د حامد افغان فېسبوک مجله (سيپټمبر 2017م)

دویمه فېسبوک مجله

زما د فېسبوک لومړۍ مجله (مياشتني پوسټونه) د فېسبوک او فېسبوکه بهر ملګرو خوښه کړه، دا دی دویمه ګڼه مې هم تیاره کړه او ستاسو په خدمت کې ده، د ښو، خیر او خلکو د ښمر دې کرښو په خپراوي کې ستاسو درنو وروڼو پاملرنه غواړم، د الله ښه مو د ژوند مله. ستاسو حامد

1)

رسول الله ﷺ فرمایي:

د الله په نزد تر ټولو لویه ورځ د لوی اختر ورځ ده. او بیا د لوی اختر دویمه ورځ تر ټولو لویه ورځ ده. ‏قال رسول الله صلّى الله عليه وسلَّم: ‏أعظمُ الأيام عند الله يومُ النحر ثم يوم القَرّ. ‏رواه أحمد

ــــــــــ

2)

دې ستر امت ته د عرفات د رحمت غونډۍ هر کال د یووالي او اتحاد درسونه ورکوي او ورلیږي، خو کله چې بیرته ستانه شي هلته بیا خپلو ګوندي او حزبي چوکاټونو ته ولويږي او د خپلو فکري امامانو په قومندو یو بل سره ښکنځي، سپکوي او خوري.. څښتنه دې عظیم امت ته صالح او رښتیني مشران نصیب کړه او له ګمراه امامانو نجات ورکړه.
ـــــــــ

3)
یوه مصري حاجي کوم تلويزون ته د سعودي حکومت د خدماتو ستاینه کوله، په پای کې یې وویل: لنډه دا چې که څوک حج کول غواړي سعودي ته دې راځي.
ـــــــــ

4)
څو ځایونو کې چوپتيا له خبرو اغېزمنه وي:
_ کله چې له جاهل او احمق سره مخامخ شئ
_ کله چې ځای او مقام پخپله کیسه کوي
_ کله چې مناسب خبره نه لرئ
_ کله چې جاهلانه او چټي پوښتنه درنه وشي
_ کله چې یو څوک ستاسو له شهرته د ګټي ترلاسه کولو په نیت مباحثه او مناظره درسره کوي.
ــــــــــ

5)
کله چې د عباسي خلیفه مأمون الرشید وزیر فضل بن سهل ووژل شو، مأمون یې مور ته د تعزیت لپاره ورغی او ورته ویې ویل: مورکۍ په فضل مه خپه کیږه، اوس د هغه پر ځای ما خپل زوی وګڼه! د فضل مور ورته وویل: په داسې زوی به څنګه نه خپه کیږم چې د هغه پر ځای مې ستا په څېر شخص زوی کیږي؟!

مأمون د هغې ځواب ته په تعجب کې شو! وروسته یې وویل: تر ننه مې دومره ښایسته او دومره زړه راښکونکی ځواب نه و اوریدلی. من نثر الدر للآبي 266/2
ــــــــــ

6)
ابو ذر الغفاري رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ د کعبې سیوري ته ناست و زه یې خواته ورغلم، چې زه یې ولیدلم ویې فرمایل: د کعبې په رب مې قسم هغوی سخت تاواني دي. زه راغلم، لا سم کېنستی نه وم، ورولاړ شوم، مال يا رسول الله مور و پلار مې له تا قربان، څوک یادوې؟ ول هغه خلک چې ډېرې شتمنۍ لري. مګر هغه یې تاواني نه دي چې داسې، داسې او داسې، مخته، شاته ښي او چپ لور ته. یعني هر لور ته او هر چا ته خیراتونه ورکوي. او دا ډول شتمن کم دي. رواه مسلم.
ــــــــــ

7)
د بصرې والي عدي بن ارطاة ته یوه ښځه راغله او د خپل میړه شکایت یې ورته وکړ، چې سړيتوب یې ختم دی، جماع نه شي کولی. عدي ورته وویل: والله د ښځو له دا ډول شکایتونو زه شرمیږم، هغوی باید شرم او حیا وکړي. او د دې کار … مینه باید ښکاره نه کړي، هغې ورته وویل: د دې کار مینه ستا مور هم لرله، که زه یې هم ولرم بده خبره نه ده، په دې هیله چې الله ستا په څېر زوی راکړي. من نثر الدر للآبي: 2/272
ــــــــــ

8)
هوښیار ته چا وویل: د بندګانو کوم کار د الله کړنو ته ډېر ورته دی، هغه وویل: له خلکو سره ښېګڼه!
ــــــــ

9)
یوه زاهد له یوه تاجر نه څه شی اخیستل، د زاهد یو شناخته سړی ورغی او تاجر ته یې د زاهد په اړه وویل: دا فلان زاهد او دینداری انسان دی، د ده رعایت وکړه. زاهد په دې خبره هغه ته سخت غوسه شو او ورته ویې ویل: ما دلته پیسې راوړې دي، زه په پیسو سودا کوم، په دین مې سودا نه کوم! من نثر الدر للآبي: 30/3
ــــــــــ

10)

معنويت اصلي شی دی او شکل و صورت ثانوي او دوم نمبر شی دی، سپوږمۍ موږ دومره ښایسته بولو چې ډېر ښایسته شیان هغې ته ورتوو یعني تشبیه کوو، سپوږمۍ د شکل په لحاظ هیڅ نه ده ښایسته، یوه ګرده تکه سپېنه پتیره ده، خو معنويت یې ټولې نړۍ ته ځلا ورکوي نو خکه د ښایسته شیانو “مشبه به” ده. راځئ لاندې راښکته شو، د بادامو ونه هم دومره ښایسته نه ده، بلکي له دې ښایسته او ګورې ونې شته خو زموږ فولکلور کې یې ښایسته بولو، ځکه معنويت یې خورا لوړ دی او هغه د بادام ګټوره میوه ده، نو ځکه شاعران خپله محبوبه د بادام له وني سره تشبیه کوي: شا لیلا ونه د بادام..
ـــــــــ

11)
هیواد سره مینه

حب الوطن من الایمان (وطن سره مینه د ایمان برخه ده) كه څه هم خلکو په حدیث سره مشهور کړی دی خو حدیث نه دی، عجيبه خو دا ده چې د وطن د میني په اړه کره او قوي حدیثونه شته خو هغه چاته نه دې معلوم! راځئ په دې اړه کره معلومات ولولو او راته معلومه کړو چې له وطن او ملي نوامیسو سره مینه څومره مهمه ده.

