ځنډ فکر وروسته ورته کړه په دې شرط دا معلومات درکوم چې دا ځلمی ووژنئ! جاسوسانو هغه دستي وواژه، د ځلمي ویني روانې او له ژونده بېلیدی، بوډا خپلې اوښلنې سترګې په هغه کې ګنډلې وې.. جاسوسانو ته یې وویل: دا ځلمی پېژنئ؟! هغوی وویل: نه، ده ورته وویل: دا مې زوی دی، او دا چل مې ځکه وکړ چې ویریدم که زه ستاسو مخالفت وکړم، نو ما به ووژنئ، او بیا به دا ځلمی تاسو ته د خپل هیواد جاسوسي وکړي، او په ځان باوري یم، زه له خپله هیواده هر څه قربانولی شم، ځئ ورکیږئ .. هغوی خپل قومندان ته ستانه او دا کیسه یې ورته وکړه، قومندان خپلو لښکریانو ته وویل: راځئ له دې خلکو هیواد نشو نیولی، او ځوړند غوږونه بیرته ولاړل.
.
.
.
.
.

د ماشوم هوښیاري
ابو العلاء المعري وتلی عرب شاعر دی، دی کیسه کا: یو ماشوم لاره کې رامخته شو، ول: شيخه! څوک یې! مال شاعر ابو العلاء، راته کړه یې دا شعر ستا دی؟
فإني وإن كنت الأخير زمانه 
لآت بما لم تستطعه الأوائل*
مال هو، دا زما دی، ماشوم زیاته کړه، ښه خبره ده، تاسو ماشاء الله پرځان پوره باور لرئ، خو پخوانیو ژبې ته ۲۸ توري ټاکلي دي، ته کولی شې یو توری ور زیات کړې؟ ابو العلاء داسې چوپ شو لکه دیوال او زیاته یې کړه: ولا که ټول ژوند کې چا داسې درولی او دیوال کړی یم، وروسته یې وویل: دا ماشوم به خپله هوښیاري وژني او هماغسې شوه، څه موده وروسته دا ماشوم یو ځای مړ وموندل شو!
* زما زمانه که څه هم وروسته ده
خو داسې شی راوړم چې پخوانیو نسوي کولی
.
.
.
.
.

د عمر رضي الله عنه فراست
عمر بن الخطاب رضي الله عنه امر کړی و چې شیدو کې د اوبو ګډول منعه دي، یوه شپه مدینه کې ګرځیدی له یوه کوره یې د مور خبره واوریده چې لور ته وایي: پورته شه! شیدو کې اوبه ګډې کړه، هغې ورته وویل: امیرالمؤمنین دا کار منعه کړی دی، مور یې ورته وویل: پورته شه، په دې نیمه شپه امیرالمؤمنین نشته، لور یې وویل: که هغه نشته الله مو ویني، دا کار زه نه کوم.
عمر چې دا خبري واوریدلې، کور یې نښه کړ، سبا یې خپل زوی عاصم ته وویل: ورشه زویه! فلاني ځای کې یو کور دی هغه کې یوه پېغله ده هغه ځان ته کوژده کړه، د هغې له نسل نه به داسې کس پیدا کیږي چې د ټولو عربو سرخیل به وي، او ځمکه به له عدل نه ډکه کړي. عاصم ورغی، هغه د بنو هلال قبیلې خلک وو او هغه پېغله یې کوژده کړه، له هغې نجلۍ پیدا شوه چې &ام عاصم& سره ياديدله، ام عاصم وروسته د مروان زوی عبد العزيز وکړه، او له هغې نه یې: عمر بن عبد العزيز پیدا شو. عمر بن عبد العزيز په دوه کاله پنځه میاشتې واکمني کې په رښتیا سره نړۍ له عدل نه ډکه کړه. رضي الله تعالی عنهم
.
.
.
.
.

بیا هم مرګ
که څوک هره ورځ ښه او صحي خواړه وخوري، ورځنی ورزش هم قضا نه کړي، په منظمه توګه د بدن کتنه او معاینات کوي، د روغتیا له ټولو قوانینو سره برابر ژوند روان ولري، نسوار، سګریټ او نور نشیي شیان هم ونه خوري؛ نو د ښه صحت او پوره روغتیا په حالت کې به مري!
.
.
.
.
.

نېکمرغي
کوم شی چې دې زړه غواړي او تصور یې کوې؛ دې ته خوب او ارمان وایي. او چې د ترلاسه کولو په نیت د هغه په لور روان شې؛ بیا هغه شي ته هدف او موخه وایي. او چې ترلاسه یې کړې نو دا د نېکمرغي حالت وګرځي.
نېکمرغي ته د رسیدو لاره کې خنډ اکثره ستونزې او مشکلات زموږ ذهنونو رامنځته کړې وي. زموږ برداشتونو انګیرنو او د چاپیریال اغيزو زموږ ذهنونو کې داسې حالت او صورت جوړ کړی وي چې له ځمکنیو حقایقو سره اړخ نه لګوي، اصلاً نېکمرغي ته لاره اسانه او ارامه وي همدې ذهني حالت سخته کړې وي. ځکه خو ارواپوهان وایي چې څوک د نېکمرغۍ په لټه کې وي باید پخپل ځان کې یې ولټوي نه د باندې، نو انساني سلوک او چلند کې د هغه ذهني حالت خورا مهم رول لري.
د هر شي او هر کار په اړه جوړ ذهني حالت په انساني عقل سلطه او ولکه لري، او عقل د همدې ذهني حالت په لارښوونه کار کوي. عقل په یوه ژبه پوهیږي او هغه له همدې ذهني حالت نه لارښوونې اخلي. د ذهني ځانګړې حالت پېژندلو له پاره په بېلګه کې &غوا& رااخلو، غوا یو معلوم څاروی دی، چې د خپلې خېټې له غمه پرته بل څه نه پېژني او خلک ډېر ناپوه سړی/ښځه غویی/غوا بولي. خو همدا غوا بیا د هندوانو په نزد داسې نه ده، هغوی د غوا په اړه پخپلو ذهنونو کې تقدس او احترام لري، یا لکه &خر& چې معلوم او شناخته څاروی دی او د حماقت سمبول ګرځیدلی دی، خو ځیني سیکولر فکره خلک یې محترم! بولي، ځکه د خره په اړه هغوی بېل ذهني صورت جوړ کړی دی.
.
.
.
.
.
.