د مکې ښار له هغو سرسخته مشرکانو ډک وو چې رسول الله یې اخیر هجرت ته مجبور کړ، هغه چې د هجرت په مهال د مکې له ښاره ووت بیرته یې مکې ته وکتل په داسې حال کې چې سترګې مبارکې یې د مکې د فراق لامله له اوښکو ډکې وې هغې ته په خطاب کې یې وفرمایل: څومره خوږه او ښایسته او څومره راته ګرانه یې، که زما قوم زه مجبور کړی نه وی زه به له تا پرته بل ځای نه وم اوسیدلی. عن ابن عباس – رضي الله عنه- قال: قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم- لمكة: ما أطيبك من بلد وأحبك إلي، ولولا أن قومي أخرجوني ما سكنت غيرك. رواه الترمذي وابن حبان في صحيحه والطبراني في الكبير.

په یوه بل روایت کې راغلي چې د رسول الله یو خپلوان له مکې راغلی و، رسول الله د مکې د حالاتو پوښتنه ورنه وکړه هغه د مکې د ښار، غرونو ورشوګانو او … کیسې ورته پیل کړې، رسول الله یو څه د هغه کیسې واوریدلې وروسته یې ورته وویل: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه.

رسول الله له مشرکانو ډکې مکې ته په قسم سره ( یوه روایت په قسم سره هم راغلي) فرمایي: د ځمکي پر مخ له ټولو ښارونو ته ما ته ګرانه یې، داراز د همدې مکې د ښار، کوڅو، ورشوګانو پوښتنه کوي او د هغې یاد یې دومره کړوي چې هغه کس ته وایي: نور بس کړه او په ټپي زړونو مالګې مه دوړوه!

یوه بل روایت کې راغلي چې صحابه کرامو کله هجرت وکړ نو د ابو بکر صدیق او بلال رضی الله عنهما سختی تبې شوې او دوی به د تبې په حالت کې شعرونه ویل او په شعرونو کې به یې مکه یادوله، رسول الله چې د دوی حالت ولید نو دعا یې وکړه چې یا الله موږ ته مدینه داسې راګرانه کړه لکه مکه چې دې راباند ګرانه کړې وه.

لکه څرنګه چې هیواد د هیواد هر وګړي ته ګران وي باید په هیواد کې د ولس مشترکاتو ته هم د هیواد په څیر درناوی وشي، زموږ پر هیواد پریمانه يرغلګر راغلي او له بیرته تګ سره یې مریونه او غلامان خوار او ذلیل ګرځيدلي دي اما هیواد او ملي نوامیس پر خپل ځای درانه او محترم پاته دي ځکه دا د ټول ولس دي تر څو چې دا ولس ژوندی وي هیواد او ملي نوامیس به یې درانه او خوندي وي.

د هیواد خاوره د پردیو په پلیتو قدمونو نه ناولې کیږي د هیواد او ولس نوامیس د پردیو او پرديپالو په څو ورځو شتون نه سپکیږي او نه یې باید سپک وګڼو، دا هیواد زموږ دی، دا ملت زموږ دی ، موږ د دې ملت یو، موږ له خپل ملت سره مینه لرو او هم د ملت له نښو او نښانو سره مینه لرو
ــــــــــ

12)
رسول الله ﷺ فرمایي:

جنتیان دری ډوله دي:
• هغه واکمن چې عادل وي خیراتونه کوي او ولس ته په خیر او ښو رسولو کې بریالی وي.

• هغه مهربانه سړی چې د ټولو خپلوانو او ټولو مسلمانانو لپاره نرم زړی او خواخوږی وي.

• هغه د اولاد څښتن چې له ګناهونو او حرامو پاک وي او د پاکي کوښښ کوي.

قال رسول الله ﷺ: أَهْلُ الْجَنَّةِ ثَلاثَةٌ: ذُو سُلْطَانٍ مُقْسِطٌ مُتَصَدِّقٌ مُوَفَّقٌ, وَرَجُلٌ رَحِيمٌ رَقِيقُ الْقَلْبِ لِكُلِّ ذِي قُرْبَى وَمُسْلِمٍ, وَعَفِيفٌ مُتَعَفِّفٌ ذُو عِيَالٍ. رواه مسلم ٢٨٦٥
ـــــــــ

13)
وطنپرستي!

فرانس نه د برتانیه لور ته روان ریل ګاډي کې ناستي فرنسوۍ ميرمني څنګ ته یو پرنګی کېناست، پرنګي ته میرمن وارخطا غونده ښکاره شوه او د وارخطایي د لامل پوښتنه یې ورنه وکړه، هغې وویل: زما سره 10000 ډالر دي او دومره ډالر حکومت بهر ته نه پریږدي، پرنګي ورته وویل: 5000 ما ته راکړه او ستا ادرس هم راکړه چې هلته یې درته ورسوم. ښځي همداسې وکړل.

کله چې ریل ګاډی د تلاشي ځای ته ورسید پولیسو میرمن وکتله او څه یې ورته ونه ویل، خو پرنګي کاپر په پولیسو غږ وکړ چې دې ښځي سره 10000 زره ډالر دي او له ده سره د وېش کیسه یې وکړه او زیاته یې کړه چې زه له وطن سره نه خپله خیانت کوم او نه بل خاین خوښوم او نه یې مرسته کوم. پولیسو له ښځي نه ټول ډالر واخیستل او ویې نیول او له پرنګي نه یې مننه وکړه.

دوه درۍ شپې وروسته پرنګی د فرنسوۍ ميرمني په ادرس د هغې کور ته ورغی او دروازه یې وروټکوله، ښځه چې راووتله او هغه یې ولید، له قهره ورته سره او شنه شوه او پرې چیغه یې کړه: ظالمه تا زما سره ولې دومره زیاتی وکړ؟! خو پرنګي سمدستي جېب ته لاس کړ او هغې ته یې 15000 ډالر ونیول! هغه حیرانه شوه، ول دا څه دي؟! پرنګي ورته وویل: لس زره ستا خپل او پنځه زره زما له خوا د انعام په توګه ومنه او هغه زیاته کړه: ستا سره مې د پولیسو مخکې هغه چل ځکه وکړ چې زما په لاسي بکس کې دری میلیونه ډالر وو او په دې توګه مې د پولیسو پام ستا لور ته واړوه.