د سياست راز
خپل زوی ته مې وويل زما د خوښې
نجلۍ سره به واده وکړې؟
هغه وويل: نه
ما هغه د بل ګيټس لور ده.
ول: سمه ده، وبه يې کړم.
بيا مي بل ګيټس ته ټليفون وکړ او ورته 
ومي ويل: زه غواړم ستا
لور خپل زوی ته کوژده کړم؟ 
هغه وويل: دا امکان نه لري.
مال زما زوی د نړيوال بانک رئيس دی.
بل ګيټس سمدستي وویل: ښه ښه، بيا خو سمه ده.
له دې وروسته مي د نړيوال بانک مشر ته تليفون
وکړ او ورته ومي ويل زما زوی د نړيوال بانک رئيس کړه.
هغه وويل: دا نشي کيدلای.
مال زما زوی د بل ګيټس زوم دی.
وای اوه.. بيا نو سمه ده.
د نړۍ سياسي لوبې په دې طريقه روانې دي.
.
.
.
.
.

یو هوښیار وایي: څوک چې د نورو د خبرو نیابت کوي هغه خامخا ټګ دی. ډېری هغه خلک چې &ولس، ولس& په خوله لري؛ دوی خپل شخصي نظر په دروغو او ټګي سره ولسي بولي، ویې پېژنئ، دوی دروغژن دي او خلک دروهي.
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي: 
هر ښه کار صدقه ده. عن جابر رضي الله عنه قال قال النبي ﷺ: كلُّ مَعروفٍ صَدَقةٌ. صحيح البخاري 6021

.
.
.
.
.

د علي رضي الله عنه خلیفه کیدل
د عثمان بن عفان رضي الله عنه له شهادت وروسته علي رضي الله عنه په داسې حالت کې خلیفه وټاکل شو چې هغه خلافت نه غوښت، خو د صحابه کرامو په ټینګار هغه ومنله، په دې اړه دی پخپله وایي: د عثمان د قتل په ورځ مې عقل والوت، ځان ته په غوسه وم، هغوی ماته د بیعت لپاره راغلل، ما ورته وویل: زه له الله نه شرمیږم چې داسې قوم نه بیعت اخلم چې هغوی داسې سړی وژلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل: ایا زه له هغه چا ونه شرمیږم چې ملایکې له هغه نه شرميږي. او زه له الله نه شرمیږم چې عثمان په ځمکه مړ پروت دی او زه له خلکو بیعت اخلم. هغوی ولاړل، کله چې عثمان دفن شو ماته بیا د بیعت په اړه خلک راغلل، ما ورته وویل: الله شاهد دی زه له دې کاره ويریږم، بیا مې زړه وکړ او بیعت وشو، هغوی کې چې کله چا راته وویل: اې امیر المؤمنین! په دې نوم ګواکي زما زړه دوه ځایه شو، بیا مې وویل: یا الله د عثمان حق زما نه پوره کړه چې هغه خوشاله شي. رواه الحاكم وصححه على شرط الشيخين ووافقه الذهبي
د داسې خلکو په اړه د قدرت طلبي او واک غوښتنې ګومان کول او دا چې هغوی د قدرت ترلاسه کولو لپاره ناسمې لارې پلټلې؛ د سلیم عقل خاوند ته د منلو وړ نه ده.
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي: 
هر نبي یوه ځانګړې قبوله دعا لري، چې (د خپل امت په اړه یې) هغه دعا کړې ده، زما اراده ده چې دا دعا مې زما د امت د شفاعت لپاره د اخرت ورځې ته وساتم. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لِكُلِّ نَبِيٍّ دَعْوَةٌ مُسْتَجَابَةٌ يَدْعُو بِهَا وَأُرِيدُ أَنْ أَخْتَبِئَ دَعْوَتِي شَفَاعَةً لِأُمَّتِي فِي الْآخِرَةِ. رواه البخاري 
یعني هر نبي ته الله د هغه د امت په اړه دعاوې قبولي کړې دي، او ځانګړې قبولې دعاوې یې ورکړې دي، زه به د امت په اړه یوه ځانګړې قبوله دعا اخرت ته د خپل امت د شفاعت لپاره ساتم، له حدیث نه معلوميږي چې اخرت کې ځانګړې دعا ته زیاته اړتیا ده، او بل له حدیث نه دا هم معلوميږي چې رسول الله ﷺ د خپل امت په اړه څومره خواخوږي لرله! صلی الله علیه وسلم.
.
.
.
.
.

د بوډا ګنډونکي حکمت
بوډا ګنډونکي سره ځوان زوی ولاړ و، هغه نوې جامې سګڼلې، کله یې چې پخپله قیمتي بياتي جامې ټوټه کړې نو لاندې د پښو خواته یې وغورځوله، بیا یې ستن راواخيستله او د جامو په ګنډلو یې پیل وکړ، کله یې جامې سمولې ستن یې په پګړۍ کې وټومبله، زوی یې په تعجب سره وپوښته چې ولې مو قیمتي بياتي لاندې وغورځوله او ارزان بیه ستن مو پګړۍ کې وټومبله؟! هوښیار پلار یې ورته وویل: د قیمتي بياتي کار ځيرل او بېلول دي، او د ستنې کار پیستون او وصل دی! او د شي اصلیت او شرافت په کار او موخو پورې تړلی نه په مادي وجود پورې. 
داسې کیسې او نکلونه خپلو ماشومانو او آن لویانو ته بیان کړئ، که وکړی شو زموږ ظاهر بینه ټولنه لیږ حقایقو، کاري صفاتو او اهدافو پېژندلو ته متوجه شو.
.
.
.
.
.

ښه ګومان
د شا له خوا د پښې لاندیني هډوکي باندې چا کلک ووهلم، سخت خوږ او غوسه شوم، چې بیرته مې وروکتل یو ړوند لکړه په لاس راپسې و، په لکړه یې ځان ته لاره کتله، او همده وهلی وم، په لیدلو مې سمدستي غوسه او غضب ساړه شول او همدا په اور لړلي جذبات مې په مینه، شفقت او ترحم بدل شول، له لاسه مې ونیو او چې چرته یې غوښتل هلته مې ورساوه. له دې کیسې مې یو لوی حکمت ترلاسه کړ هغه داسې چې د فهم او حالت په تغیر سره د انسان جذبات، عواطف او پريکړي سمدستي بدلیږي، د ځیني خلکو په خبره او مطلب چې موږ پوهه نشو او په ناپوهي که د هغه په اړه پریکړه وکړو؛ دا مو په هغه سخت ظلم وکړ، او دا ستونزه اکثره له لنډپاري، بیړي او بدګوماني نه سرچینه اخلي، او په خلکو ښه ګومان یې مخنیوی کوي.
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ ۖ .[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 12]. اې مؤمنانو، له ډېر ګومان كولو څخه ډډه وکړئ، چي ځیني ګومانونه ګناه وي.
.
.
.
.
.

محراب
د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینو په زمانه کې جوماتونو محرابونه نه لرل، د اموي خلیفه ولید بن عبدالملک په زمانه کې چې عمر بن عبد العزيز رحمه الله د مدینې والي و او نبوي جومات یې نوی تعمیر او ودان کړ، نو محراب یې ورکړ. او له هغه وروسته مسلمانانو کې د جوماتونو محرابونه رواج شول. نو د ټولو مسلمانانو د عمل او د محراب د ګټو په نیت اوس جومات کې محراب جوړول مستحب بلل کیږي. ګټې یې دا دي چې نابلده ته قبله ښیي او دا چې دا وداني جومات ده. د زیاتو معلوماتو لپاره کتلی شئ: إعلام الأريب بحدوث بدعة المحاريب السيوطي
.
.
.

.
.

سیالۍ
د کورني ژوند یوه لویه ستونزه له یوه بل سره ځان برابرول او ناسمې سیالۍ دي، د فلاني لوڼه او زامن ژر ژر نوې جامې کوي، هغه بل خپلو کوروالو ته دومره ګاڼه او نوې ډالۍ راوړې وې، د تربره موټر مو نوی ماډل دی، د اکا د زامنو کور او وداني دومره ښایسته ده او داسې نور.. دا هغه فرمایشونه، غوښتنې او د ناسمې سیالۍ هڅې دي چې اولادونه او میرمن یې وخت په وخت د پلار/خاوند ترغوږونو رسوي. دا کار بیخي نامناسب او غلط دی.
د کور هره متاع او سامان باید د ضرورت په انداز انتخاب او واخیستل شي، د ژوند هره اړتیا باید له خپل مالي حالت سره مناسب د کور د وګړو په مشوره ترسره شي، په ځانګړې توګه د کور میرمن په دې اړه باید مثبته او معتدله واوسي، د سیالیو جذبه اکثره ميرمني راپورته کوي، او لوڼه او زامن یې ورسره تاییدوي. دوی باید پوه شي چې کور او کورنۍ لومړی باید په خپلمنځي مینه او ښو اړیکو ښایسته شي دا نور شیان دویمه درجه لري.
أَلْهٰیكُمُ التَّكَاثُرُ. حَتّٰى زُرْتُمُ الْمَقَابِرَ. [سُوۡرَةُ التكاثُر]. تاسي د شتمنۍ په ګټلو کې (او يو له بله په ډېرولو کې) ډېري زياتي لېوالتيا په غفلت کښي اچولي ياست. تر دې پوري چي (په دې فكر کې) قبرونو ته ورشئ.
که ماشوم فکر وکړي چې مور و پلار یې په غلطي نه ترټي بلکي مینه نه ورسره لري، نو سزا او ترټنه اغېز نه پرې کوي، بلکي شاید منفي اغېز ولري او لا یې ضد زیات شي. ماشوم باید پوه کړل شي چې د ترټني او سزا لامل یې یواځې غلطي ده، او په دې هم باید باوري شي چې مور و پلار یې مینه ورسره لري، او دا ترټنه یې هم د مینې زیږنده ده.
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي: 
ستاسو کوم یو چې سپېره دښته کې اوښ ورک کړي، چې له خوبه راويښ شي او خپل ورک اوښ ورته ولاړ وي، دا کس چې خپل اوښ ته څومره خوشاله شي؛ الله د خپل بنده په توبه تردې زیات خوشاله کیږي. قال رسول الله ﷺ: للهُ أشدُّ فرحًا بتوبةِ عبدِه من أحدِكم إذا استيقظ على بعيرِه ، قد أضله بأرضِ فلاةٍ“ مسلم 2747
سپیره دښته کې اوښ او په هغه بار توښه ورکیدلو وروسته به انسان د مرګ په انتظار څملي، خو کله چې راويښ شي او اوښ یې ورته راغلی او ولاړ وي نو د اوښ لیدل د ژوند زیری دی، د مرګ په انتظار کې د ژوند زیری طبعاً د زیاتې خوشالي خبره ده، او مهربانه څښتن د بنده په توبه له دې هم زیات خوشالیږي!
.
.
.
.
.

کوچنۍ خطایي ستر بشري ناورین رامنځته کولی شي، کریسټوفر کولمبوس زوی مړی هند ته روان و، بحر کې یې لاره غلطه کړه، دې بېلاري آن د امریکا وچي ته ورساوه او امریکا یې وموندله..
.
.
.
.
.

کله چې خلک له ظلمه وويریږي او حقوق یې له خطر سره مخامخ شي؛ عدل وریاد شي او د عدل فضيلتونه بیانوي. خو کله چې په امن کې وي او واک یې په لاس کې وي، بیا یې عدل هېر شي. ابن خلدون رحمه الله
.
.
.
.
.

لویه دروازه
اخندزاده صاحب محمد نبي مبتکر بازار کې مناسب ځای کې نوی دکان کرایه او خلاص کړ، یوه بل کس د ده له دکان سره نښتي ښي او چپ لور ته دوه دوکانونه خلاص کړل، له ده سره د مقابلې په نیت یې د یوه دکان په لوحه ولیکل: &ټیټ نرخونه& او د بل په لوحه یې ولیکل:  &هرڅه ارزانه&. ملا صاحب مبتکر هم پخپل دکان لوحه وځړوله او پرې ویې لیکل: &لویه دروازه&.
.
.
.
.
.