پایله: د دې پرنګي په څېر د وطنپرستي او صداقت ځیني نارې وهونکي په حقیقت کې ترټولو ستر غله وي، متاسفانه داسې دروغژن وطنپرستان او ډالري غله په دریمه نړۍ کې بېخي زیات دي او د خپل هیواد خو تاسو ته پته شته چې څومره دي؟
ـــــــــ

14)
قاضي العنبري به د خلکو کورونو ته تیاره ډوډۍ ورلیږله، چا ورته وویل: ښه به دا وه چې خلک مو د ډوډۍ لپاره خپل کور ته رابللی، هغه ورته وویل: ما ته دا خوند نه راکوي چې یو سړی خبل کور ته ولاړ شي، له لاسونو یې د ډوډۍ بوی ځي او کوروالو یې هیڅ نه وي خوړلي. عیون الأخبار لابن قتیبة الدینوري

* قاضي العنبري سوار بن عبد الله نومیدی، د بغداد د الرصافه نومي ځای قاضي و، د امام ابوداود، الترمذي، النسائي او نورو استاد و، په کال: ۲۴۵ هـ کې وفات شوی دی. رحمه الله تعالی
ـــــــــ

15)
دری نوبل ګټونکي ستر قاتلان

لومړی: مناحم بیجن د اسرائیلو د لیکود ګوند مؤسس او د اسرائیلو شپږم ولسمشر و، د ده د واک پر مهال فلسطین کې د “دیر یاسین” خونړۍ پېښه رامنځته شوه چې سلګونه فلسطیني ميرمني او ماشومان په کې شهیدان شول.

دویم: شمعون پیریز هم د اسرائیلو ولسمشر و چې د ګڼ شمیر فلسطینیانو له وژلو، زورولو، ترټلو او بې کوره کولو سره؛ لبنان کې د قانا د خونړۍ پېښي مسؤل هم و، چې ګڼ شمیر فلسطینیان ماشومان په کې ووژل شول.

دریمه: آن سان سوچي د میانمار لومړۍ وزیره ده، فعلاً د دې د حکومت په لاس د میانمار راکان ولایت کې د روهنګي مسلمانانو پر خلاف وحشتونو موږ او تاسو شاهدان یو.

دا دريواړه مو دلته ځکه رایو ځای کړل چې دریواړو ته د نوبل د سولي جائزه ورکړل شوې ده! له دې نه د نوبل د جائزې حقیقت معلومولی شو او دا هم معلومولی شو چې د غربیانو او امریکایانو سوله او د سولي سرخیلان څه ډول انسانان وي. لعنت په نوبل، لعنت د هغه په جائزه، لعنت په غرب او امریکا او لعنت د دوی په سوله او لعنت د دوی په مزدورانو.‏
ــــــــــ

16)
رسول الله ﷺ شپه کې په یوه کور تېریدی، هلته یوې بوډۍ ښځي لمانځه کې دا ایت: “هل أتاك حديث الغاشية” تلاوت کاوه او تکراروه. رسول الله ﷺ ورته ودریدی، د هغې تلاوت یې اوریدی، ورته ژړل یې او په ژړا کې ورته ویل: ” نعم أتاني ” ، ” نعم أتاني ” یعني هو، د اخرت خبره ما ته رسیدلې ده. تفسير ابن أبي حاتم
ــــــــــ

17)
که مچانو ته مو دا قناعت ورکړ چې له ډېرانه ګلان ښایسته او خوندور دي؛ کولی شئ وطنپلورو ته هم دا قناعت ورکړئ چې وطن له چوکۍ او شتمنۍ نه ډېر غوره دی.
ـــــــــ

18)
څوک شهید دی؟

رسول الله ﷺ صحابه کرامو نه پوښتنه وکړه: تاسو شهید چا ته وایئ؟ هغوی وویل: څوک چې په وسله ولګیږي (ومري)، هغه وفرمایل: ډېر داسې کسان شته چې په وسله ومري نه شهید وي او نه د ستايني وړ وي. او ډېر داسې کسان شته چې پخپله بستره پخپله ومري خو هغه د الله په نزد رښتینی او شهید وي. عَنْ أَبِي ذَرٍّ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَنْ تَعُدُّونَ الشَّهِيدَ ؟ قَالُوا : مَنْ أَصَابَهُ السِّلَاحُ قَالَ : كَمْ مَنْ أَصَابَهُ السِّلَاحُ وَلَيْسَ بِشَهِيدٍ وَلَا حَمِيدٍ وَكَمْ مَنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ حَتْفَ أَنِفَهُ عِنْدَ اللَّهِ صَدِّيقٌ وَشَهِيدٌ. رواه ابو نعیم.
ـــــــــ

19)
عمر بن الخطاب رضي الله عنه خلکو ته په خطبه کې وویل: تاسو د خپلو غزاګانو په اړه وایئ: فلانی شهید دی او فلان په شهادت ورسید. او شونې ده هغه به هسې خپله سپرلۍ درنه کړې وه. تاسو دا خبره مه کوئ، بلکې داسې وایئ لکه رسول الله به چې فرمایل: څوک چې د الله لاره کې مړ شي او یا ووژل شي هغه شهید دی. تَقُولُونَ فِي مَغَازِيكُمْ فُلَانٌ شَهِيدٌ وَمَاتَ فَلَانٌ شَهِيدًا ، وَلَعَلَّهُ قَدْ يَكُونُ قَدْ أَوْقَرَ رَاحِلَتَهُ ، أَلَا لَا تَقُولُوا ذَلِكُمْ وَلَكِنْ قُولُوا كَمَا قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ
ـــــــــ

20)
اخیر به هغه څوک درسره پاته کیږي چې ستا سره مینه لري، نه هغه چې ته مینه ورسره لرې.
ــــــــــ

21)
لمر زموږ لپاره سوځي موږ سپوږمۍ ته غزلې وایو!
ـــــــــ

22)
د المغرب عرب ړوند، سترګور بولي، هدیره، روضه بولي، اور، روغتیا بولي، له حاملې ښځي چې د حمل په اړه پوښتنه کوي ورته وایي: سپکتیا سره څنګه یې؟ داراز د چا چې یوه سترګه ړنده وي وایي: هغه ښایسته سترګه یې. او عام عرب مارچیچلي ته روغ او سلیم وایي. د تجارت لپاره چې ډېر ملګري له سپرليو او سامانونو سره له کورونو روان شي؛ قافله یې بولي، یعني بیرته راګرځیدونکې.

دې ته دوی تفاؤل او نېکفالي وایي، داراز دا د معیوب او مصیبت ځپلي انسان خاطر، خواخوږي او هغه سره په لوړ ذوق او درنښت چلند بلل کیږي، چې د غوره اخلاقو او ښه انساني چلند په کتار کې راځي.
ـــــــــ

23)
رسول الله ﷺ فرمایي:

د پارلمان غړیتوب حق او ګټور کار دی، خلک باید خامخا د پارلمان غړي ولري، خو د پارلمان غړي به په جهنم کې وي. عَنِ الْمِقْدَامِ بْنِ مَعْدِ يكَرِبَ قَالَ قَالَ رَسُوْلُ اللّٰهِ الْعَرَافَةُ حَقٌّ ، وَلَا بُدَّ لِلنَّاسِ مِنْ عَرِيفٍ ، وَالْعُرَفَاءُ فِي النَّارِ. أَخْرَجَهُ أَبُو دَاوُدَ

حدیث کې د (العریف) لفظ راغلی دی، ابن حجر رحمه الله فتح الباري کې او د حدیثو نورو شارحینو عریف کټمټ د موجوده وخت د پارلمان غړی معرفي کړی دی. او دايې هم زیاته کړې ده چې حدیث کې وکيلان یا د پارلمان غړي ځکه جهنميان یاد شوي دي چې د دوی اکثره خطاکار او په امانت سره خپله دنده نه ترسره کوي، که کوم وکيلان سم وي او خپل مسؤلیت په امانتداري سر ته رسوي هغه به جنت ته ځي ځکه د خلکو خدمت خورا ستر عبادت دی.
ــــــــــ

24)
کوم ملګري غاښونه یې ناپاک او ژیړ رنګه ولیدل، هغه ته یې مخامخ ونه ویل چې غاښونه پاکوه، پاکي مهمه ده وغيره، بلکي چې نور ملګري یې هم رایوځای شول، ورته ولاړ شو او ټول یې داسې مخاطب کړل: تاسو ولې ما ته په داسې حالت کې راځئ چې غاښونه مو ناپاک او ژیړ رنګه وي، مسواک وهئ. مالي أراكم تأتوني قلحاً؟ استاكوا. رواه أحمد.

خلکو ته د سمي لاري ښوولو دا طریقه د رسول الله ﷺ عادت و. مخامخ چا ته امر کولو کې د مقابل لوري د غبرګون له ويري سره د هغه د خپګان ویره هم شته، رسول الله ﷺ شارع هم و، بیا یې هم خلکو ته دومره په حکمت خبره کوله، زموږ ځیني په ډک مجلس کې په یوه غریب مخ ورواړوي او سپکه سپانده یې کړي، دا دعوت نه بلکي د خلکو حقارت او د هغو عداوت رامنځته کول دي او د رسول الله ﷺ د دعوت له حکیمانه اسلوب نه بغاوت هم دی.
ــــــــ

25)
د نفاق په نړۍ کې ضمیرونه څومره ارزانه پلورل کیږي؟!!
ــــــــــــــ

26)
عمر بن الخطاب رضي الله عنه وایي:
داسې وخت نږدې دی چې په ښکاره به کلي او وطنونه اباد خو په حقیقت کې به وران او ویجاړ وي! چا ورته وویل: هغه څنګه؟! ده ورته وویل: دا هغه مهال چې بېلاري خلک په ښو خلکو لوړ شي او منافقان د قومونو مشران شي. العقوبات لابن ابي الدنیا و کنز العمال

زمانه چې د ارزالو په طــــرف شوه
ځکه هسکه پايه ټيټه د شرف شـوه
ـــــــــ

27)
فیصله کوونکي دری ډوله دي

رسول الله ﷺ فرمایي: فیصله کوونکي (قاضيان یا مرکه کوونکي) دری ډوله دي: دوه ډوله به یې په جهنم کې وي او یو ډول په جنت کې. کوم فیصله کوونکی چې حق وپېژني او له حق سره برابره فیصله وکړي؛ هغه به جنت کې وي. او هغه فیصله کوونکی چې حق وپېژني او قصداً د هغه پر خلاف پریکړه وکړي؛ هغه به په جهنم کې وي. او هغه فیصله کوونکی چې حق ونه پېژني او په بې علمي سره پرېکړه وکړي؛ هغه به په جهنم کي وي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ ، عَنْ أَبِيهِ ، عَنِ النَّبِيِّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ – قَالَ : الْقُضَاةُ ثَلَاثَةٌ : قَاضِيَانِ فِي النَّارِ وَقَاضٍ فِي الْجَنَّةِ . قَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ فَقَضَى بِهِ فَهُوَ فِي الْجَنَّةِ ، وَقَاضٍ عَرَفَ الْحَقَّ فَجَارَ مُتَعَمِّدًا فَهُوَ فِي النَّارِ ، وَقَاضٍ قَضَى بِغَيْرِ عِلْمٍ فَهُوَ فِي النَّارِ. رواه الحاكم و ابو داود و ابن ماجة

حدیث کې که څه هم د الْقُضَاةُ (قاضیان) لفظ راغلی دی خو د حدیثو شارحین وایي له قاضي نه مراد هر هغه فیصله کوونکی دی چې د هغه فیصله ملزمه او خامخا پلې کیدونکې وي. د پښتنو د جرګو او مرکو خلک یا ثالثان هم دې کې راځي، ځکه هغوی له دواړو لوریو (توی وړی واک) اخلي او بیا پریکړه کوي. او الله دې د وی په حال رحم وکړي د ډېرو پریکړې د حافظ غونډاري وي.
ـــــــ

28)
د تشسرو خولې هر وخت خلاصې وي، هر څه چې په خوله ورځي بادوي یې. او هوښیار اکثره چوپ او سنګین ناست وي. لکه الرافعي وايي: له حکمته تش سر څښتن ته یواځې له پوچو خبرو ډکه خوله ورکوي. خوشال بابا وایي:

بحر ډک له ملغلرو چوپ روان دی
د کم عقلو خلکو خوی لکه د چړ وي
ــــــــــ

29)
د مسلمانانو خپلمنځي شخړو او مخالفتونو کړوه او دردوه، لاسونه یې څښتن ته لپه کړل ول: یا الله! د خپلو ولسونو د خیر او ګټي لپاره د هغوی … زړونو کې مینه پیدا کړه.. همدا الله ته د زارۍ لپه لاسونه یې زورواکو شا ته وتړل او زندان ته یې ولیږه!

دلته په چوپتيا بندیز!
دلته په دعا بندیز!
دلته د زړه په سودا بندیز!
دلته په واه او آها بندیز!
ــــــــــ

30)
رسول الله ﷺ فرمایي:

الله ستاسو لپاره دری شیان مکروه او بد کارونه ګرځولي دي: چاویلي او وایي (یعني د خلکو بې ګټي خبرې) مال ضایع کول او ډېر سوال کول. عَنِ المُغِيرَةِ بْنِ شُعْبَةَ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: إِنَّ اللَّهَ كَرِهَ لَكُمْ ثَلاَثًا: قِيلَ وَقَالَ، وَإِضَاعَةَ المَالِ، وَكَثْرَةَ السُّؤَالِ. رواه البخاري 1477

حافظ ابن حجر رحمه الله د دې حدیث شرحه کې لیکي: له ” قیل و قال” نه مراد د خلکو په چټي او بې ګټي خبرو بوختیا ده او دا مکروه ده، (إضاعة المال) یعني مال ضایع کول لکه په حرامه لاره کې لګول او یا په مباح چارو کې اسراف او بدخرڅي کول او ډېر سوال کول لکه له خلکو څه غوښتل او یا په علم کې د دنیا او اخرت په اړه زیاتي پوښتني کول. فتح الباري

یادونه: د نېټ او فېسبوک ډېره بوختیا او په ساعتونو وخت ضایع کول او هر څه لوستل هم په “قیل و قال” کې راځي.
ــــــــــ

31)
د امام غزالي رحمه الله فتوی ده چې له حاجيانو ډالۍ اخیستل حرام دي! ځکه اکثره حاجيان له شرمه ډالۍ وېشي او دا چې خلک یې بخيل ونه بولي. د عرب ملګري له وال نه

ــــــــــ

32)
یوه بوډا عرب نه مې پوښتنه وکړه چې حج مو کړی؟ ول نه، زه غریب یم. وروسته یې مجلس کې مکه کې د اوسيدلو کیسه راته کوله، مال مکه کې څومره وخت اوسیدلی یې؟ ول څلور پنځه کاله، مال نو هلته مو حج ولې نه کاوه، هلته خو مو مصرف هم نه کیده؟ راته موسکی شو ول درته ومې ویل زه غریب یم، خپلوانو ته مې ډالۍ په څه شي اخیستې وی؟! د تېر پوسټ د امام غزالي فتوی پوري رایاده شوه.