که هر وخت دا اندیښنه درسره وه  چې خلک به زما په اړه څه فکر کوي؛ نو د ژوند له خوشاليو لاسونه ومینځه.
.
.
.
.

لکه څنګه چې پوځیانو او لښکرو ته د جګړې مختلفې زده کړې ورکول کیږي، هغوی ته باید خامخا د سولې اهمیت او ضرورت هم ورزده او تلقین کړل شي، ځکه سولې او ارامي ته هر وخت د هر چا اړتیا وي او جګړو ته په ځانګړو وختونو کې ضرورت پېښیږي. د امام ابن عاشور رحمه الله له کتاب «ألیس الصبح بقریب» نه
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي: 
هغه کس تر ټولو خلکو غوره دی چې عمر یې زیات وي او عمل یې ښه وي. قال النبي صلى الله عليه وسلم: خير الناس من طال عمره ، و حسن عمله. رواه الترمذي.
له میقاته، مکې او عرفات نه موبايل راوکړي او وایي اوس څه وکړم؟ وه خلکو د حج مختصر مناسک حج ته له تلو مخکي زده کړئ، حج د اسلام رکن دی، زیات مالي او بدني لګښت غواړي، دومره لګښتونه او ستومانۍ مه ضایع کوئ. د نن په خطبه کې زموږ د امام وینا
.
.
.
.

د عمر ستره کارنامه

د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت په زمانه کې به چې هر چا د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې قولي او فعلي حدیث روایت کاوه چې عامو صحابه و به نه و اوریدلی؛ د هغه لپاره یې دا شرط ایښی و چې پخپل روایت به عادل شاهد لري، ځکه خو امام مالک بن انس رحمه الله هر هغه حدیث ردوي چې د عمر په زمانه کې خلکو ته نه وي رسیدلی. تلبۍ الصبح بقریب لابن عاشور
.
.
.
.
.

د ختیځ او لویدیځ د پوهانو او هوښیارانو د حکمت ویناوې باید ډېري په اتیات او مناسب اندازه راواخيستلې شي، نګه کاپي پیسټ یې تاواني او د قران او حدیثو لارښوونو ته د خلکو توجه کموي، امام ابن تیمیه وایي: څوک چې د فارس او روم د پوهانو له ادب نه رااخیستنې عادت وګرځوي؛ زړه کې یې د اسلام د ادابو او حکمتونو مقام کمزوی کیږي. [الاقتضاء]
.
.
.
.

که زموږ اکثرو له خبرو او مجلسونو غیبت، تهمتونه او چټي خبري لیري کړل شي؛ چوپ به پاته شو، نو ځکه چوپتيا ستر عبادت او حکمت ده.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ یوه صحابي ته فرمایي:
که د زړه د نرمیدلو نیت دې کړی وي؛ غریب ته ډوډۍ ورکوه او د یتیم په سر لاس تېروه. عن أبي هريرة قال قال رسول الله ﷺ: “إن أردت تليين قلبك , فأطعم المسكين و امسح رأس اليتيم“. أخرجه أحمد ( 2 / 263 ) و الطبراني في “مختصر مكارم الأخلاق“ ( 1 / 120 / 1 ).
.
.
.
.
.

یووالی

د ونې لاندې یې د لوبو له شیانو ډکه ټوکرۍ کیښودله، د کلي ماشومان یې ټول رایوځای کړل، ورته ویې ویل: تاسو کې چې کوم یو لومړی هغې ټوکرۍ ته ځان ورسوي، هغه د لوبو شیان به ټول د هغه وي. ماشومانو لاسونه سره ورکړل، ورو ورو د ټوکرۍ لور ته روان شول او د لوبو شیان یې ټول پخپلو کې سره وویشل! سوداګر هک حیران پاته شو! ماشومانو ته یې وویل: تاسو کې چې کوم یوه لومړی هغې ټوکرۍ ته ځان رسولی وی هغه د لوبو ټول سامان به یې ګټلی و، ولې مو داسې ونه کړل؟!! ماشومانو ورته وویل: د کلي ټول ماشومان چې بدمرغه وي، یو کس که هرڅه ولري نېکمرغه نه دی.
کاش زموږ د ټولنې لویانو او بالغانو وګړو د دې 
ماشومانو په څېر پراخې سینې او سپين زړونه لرلی ..
.
.
.
.
.

د خپل زوی په موجودیت کې له غریب سره مرسته کول د صدقې په اړه له زرو درسونو او نصيحتونو سره برابره ده. او کچره خپل ځای ته رسول د نظافت په اړه له هر ډول بلیغي وینا غوره ده. اغېزمنه روزنه له ايډيال نه اخیستل کیږي، نه له بېلګو او مثالونو.
.
.
.
.
.
په ستاینه او غندنه کې افراط حقیقت داسې.وژني چې تر اخـــــرته به یې څوک نوم وانوري.  مصري ادیب المنفلوطي
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
خپلوانو سره د ښو په بدل کې ښه کول پوره خپلوي پالنه نه ده، پوره خپلوي پالنه دا ده چې خپلوي ورسره پریکیږي او دی یې بیا هم پالي. عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَيْسَ الْوَاصِلُ بِالْمُكَافِئِ وَلَكِنْ الْوَاصِلُ الَّذِي إِذَا قُطِعَتْ رَحِمُهُ وَصَلَهَا. رواه البخاري
د خپلوي پالني په لړ کې دری ډوله خلکو وینو: 
1) خپلوان ښه ورسره کوي دی یې نه کوي
2) چې خپلوان ښه کوي دی یې کوي او کنه نه یې کوي
3) که خپلوان ښه کوي یا یې نه کوي دی یې ورسره کوي 
لومړی قاطع او خپلوي پریکوونکی دی، دویم یو ډول خپلوي پالونکی بلل کیږي. او دریم غوره او پوره خپلوي پالونکی دی. په حدیث کې لومړي ډول ته اشاره نشته، دویم ډول پوره خپلوي پالنه نه ده بلل شوې، دریم ډول یې صحي او پوره خپلوي پالنه بلل شوې ده.
.
.
.
.
.

هوښیاران وایي: د خلکو کورونو ته د ننوتلو په مهال ړوند اوسه او د وتلو په مهال ګونګ اوسه. د هغوی خواته او د هغوی په اړه مو چې څه اوریدلي وي هغه تر قیامته پټ لره، د خپلوانو کورني رازونه او کیسې یې مجلسونو ته ایستل  ډېره سپکه خبره او د سپکو کار دی.
.
.
.
.

غوره خیرات

د سعد بن عباده مور مړه شوه، رسول الله ﷺ ته یې وویل: یا رسول الله! مور مې مړه شوه، هغې پسې خیرات وکړم؟ هغه وفرمایل: هو، مال کوم خیرات غوره دی؟ ول خلکو ته اوبه وروڅښه. عن سعد بن عبادة أن أمه ماتت فقال: يا رسول الله، إن أمي ماتت أفأتصدق عنها؟ قال : نعم، قلت : فأي الصدقة أفضل؟ قال : سقي الماء. رواه أحمد والنسائي.
.
.
.
.
.

حلاله روزي ګټل هم جهاد دی

کعب بن عجرة رضي الله عنه وایي: په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې یو سړی تیریدی، د هغه ملګرو چې د هغه پیاوړتیا او بيداري وليدله ویې ویل: کاش دا د الله په لاره کې وی. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: که چرته دا سړی د دې لپاره وتلی وي چې خپلو وړو ماشومانو ته روزي وګټي؛ نو دی د الله په لاره کې دی. که چرته د دې لپاره وتلی وي چې خپلو بوډاګانو او لویانو  مور و پلار  ته روزي وګټي؛ نو دی د الله په لاره کې دی. که چرته د دې لپاره وتلی وي چې د ځان پاکولو (واده) لپاره روزي وګټي؛ نو دی د الله په لاره کې دی. او که د ریا او له خلکو سره د سیالي لپاره د مال ګټلو په نیت وتلی وي؛ نو د شیطن په لاره کې وتلی دی.
عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ، قَالَ : مَرَّ عَلَى النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – رَجُلٌ ، فَرَأَى أَصْحَابُ رَسُولِ اللَّهِ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – مِنْ جَلَدِهِ وَنَشَاطِهِ ، فَقَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ : لَوْ كَانَ هَذَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ؟  فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : & إِنْ كَانَ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى وَلَدِهِ صِغَارًا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، وَإِنْ كَانَ خَرَجَ يَسْعَى عَلَى أَبَوَيْنِ شَيْخَيْنِ كَبِيرَيْنِ فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، وَإِنْ كَانَ يَسْعَى عَلَى نَفْسِهِ يُعِفُّهَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ، وَإِنْ كَانَ خَرَجَ رِيَاءً وَمُفَاخَرَةً فَهُوَ فِي سَبِيلِ الشَّيْطَانِ &. رواه الطبراني في المعجم الكبير
هر څوک چې خلک فقر او غریبي ته دعوت کوي، په ټیټ ژوند یې قانع کیدلو ته هڅوي او په سپک ژوند یې راضي کوي؛ دا بېلاري دعوت دی، دا کار ټولنیز ظلم ته د اوږو ټیټولو او منلو په معنا دی، او په غیر مستقیمه توګه خلک د څو محدودو افرادو لاسکتویه او چوپړیان ګرځول دي. او دا ډول ژوند ته شرعي دلایل تراشل په الله او اسلام پوري دروغ تړل دي.د شیخ محمد الغزالي له کتاب: الاسلام المفتری علیه، نه
.
.
.
.
.

.
.

“د ازادۍ ترانه”

زړې جامې یې په تن وې، څيري بوټونه یې پښو وو، زړه او موښلې بکسه کې یې کتابونه تړلي وو، د سهار ناشته یې څو کولې وچه ډوډۍ کړې وه، د ګل غوندې نازکه څېره یې د فقر او غربت تړکونو زېړه  زبېښلې وه؛ ښوونکي په کتار کې ودراوه او ورته کړه یې: &د ازادۍ ترانه& ووایه.. 
.
.
.
.

أویس القرني رحمه الله وایي:
که یو سړی د دښمن مقابلې ته روان وي
زغره ورباندې درنه شي ویې غورځوي 
توره نشي وړی هغه هم وغورځوي
د سفر توښه هم یو ځای وغورځوي
چې بې زغرې، بې وسلې او په وږې ګیډه
له دښمن سره مخامخ شي، کامیابیدلی شي؟!
همداراز که په یو چا د الله ذکر دروند شي او نه یې کوي
رواتب سنت او نفلونه پریږدي
پخپل وخت فرضو کې سستي کوي او ناوخته کوي یې 
د شریعت نور امرونه نشي ترسره کولی 
او له دې وروسته د خپل حال شکایتونه کوي
او وایي شیطان راباندې غالب شوی! 
دې کس د هاغه جنګيالي په څېر
دښمن ته له رسیدو مخکي
دښمن ته د لاسبري چانس برابر کړی دی.
څښتنه! ستا د یاد، شکر او ښه عبادت مرسته غواړو
.
.
.
.
.

د عمل دعوت

موټر مو لاره کې خراب شو، یو موټر راغی لاس مو ورکړ، راته ودریدی، هغه یو مسیحي پادري و، موږ یې وپیژندلو چې مسلمان داعیان یو، موږ مرسته ورنه وغوښتله ده راته کړه: تاسو زموږ خلک خپل دین ته دربولئ؟! ورځئ محمد مو راوبولئ چې موټر درته جوړ کړي، په دې غوسه کې روان شو، موږ لیږ وروسته موټر جوړ او روان شوو. د الله شان و، لاره کې د هغه پادري موټر خراب و، موږ ورته ودریدلو او موټر مو ورته جوړ کړ، پادري له شرمه ښکته کتل او خولې خولې و، څه موده وروسته خبر شوم چې هغه موټر کې څومره مسیحیان وو هغوی ټول مسلمان شول. و الحمد لله. 
دا د کویټي عالم عبد الرحمن السمیط رحمه الله د خولې کیسه ده، لاندې ویډیو کتلی شئ.
.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ به په دې جملو دعا کوله: یا الله! د اور له فتني او د اور له عذابه پناه غواړم او د شتمني او غريبي له شر نه پناه غواړم. كان صلى الله عليه وسلم يدعو بهؤلاء الكلمات: (اللهم إني أعوذ بك من فتنة النار وعذاب النار ومن شر الغنى والفقر). [صحيح أبي داود1365].
.
.
.
.