بوډا عرب ساده او ناپوه و، د زړه خبره یې ډاګيزه کړه. خو نن سبا زموږ اکثره حاجيان عملاً ډالۍ لازمي بولي، فکر کوم ډېری داسې خلک شته چې که د ډاليو او تحفو پیسې ونه لري حج ته به زړه ښه نه کړي.
ــــــــ

33)
د عمر بن الخطاب ورور زید

زید بن الخطاب رضي الله عنه د عمر بن الخطاب رضي الله عنه مشر ورور و او په هغه سخت ګران و، د احد غزا کې د جګړې په مهال له زید نه زغره ولویدله، عمر خپله زغره وروایستله ورته کړه یې زما زغره واغونده! خو زید ورته وویل: ستا نه شهادت ته زما زيات زړه کیږي. هغه چې د یمامه غزا کې شهید شو ټول مسلمانان او عمر خورا زیات پرې خپه شول او عمر وویل: هغه دوو ښېګڼو کې زما نه مخکې شو. هغه له ما نه مخکې مسلمان شوی و او زما نه مخکې شهید شو.

یوه مشهور شاعر خپل وژل شوي ورور ته خورا نادره مرثیه ليکلې وه، عمر یوه ورځ هغه شاعر ته وویل: که زه ښه شاعر وی ستا په څېر به مې خپل ورور زید ته ښایسته مرثیه لیکلې وه، شاعر ورته وویل: امیر المؤمنین! که زما ورور ستا د ورور په څېر ستره غزا (د یمامه غزا) کې وژل شوی وی، هیڅکله به مې نه و یاد کړی! عمر د شاعر په خبره ډېر خوشاله شو، ول دومره ښه تسلیت هیچا نه دی راکړی!

عمر بن الخطاب رضي الله عنه به خپل خوږ ورور ډېر يادوه او د هغه رضي الله عنه په اړه به یې دا خبره ډېر ځله کوله: هر سهار چې باد را الوځي ما ته د زید د یادونو بوی رارسوي! لکه ملا بسمل چې وایي:

هدیره کې مې د ورور دڅڼو بوی دی
لکه ورور داسې ښکاریږي د ورور قبر

په سپيرو خاورو مې کله ورور پيروزه دی
خو په سترګو نه جوړیږي د ورور قبر

ماخذونه: الاستیعاب لابن عبد البر، البدایة والنهایة، طبقات ابن سعد
ــــــــــ

34)
زړه لکه د ګل پاڼه

د ګل نازکه پاڼه د لیدلو او بویه ولو لپاره ده، هغه په لاس کې وهلو سره خپله تازګي او ښکلا بایلي. د الله په پریمانه مخلوقاتو کې یو داسې مخلوق هم شته چې هغه د ګل له نازکي او پستې پاڼي ډېر نرم او نازک دی او هغه د انسان زړه دی! که یو څوک د کوم انځورګر نرم او باریک انځور تر پښو لاندې دل کړي، انځورګر چې پخپل انځور څومره خپه کیږي، الله د یوه انسان په زړه ازارولو له هغه زیات خپه کیږي. عبد الرحمن بابا وایي:

که مشکل دي خو د زړونو رغول دي
سهل کار دی سود وزیان د دې دنیا

چې د ورور د عزیز زړه پرې ازارېږي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا
ـــــــــ

35)
حسن البصري رحمه الله وایي: که انسان په بې ګټي کارونو ډېر بوخت و، پوه دې شي چې الله مخ ورنه اړولی دی! شرح أحادیث الأربعین النوویة
ـــــــــ

36)
څوک چې له چاپیریال نه ويریږي هغه د بدلون فکر نه شي کولی. ایریک هوفر
ـــــــــ

که له ځانه مثالي او نمونه انسان نه شې جوړولی، دومره خو کولی شې چې نورو ته له ضرر رسولو لاس ونيسې. او همدومره کافي ده.
ــــــــــ

37)
لویه ګټه

د ځان لپاره هر ژوندی سری لګیا وي، د انسان مهمه ځانګړتیا دا ده چې ماغزو کې د نورو د خدمت سوچ و فکر او اندېښنه کولی شي او کوم انسان چې د نورو د ښمر لپاره عملي ګام پورته کوي دا دومره برکتي ګام دی چې له برکته یې انسانیت اباد او مخ پر وده روان دی. رسول الله ﷺ فرمایي: خلکو ته زیاته ګته رسوونکی، الله ته تر ټولو خلکو ګران دی. أحب الناس إلى الله أنفعهم. رواه الطبراني

د انسانیت چوپړ ته شخصي ژوند کې ځای ورکول او دا خپله وجيبه بلل هغه ستره کړنه ده چې انسان د الله د زیاتي میني وړ او مستحق ګرځوي او د دومره ستري نېکمرغي ترلاسه کولو لاره کې که یو انسان خپل ژوند ولګوي او وبایلي؛ خورا لویه ګټه یې وکړه او هدف ته ورسیدی.

شرنګېږه او د حسن د مستۍ په ټس کې مات شه
نور څه غواړې د دوو پیسو بنګړیه لیونیه
ــــــــــ

38)
کوچنی مار د غاټ مارغه له مښوکي تاو شوی او نه یې پریږدي هغه ښکار او وخوري! دا انځور مشهور انځورګر جوس ګارسیا Jose Garci­a انځورلی دی او د دې کال نړۍ کې د مارغانو غوره انځور جایزه یې ګټلې ده.

ما دا انځور داسې تعبیر کړ چې که کمزوري ولسونه د امریکا له وحشي او خونړۍ مښوکه تاو شي، ځانونه به هم وژغوري او امریکا به هم تباه کړي..