د روسانو او غربیانو سخت بمبار کې ګڼ شمیر خلک ټپیان او ووژل شول، یو ماشوم سخت ټپي و، ټپونه یې ژور او د رغیدا نه و، د ژوند او مرګ ترمنځ یې څو خبري وکړې وروستۍ خبره یې دا وه چې زه به الله ته د دې ټولو ظلمونو کیسې کوم.. 
د سوریه د یوه ماشوم کسه
.
.
.
.

دواړه ګوښي ګوښي مدینې ته روان وو، چې له شرک او کفر توبه او اسلام ومني، لاره کې یې سره ولیدل، یوه بل نه یې پوښتنه وکړه: چرته روان یې؟ هغه وویل: تر څو به په جهل او شرک ولاړ یو، اوس خو څرګنده شوه چې محمد د الله رښتینی استازی او رسول دی، هغه بل ورته وویل: زه هم مدیني ته د اسلام منلو لپاره روان یم. دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو لویو ملګرو او د اسلام د سترو فاتحانو کیسه ده: عمرو بن العاص او خالد بن الولید رضي الله عنهما.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
که چا امانت درکړي وي امانت یې ورکړه، او که چا خیانت درسره کړی وي هم خیانت مه ورسره کوه. قال رسول الله ﷺ: أد الأمانة إلى من ائتمنك ولا تخن من خانك. رواه أبو داود. یعني خیانت په هیڅ صورت نه دی روا، آن له خاین سره هم خیانت نه دی روا.
.
.
.
.
.
.
د عربو حال
له خوبه په بیړه راپاڅیدی
خپل &ترکي حمام& ته ننوت
په &فرنسوي صابون& یې غسل وکړ
&د کوریا جامې& یې واغوستلې
سور &انګليسي ریمال& یې په سر کړ
&فرنسوي عطر& یې ولګول
&د سویس جوړ ساعت& ته یې وکتل
د ناشتې وخت و
&دنمارکي جبنه& یې ناشته کړه
&فلپیني خادمي& یې
&برازیلي قهوه& ورته کیښودله
خپل &هندي ډریور& ته یې وویل
&جرمنی موټر& یې ورته تیار کړي
&ایټالوي بوټونه& یې پښو کړل
له خپل &جاپاني بکس& نه یې پاڼې راوایستلې
او &د غربي مصنوعاتو پریکون& تر عنوان لاندې یې
زوروره وینا واوروله ..
.
.
.
.
.

د مور و پلار په شتون کې په موبایلونو او نورو
ورته وسایلو دومره بوختیا چې هغوی سره د خبرواترو،
هغوی سره د خواله او د هغوی مخونو ته کتلو لپاره وخت
نه وي، په حقیقت کې له هغوی سره جفا او د هغوی په
وړاندې بې ادبي ده، ژوند ډېر په منډه روان دی، 
لکه دې وسایلو چې دوی ته له کتلو محروم کړی یې
داسې وخت به راشي چې دوی دواړه به له نړۍ تللي وي، 
ته به یې ذهن کې د څېرو په یادولو بوخت یې ..
زه مې ډېر ځله خوږ پلار او مهربانه مور ذهن ته
رامیلمانه کوم، او له خوږو یادونو سره یې اوښکې اوروم .. 
دعا ورته کوم او له الله نه بښنه ورته غواړم ..
د فېسبوک او موبايل معتادو ځلمیو! ستاسو په اړه
دا وېره هم شته چې هغه مهال به د مور و پلار
څیرې هم درنه هېري وي..
.
.
.
.
.

امام الأوزاعي رحمه الله وایي: یوه سړي ته مې وویل: د داسې خلکو خوا کې یو کور راته پیدا کړه چې نه غیبت کوي او نه له چا سره حسد او کینه کوي، هغه له لاسه ونیولم، ول راځه، هديرې ته یې بوتلم، راته کړه یې: دلته واړوه.
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:
که تاسو دومره خطاکارونه وکړئ چې خطاګانې مو اسمان ته ورسیږي او بیا توبه وکړئ؛ الله به مو توبه قبوله کړي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ , عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ , قَالَ : & لَوْ أَخْطَأْتُمْ حَتَّى تَبْلُغَ خَطَايَاكُمُ السَّمَاءَ , ثُمَّ تُبْتُمْ لَتَابَ عَلَيْكُمْ &. رواه ابن ماجه
.
.
.
.
.

د ښځي فضیلت ته وګورئ!
چې ماشومه وي پلار جنت ته داخلوي
چې ځوانه شي د میړه نیم دین تکمیلوي 
او چې مور شي جنت یې ترپښو لاندې شي!
دنیا کې نارینه ته له ګڼ شمیر خدمتونو سره 
آخرت کې جنت ته په رسولو کې هم د سړي
لویه مرستندویه ده، خو ځیني سړي یې
په درنښت کې کوتاهي کوي، تاسو یوه ګړۍ
په دې خبرو فکر وکړئ چې زړونه مو
میرمنو ته له احترامه ډک شي.
.

.

.

.

.

.

.