یا الله امریکا تباه کړه
ـــــــــ

39)
رسنۍ وپېژنئ

یوه حدیث کې د یوې فتنې په اړه راغلي دی: دې فتنه کې به ژبه د توري له وار نه ډېره سخته وي. اللِّسَانُ فِيهَا أَشَدُّ مِنْ وَقْعِ السَّيْفِ. رواه الترمذي وأبو داود وابن ماجه

د رسول الله ﷺ د دې جملې په رڼا کې ویلی شو چې موجوده وخت کې د کفري نړۍ مختلفو فکري، نظامي او.. یرغلونو کې که څه هم هغوی خورا پرمختللي وسایل او وسلې لري، خو د هغوی دجالي رسنۍ یې له دې ټولو زیاتي اغېزمني دي.
ـــــــــــ

40)
د ماشوم لپاره د مور غېږه تر تولو ښه د امن او خوند ځای دی. د ځوان لپاره د ارام، خوشالي او میني ترټولو ښایسته ځای خپل کور.. دی. د بوډا لپاره ټول اولادونه او خپلوان د هغه د یوې بوډۍ مېرمني ځای نه شي ډکولی. له دې سره بیا هم ټول په یوه خوله وایو: ښځه ضعیف او کمزوری مخلوق ده!!
ـــــــــــــ

41)
العجوز د بوډا یا بوډۍ په معنی ده، عربي کې د (العجوز) لفظ دوه باندې سل (102) معناوي لري! یوه عجیبه معنی یې (پېغله ښځه) ده! او پېغلي ته د نېکفالي لامله العجوز یعني بوډۍ وایي، چې الله ډېر عمر ورکړي. په رښتیا هم دا ډول نوم کارونه د پېغلو لپاره هغه د چا خبره ورطة یا لانجه ده، یو خوا هغوی ته ډېر عمر خوند ورکوي او بل خوا د بوډۍ له لفظ نه سخته کرکه لري… د دکتور ابراهیم الحربي له کتاب (العجوز) نه

دا چل موږ هم کوو، کوچني ماشوم ته ځوان او ځلمی وایو، په دې نیت چې الله یې په خیر سره ځلمی کړي او بله ګته یې دا چې هغه ته لا په ماشومتوب کې د لویي، پیاوړتیا او ځواني احساس وليږدي.
ــــــــــ

42)
کوښښ کوم ملګرو ته له خپلي فېسبوک پاڼي نه د دین، اخلاقو، ټولنیز ژوند او.. موضوعاتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړم، البته سیاسي موضوعاتو کې د نه ګډون بښنه او معذرت به راسره منئ، ځکه ټولې خواوي رانيول ناشونی غونده کار دی او بل زموږ د سیاست ډګر تشه او خالیګاه نه لري .. انجنيران، ډاکتران، علماء، پروفیسران، محصلین، طالبان، خواص، عوام وغیره.. مو اکثره د سیاست د ډګر شاهسواران دي.. نو موږ غوندي عاجزان طبعاً معاف یو.. راسره موافق یئ؟
ــــــــــ

43)
د یوې پېغلي په اړه داسې خبر لیکلی و: نوموړې له خپلو 20 ملګرو هر یوه نه نوی موډل آيفون غوښتی و، کله یې چې ټول ترلاسه کړل، خرڅ یې کړل او ځان ته یې نوی کور پرې واخیست!
مال زموږ سیکولر حشرات.. ځکه ګیله من … دي چې ختیځ کې ښځه ولې له یوه زیات مېړونه نه شي کولی.
ـــــــــ

44)
مناسب ځای کې پاته خبره
له لاسه د وتلې موکې یاد
مخالف ته د “نه ځواب” یاد
دريواړه په سینه کې داسې ټوپونه وهي لکه محاصره شوي موږک.
ـــــــــ

45)
رسول الله ﷺ فرمایي: د اسمانونو او ځمکي مخلوقات، آن د سیند ماهیان؛ خامخا عالم ته د مغفرت دعاګاني کوي! ابن ماجه
ـــــــــــ

46)
رسول الله ﷺ یوه صحابي ته فرمایي: کله چې ګناه وکړې له هغه وروسته نېکي وکړه؛ نېکي هغه ګناه له منځه وړي. مُسند أحمد
ــــــــــ

47)
سول الله ﷺ فرمایي: په خوراک د شکر ایستونکي دومره اجر دی لکه په روژه د صبر کوونکي. رواه الحاكم
ــــــــــ

48)
رسول الله ﷺ فرمایي: د کونډو او مسکینانو مرستندوی لکه دالله د لاري مجاهد اویا هغه چې دشپې عبادت کوي او د ورځي یې روژه وي. متفق علیه
ـــــــــ

49)
رسول الله ﷺ د عرفې ورځي خطبه کې وفرمایل: د ښځو په باره کې له الله نه وويریږئ، ځکه تاسو هغوی د الله په ژمنه سره ترلاسه کړې دي او هغوی تاسو ته د الله په امر سره روا شوې دي. قال رسول الله ﷺ : فاتقوا الله في النساء ، فإنكم أخذتموهن بأمان الله ، واستحللتم فروجهن بكلمة الله. رواه مسلم

د الله په امان او ژمنه سره د میرمنو اخیستل مطلب دا دی چې هغوی سره د ښه چلند او د هغوی د حقوقو پوره کولو شریعت کومي لارښوونې کړې دي هغه به نارینه خامخا ترسره کوي.
ــــــــــ

50)
امام ابو حامد الغزالي رحمه الله وایي: تر څو چې ممکنه وي باید له تکفير (په چا د “کفر ” له ټاپې لګولو) نه ځان وژغورل شي، ځکه څوک چې قبلې ته لمونځ کوي او په ډاګه د (لا اله الا الله محمد رسول الله) کلمه وایي د هغو تکفیرول او وینې او مال یې حلال بلل غلط کار دی او د زرو کافرانو د پرېښودلو خطایي اسانه ده خو د مسلمان د کمو وينو تويولو خطایي ډېره سخته ده. (الاقتصاد في الاعتقاد ص 81).
ـــــــــ

51)
زما یې پرې څه

عثماني سلطان سلیمان القانوني رحمه الله د وخت مشهور عالم یحیی افندي ته ولیکل: د یوه دولت د نړیدلو او له منځه تللو اسباب څه دي؟ هغه په ځواب کې ورته ولیکل: ښاغلی سلطان زما له دې سره کار نشته.

سلطان سلیمان د هغه ستر او ویښ عالم په دې بېباکه ځواب هک حیران شو او پخپله یې هغه ته د ورتګ پریکړه وکړه، چې هلته ورغی خپله پوښتنه یې تکرار کړه او ورته ویې ویل: زما پوښتنه جدي ده، تاسو باید مناسب ځواب راکړئ، په دې سره علامه یحیی افندي رحمه الله لاندې ځواب ورکړ.

ښاغلی سلطان! کله چې کوم هیواد کې ظلم عام شي او په هر شي کې فساد رامنځته شي. او هر څوک چې دا ظلم او فساد ویني وایي: زما یې پرې څه. او هر څوک پخپل ځان بوخت وي، نو چې شپانه پخپله د مېږو په داړلو بوخت شي، د غریبانو او مظلومانو چیغې او ژړاګاني اسمان ته پورته شي او له کاڼو او بوټو پرته یې د اوریدلو بل څوک نه وي؛ دا مهال د دولت مراندې غړانده او مخ پر نړیدلو شي. دا مهال د دولت خزانې غله ولوټي، پر دولت د ولس باور ختم شي او د قانون منلو ته زړونه نه ښه کوي، په دې وخت کې د دولت له منځه تلل يقيني شي.
ـــــــــ

52)
ټوکه

مېړه: یوې سروې ثابته کړې ده چې ښځه ورځ کې 3000 خبرې کوي او سړی 1000 خبرې!
ښځه: ناپوه ته چې یوه خبره دوه دری ځله تکرار نه شي؛ په خبره نه پوهیږي!
مېړه: (په غوسه) څه دې وویل؟؟!!
ښځه: وینې! مجبوره یم دا خبره بیا درته تکرار کړم.

پام! چې سړی پخپله ټوکې پیل کړي بیا مجبوره دی د مقابل لوري تروش او ترخه ځواب ته هم ځان ټینګ کړي، کنه داسې ځواب ته پښتون کله څان ټینګولی شي 🙂
ـــــــــ

53)
رسول الله ﷺ فرمایي: الله له چوغلګرو او هغو خلکو کرکه کوي چې دوستان سره بېلوي او پاکو خلکو ته ستونزي لټوي. رواه الطبراني
ـــــــــ

54)
د ابو بکر او عمر د خپګان کیسه

یوه ورځ د ابو بکرالصدیق او عمر بن الخطاب رضی الله عنهما سره دعوه شوه، ابو بکر سختې خبرې ورته وکړې، عمر خپه او په غوسه شو او کور ته روان شو، ابو بکر صدیق رضي الله عنه په خپلو خبرو پښیمانه شو او په عمر پسې له شا روان شو او ورته ویې ویل: زه ګرم شوم بښنه راته وکړه خو هغه غږ نه ورته کاوه، روان و تر څو خپل کورته ورسیدی، ابو بکر ورپسې و عمر کور ته ننووت او دروازه یې بنده کړه.

ابو درداء رضي الله عنه وایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو چې ابو بکر رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په داسې حالت کې راغی چې لمن یې په لاس کې نیولې وه او ځنګون یې هم یوڅه ښکاریده، رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغه په اړه وفرمایل چې ستاسو ملګري څه جنجال کړی دی، دی راغی، سلام یې وکړ او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: يا رسول الله! زما او د خطاب د زوی تر منځ شخړه رامنځته شوه، ما یو څه تېزې خبرې ورته وکړې، وروسته پښيمانه شوم او بښنه مې ور نه وغوښتله خو هغه ونه منله، اوس دا دی تاته راغلم، رسول الله صلی الله علیه وسلم درۍ ځله ورته وفرمایل: ای ابو بکر! الله دې تا ته بښنه وکړي.

ووروسته عمر هم پښیمانه شو، له کوره راووت او د ابو بکر کره ورغی هلته یې پوښتنه وکړه چې ابو بکر شته، هغه نه و، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور ته را روان شو. رسول الله صلی الله علیه وسلم چې په کیسه خبر شو په غوسه شو، هلته نور صحابه کرام هم ناست وو اورسول الله وفرمایل: تاسو ولې زمارشتیني ملگري (ابو بکر) ته تکلیف ورکوئ؟! هغه وخت چې ماوویل زه د الله له لوري تاسو ته رسول رالیږل شوی یم ، تاسو ټولو راته وویل چې دروغ وایې، یو ابو بکر راته وویل چې رشتیاوایې!

ابو بکر رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په غوسه خپه شو، هغه ته په ګونډو ودریدی او ورته ویې وویل: یا رسول الله! په الله قسم په عمر باندې زه ګرم وم، هغه دې ما ته بښنه وکړي، دا خبره یې دوه ځله تکرار کړه. رواه البخاري في صحیحه.

له دې کیسې نه د میني، صداقت او رښتیا رڼاګاني او انوار راوریږي، له دې خوږې کیسې نه که یو لور ته د ابو بکر صدیق رضي الله عنه فضیلت، کرامت او غوره والی په ښه توگه معلومیږي بل لور ته له دې کیسې دا هم معلومیږي چې لویو صحابه کرامو به څنګه سمدستي د خپلي خطایي اعتراف کاوه او د خوابدي په مهال به یې ډېره ژر یوه بل ته بښنه کوله. کاش موږ هم د هغوی دا لوی او ګټور خوی خپل کړی وی، له څومره لویو جنجالونو او ستونزو به مو نجات ترلاسه کړی و.
ــــــــ

55)
د مشهور عالم عیسی بن احمد الیونیني (مړ: ۶۵۴هـ) رحمه الله په اړه امام الذهبي رحمه الله کاږي: هغه ټول عمر له عبادت او مطالعې پرته په بل کار نه و بوخت شوی، واده یې هم نه و کړی، یوې بوډۍ سره یې نکاح کړې وه هغې به یې خدمت کاوه! سیر الأعلام النبلاء: ۱۶۴/۱
ـــــــــ

56)
حسن البصري رحمه الله وایي:
بنیادمه! ستا د اهل قبله مومنانو څلور کارونه درباندې واجب دي👇

✅ د هغوی د نېکي کوونکي مرسته
✅ له توبه ګار سره یې مینه
✅ ګناهګار ته یې د بښني دعا
✅ مدبر او مشر ته یې دعا

التوبيخ والتنبيه للاصبهاني31
ــــــــــ

57)
عبد الله بن دينار وایي: عبد الله بن عمر رضي الله عنهما سره مکې ته روان وم، لاره کې عبد الله یو عرب کوچي ولید، سلام یې ورته وکړ، له خره ورته ښکته شو او کوچي یې سپور کړ، وروسته یې د خپل سر پګړۍ هغه ته ورکړه. موږ ورته وویل: عبد الله! کوچيان په کم شي هم خوشاله کیږي، تا دومره په درنه سترګه هغه ته وکتل! عبد الله وویل: د دې کوچي پلار د عمر بن الخطاب نږدې ملګری و. او ما له رسول الله ﷺ نه اوریدلي دي چې فرمایل یې: د زوی لپاره د پلار له خپلوانو او ملګرو سره خپلوي پالل تر ټولو ښه نېکي او خپلوي پالنه ده. صحیح مسلم
ـــــــــ

58)
د غوسې په مهال شاید ستاسو خبره سمه وي خو اسلوب مو خامخا غلط وي.