د نن سیاست
     یو یهودي روسی له مسکو نه تل ابیب ته روان و، د مسکو هوایي میدان کې یې چې اړوند مسؤل بکس وکوت یوه برابره مجسمه په کې وموندل شوه، مسؤل وپوښتی دا څه دي؟! ده په سینه لاس کېښود ول جناب دا د ستر لینن مجسمه ده او بیا یې د هغه په ستاینه کې زیاته مبالغه وکړه، مسؤل متأثر شو او د تېريدو اجازه یې ورکړه.
  کله چې د تل ابیب هوایي میدان کې د مجسمې په اړه وپوښتل شو، ورته ویې ویل: دا د پليت لینن مجسمه ده چې د ده له لاسه روسیه پریږدم، او مجسمه یې ځکه راسره ګرځوم چې هر وخت لعنتونه پرې ووایم. دلته یې اجازه ورکړه او کور ته ورسیدی. هلته یې په لوړ تاک کې مجسمه کېښودله، پوښتنې ته یې راغليو خپلوانو وپوښتی دا څوک دی؟ ده ورته وویل: دا 24 عيار 10 کیلو سره زر دي، پخپله هوښیاري مې بې له مالیې او ګمرکه تر دې ځایه راورسول.
   د نن سیاست دې ته وایي چې یو شی د حالاتو په غوښتنه مختلفو خلکو ته په مختلفو اسلوبونو تشریح کړل شي، او دا تشریح په دومره مهارت سره وشي چې مختلفو خلکو ته پوره قناعت ورکړل شي. لکه لس کیلو سره زر یو ځای ستر لینن او بل ځای پلیت لینن تشریح کړل شو.
.
.
.
.
.
خدمت

د حاجيانو خدمت، د سفر د ملګرو خدمت او د کور د وګړو او خپلوانو خدمت؛ لوی عبادت دی، د تفسیر وتلی امام مجاهد رحمه الله وایي: له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما سره د دې لپاره په سفر ووتلم چې خدمت یې وکړم، خو پېښه داسې شوه چې ده به زما خدمت کاوه. د سلفو یوه عالم سره د حج په سفر کې یو شتمن تاجر ملګری شو، بیرته چې راغلل تاجر وویل: فکر نه کوم خلکو کې به د ده په څیر انسان وي، زه شتمن یم، دی غریب دی خو ده به په ما مصرف کاوه! زه ځوان یم، دی بوډا دی خو ده به زما خدمت کاوه! ده به خواړه راته پخول په داسې حال کې چې زما به بوزه او د ده به روژه وه!
.
.
.
.
.

فیل یوه بورۍ بوره پټه کړه او میږي یوه دانه، میږی سمدستي ونیول شو او له فیل سره د هغه غټ بدن په ځان پټولو کې مرسته وکړه.. 
.
.
.
.
.

د علماو احترام

ابو معاويه یو نابینا عالم و، دی وایي: عباسي خلیفه هارون الرشید میلمه کړم، یو چا لاسونه راومینځل، ډوډۍ مو چې وخوړله هارون الرشید راته وویل: چا چې لاسونو ته اوبه دراچولې ودې پېژاندی؟ مال نه، ول ستا د علم د احترام په خاطر ما لاسونه درومینځل. تاریخ الخلفاء مخ: ۱۱۱ د الطنطاوي د &الفصول& په حواله
مشهور محدث شریک ته د وخت د خلیفه مهدي زوی راغی، دیوال ته یې ډډه ووهله او د یوه حدیث پوښتنه یې وکړه، ده ځواب ورنه کړ، دویم ځل یې چې پوښتنه وکړه هغه مخ ورنه واړوه، د پاچا زوی ورته وویل: ته د خلفاو د زامنو سپکاوی کوې؟! امام شریک رحمه الله ورته وویل: داسې نه ده، خو علم په اهل علم باندې ګران دی، بې ادبه خلکو ته یې نه ورکوي چې ضایع یې کړي، په دې سره د پاچا زوی راولاړ شو او د ده مخته یې په ادب سره ځنګنونه ولګول، ده ورته وویل: په دې ډول علم ترلاسه کول کیږي. تاریخ الخلفاء مخ: ۱۰۸ 
.
.
.
.
.

شریک بن عبد الله عباسي خلیفه مهدي ته وروستل شو، هغه ورته وویل: دریو کې به یوه خبره راسره منې، قاضي کیږې به، زما زامنو ته به درس او حدیث وایې او یا به یوځل زما سره ډوډۍ خورې، شریک فکر وکړ چې یوځل ډوډۍ خوړل اسانه دي، ډوډۍ ته پاته شو، مهدي خپل اشپز ته د مختلفو غوره خوړو تیارولو امر وکړ، ډوډۍ یې چې وخوړله اشپز یې مهدي ته وویل: امیر المؤمنین! له دې وروسته به پخپلو هڅو کې کامیاب نشي، ویل کیږي له هغه وروسته یې د مهدي زامنو ته درس پیل کړ او وروسته یې قضا هم قبوله کړه. سیر الأعلام النبلاء
د سلفو زمانه کې اکثره محدثين او فقهاء د وخت له واکمنو لیري ګرځیدل، هغوی ته ورتګ او ناسته پاسته د هغه وخت علماو کې بده خبره وه. ځکه هغه مهال واکمنو کې د خلافت راشده له مسیر نه لیږ او زیات کوږوالی راغلی و او په دې لاره کې اکثره له علماو سیاسي ګټه ترلاسه کیدل مطلب و نو هغو متقيانو علماو نه غوښتل د واکمنو د کړنو شریک وګرځي.

.
.
.
.
سپېڅلی معذرت!

پخوا به کتابونه خطاطانو لیکل، داراز علماو به خپلو کې له یوه بل نه لیکل، مریم بنت عبد القادر رحمها الله تعالی د شپږمي پېړۍ یوه عالمه ده، هغې د شپږمي پېړۍ وروستیو کې د جوهري د لغت کتاب &الصحاح& لیکلی دی، او د کتاب په پای کې لیکي: هیله کوم که دې کتاب کې مو کومه غلطي وموندله بښنه به راته کوئ، ځکه ما به په ښي لاس لیکل کول او په چپ لاس به مې د خپل زوی زانګو زنګوله!
.
.
.
.

رسول الله ﷺ فرمایي:

څوک چې په خلکو رحم نه کوي، الله به په هغه رحم نه کوي. قال رسول الله ﷺ : لا يرحم الله من لا يرحم الناس. رواه البخاري 7376
.
.
.
.
.

د غرب ځيرکتیا

دا کاغذي لوښي کې یو د چرګ لینګی، څو نور هډونه او چیپس پراته دي، چې ایله یوځل د یوه انسان معده ډکولی شي. او دا تور برمیل له &تورو زرو& ډک دی، چې الوتکي هوا ته پورته کوي، د نړۍ سترې کارخانې چلوي او موټر او هر ډول نقليه وسایط پر ځمکه ځغلوي. د کینتاکي کمپنۍ یو خوراک (د چرګ لینګی وغيره) له پوره برميل تیلو (تورو زرو) نه 1/24$ ګرانه ده، دې ته وایي د غرب ځيرکتیا او د شیخانو غفلت!

.
.
.
.

علماء وپوښتئ

امام ابو حنیفه رحمه الله یو سړی ولید چې مڼه یې غلا او بیا خیرات کړه، پوښتنه یې ورنه وکړه چې دا مو څه وکړل؟! هغه ورته وویل: زه له الله سره تجارت کوم، د یوې مڼې غلا یوه ګناه ده، خو چې خیرات مې کړه لس نیکي مې وګټلې، یوه نیکي د هغې ګناه په بدل کې او نه نیکي بچت راته پاته شوې! امام رحمه الله ورته وویل: داسې نه ده، د غلا دې یوه ګناه شوه. او د غلا مڼه خیرات کول الله نه قبلوي، الله پاک دی، پاک شیان مني. نو خیرات دې قبول نشو او ګناه دې په غاړه کې نښتې پاته شوه.
نن سبا هم داسې خلک شته چې عبادتونه پخپل سوچ او فکر برابروي داراز ګناهونه هم پخپله معلوموي. او له رښتیني عالم نه پوښتنه نه کوي. دوی باید پوه شي چې هغه دین الله ته منلی او منظور دی چې شریعت روښانه کړی وي، او دا د شریعت واقعي عالم درته ښودلی شي. خو له بده مرغه زموږ ځیني پخپل فکر او ګومان څوک کافروي او څوک مسلمانوي آن چې د خلکو د وژلو او بښلو امرونه له خپله سره صادروي. الله المستعان
.
.
.
.

د رسول الله ﷺ د یوې دعا یوه جمله داسي ده: (وَثبِّتْ حُجّتِي.ْ رواه أبو داود و الترمذي وغيرهما). یعني دلیل او منطق مي ثابت کړه، په دنیا کې مي ستا د دښمنانو او د دین د مخالفینو په مقابل کې دلیل مزبوت او پیاوړی کړه، د دعوت، امر بالمعروف او نهي عن المنکر په لاره کې مي دلیل او منطق ثابت او کره کړه. داراز په قبر کې د ملایکو په ځواب کې. د کومې خبرې او دعوې چې دلیل کره او ثابت وي هغه &حق& ده او د کومې خبرې چې دلیل سست او کمزوری وي هغه &باطل& ده، په دې دعا کې د دلیل د کره والي او ثبات غوښتنه دا معنا چې د حق د بیان له پاره مي دلایل کره او پاخه کړه.
.
.
.
.
.

اصلاً سیکولرزم مذهب او عقیده نه ده، د دولت چلولو یوه اډاوڼه او نظام دی، خو زموږ افراطي سیکولر فکرو دین ګرځولی دی او له ملا او اسلام سره ډغري پرې وهي.
.
.
.
.

هشام الذهبي یو عراقی ځوان دی، د خپلې سیمې 40 يتيمان پخپل کور کې پخپل لګښت داسې ساتي او روزي لکه خپل اولادونه، یوه ویب سايټ سره یې مرکه کې وویل: ماخستن تر هغو نه ویده کیږم څو مې دوی ټول خوندي کړي او ویده کړي نه وي! داراز  هغوی نه یواځي ساتي بلکي په ټولو زده کړي هم کوي، دی وایي دا يتيمان به تر هغو ساتم څو پخپله د ژوند تېرولو وړتیا پیدا کړي. په اوږه نیولی ماشوم یې &محمد& نومیږي او د ټولو کشری یو دی.
.
.
.
.

ډاډ
د ایټالیا ناپولي ښار کې مشهور ټوکمار کارلینیا ته پریمانه خلک رايوځای شوي وو، او د خندا او خټخټا (قهقهې) شور او زوږ ښار لړزاوه، په دې ورځ د هغه ښار یوه مشهور ډاکټر ته یو ناروغ ورغی او ورته کړه یې: ډاکټر صیب د ژور خپګان او پریشانۍ علاج راښیه! ډاکټر د نورو لارښوونو تر څنګ ورته وویل: ته باید ځان خوشاله ولرې، له ملګرو سره د خندا او ګپ شپ په مجلسونو کې برخه اخله، لکه دا نن ښار کې خلک مشهور ټوکمار کارلینیا ته راغونډ شوي وو ته هم باید داسې مجلسونو کې خامخا برخه ولرې. او دا ستا د ناروغي لپاره ګټوره لاره ده. ناروغ ورو غوندې ورته وویل: ډاکټر صیب زه پخپله کارلینیا یم ..!! ( هروبي إلى الحرية / مخ ٣٠ )
د زړه د ډاډ او ارام لپاره نوري لارې لنډي او چټي دي، یواځنۍ ګټوره لاره یې دا ده: أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ. [سُوۡرَةُ الرّعد : 28].  خبردار اوسئ! همدغه د الله ياد هغه شى دى چي زړونو ته ډاډينه ورپه برخه کوي.

.
.
.
.
.

توبه ځنډول

د توبې ځنډول داسې مثال لري لکه یو څوک هڅه وکړي چې یوه ونه له بېخه اوباسي، خو هغه سخته وي او په ځمکه کې ژوره تللې وي، نو له ځانه سره ووایي: اوس دې وي راتلونکي کال کې به یې وکاږم، نو څومره چې د دې وني ایستل ځنډوي هغومره دا ژوره ځي او د عمر په تېریدلو سره دی کمزوری کیږي. داراز توبه ځنډول هم درواخلئ، په ناوخته کولو سره یې ګناهونه زیاتیږي او عادت ګرځي.
.
.
.
.

مشهور هوښیار د ذو الرمة ورور هشام ته یو سړی راغی ورته ویې ویل: په سفر روانیږم وصیت راته وکړه؟ هغه ورته وویل: او ګوره له ځانه د خپلو ملګرو سپی مه جوړوه، هر ځای چې ملګري وي هغوی سپی لري که د خیر کار وکړي هغوی ورشریکان شي او که د شرم او عار خبره وي د ده غاړي ته یې ورواچوي. الزهد؛ لابن حنبل (1/368).

أضف تعليق