ــــــــــ

59)
رسول الله ﷺ فرمایي:

په پلرونو باندې له قسم کولو نه مو الله منعه کوي، که څوک د قسم اراده لري، نو په الله دې قسم کوي او کنه چوپ دې اوسي. قال رسول الله ﷺ : إن الله ينهاكم أن تحلفوا بآبائكم ، فمن كان حالفاً فليحلف بالله وإلا فليصمت. متفق عليه

زموږ ځیني اوس هم په جوماتونو، په زيارتونو، پلرونو او نیکونو او په نورو مخلوقاتو قسمونه کوي! چې دا کار ناسم او غلط کار دی او ځیني روایاتو کې شرک بلل شوی دی. که ډېر ضرورت شو په الله قسم وکړئ او کنه بې له قسمه د خبرو د ټينګار نوري لارې چارې هم شته.
ـــــــــــ

60)
ټوکه

نامزدې ته یې سهار موبايل وکړ، ول سهار په خیر ګبینې؟ هغه ویده وه، مور یې ځواب ورکړ، ول ګبينه ویده ده، فعلاً ستاسو سره مچۍ په کرښه ده 🙂
ــــــــــ

61)
د هجري تاریخ پیل

عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یو رصید یا لاسوند ورکړل شو، هغه کې د یوه سړي پر بل باندې پور لیکلی و، چې د شعبان په میاشت کې به یې پرې کوي، عمر رضی الله عنه پوښتنه وکړه چې دلته لیکلي شعبان نه د دې کال شعبان مراد دی، د تېر کال او که د راتلونکي کال؟ څرنګه چې هغه مهال هجري تاریخ نه و نو شعبان نه شوی معلومیدلی.

نو د تاریخ نه شتون یوه ستونزه شوه، په دې سره امیر المؤمنین عمر رضي الله عنه د صحابه کرامو شوری راوغوشتله، هغوی نه یې وغوښتل چې د پورونو معلومولو او نورو اړتیاوو لپاره تاریخ تأسیس کړي. ځیني صحابه کرامو وویل د ایران تاریخ به کاروو، ځیني د رومیانو تاریخ یاد کړ، خو عمر ته یې خوند ورنه کړ، ځینو وویل باید د رسول الله ﷺ له پیدایښ نه تاریخ پیل کړو، ځینو د رسول الله ﷺ له بعثته او نبي کیدلو د تاریخ پیل کیدل وغوښتل، ځینو یې له هجرته او نورو یې له وفاته د تاریخ پیل کول یاد کړل.

څرنګه چې دې ټولو پېښو کې د هجرت پېښه تر ټولو روښانه او مشهوره وه نو عمر رضي الله عنه ځکه له هجرت نه تاريخ پیل کول غوره وبلل او نور صحابه کرام هم ورسره موافق شول. نو دوی ټولو په اتفاق سره د اسلامي تاریخ پیل د هجرت پېښي له کاله وټاکل شو، چې لومړۍ میاشت یې محرم شوه او دا د امت د جمهورو علماوو خبره ده. البدایه و النهایه. (254/3)

د محرم اوله: ۱۴۳۹هـ
ــــــــــ

62)
رسول الله ﷺ فرمایي:

په هغه ذات مې قسم چې د محمد نفس یې په واک کې دی، دوه کسان چې خپلو کې مینه سره لري او منځ کې یې بېلتون رامنځته شي؛ دا خامخا دوی کې د یوه په ګناه سره رامنځته کیږي. قال رسول الله ﷺ : والذي نفس محمد بيده ، ماتواد اثنان ففُرق بينهما ، إلا بذنب يحدثه أحدهما. رواه أحمد
ــــــــــ

63)
خپلي مېرمني ته برملا ووایه مینه درسره لرم، دا د ثواب کار دی او دا په روحي لحاظ ډېر ګټور کار دی. رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه: ټولو خلکو کې څوک زیات درباندې ګران دی؟ هغه ورته وفرمایل: عائشه! متفق عليه
ـــــــــ

64)
رسول الله ﷺ فرمایي:

او څوک چې خلک ګمراهي او بېلاري ته راوبولي د هغه به دومره ګناه وي لکه چا چې د ده پیروي کړې وي او دا به د هغوی له ګناهونو هیڅ شی نه کموي. یعني داسې به نه وي چې د هغوی ګناهونه به ده ته ورکمي شي، بلکي د هر یوه به پوره ګناه وي. العیاذ بالله تعالی. قال رسول الله ﷺ : ومن دعا إلى ضلالة كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه لاينقص ذلك من آثامهم شيئاً . رواه مسلم
ـــــــــ

65)
ابو برزة رضي الله عنه وایي رسول الله ﷺ ته مې وویل: اې د الله نبي! داسې عمل راوښیه چې اخرت کې ګټه راته وکړي، هغه راته وفرمایل: د مسلمانانو له لاري ضرري شیان لیري کوه. عن أبي برزة رضي الله عنه قال: قُلتُ يا نَبِيَّ الله علمني شيئا أنْتَفِعُ به قال النبي ﷺ: اعزل الأذى عن طريق المسلمين. رواه مسلم2618
ــــــــ

66)
عرب په غوښو سخت مین دي، دوی کې یو متل غوندې خبره ده وایي: چې غوښه واخلم د کور دیوالونه خاندې. (إذا اشتريتُ اللحمَ تضحك جُدُر البيت). یعني ټول کور واله خوشاله وي. موږ کې هم دا مینه زیاته ده، چې غوښه واخلو آن د کلا برجونه مو خاندې..
🙂

د ابراهیم علیه السلام میلمستیا کې هم د غوښي کباب یادونه شوې ده: قَالَ سَلامٌ فَمَا لَبِثَ أَنْ جَاءَ بِعِجْلٍ حَنِيذٍ. الْحَنِیْذٌ: لَحْمٌ مَشْوِيٌّ : وَ هُوَ مَا وُضِعَ عَلَى لَهِيبِ النَّارِ لِيَنْضَجَ.
ـــــــــ

67)
د یوه ځوان دوه ښځې وې، یوه تکه توره بله تکه سپینه وه، عجیبه دا وه چې دواړه شاعراني وې، دواړو ته یې وویل چې شعرونو کې تور او سپین رنګونه وستایي، چې د کومي ستاینه یې خوښه شوه هغه به یې ښځه او دویمه به طلاقوي! دواړو ښايسته شعرونه وویل، ځوان ته یې زیات خوند ورکړ او راولاړ شو دریمه غنمرنګه ښځه یې وکړه!
ـــــــــ

68)
الجزائري مفکر مالک بن نبي رحمه الله وایي: جهل دې ورک شه، په ځانګړې توګه هغه جهل چې خاوند یې د علم جامه اغوستې وي، دا ډول علم د ټولني لپاره د عوامو له جهل نه ډېر خطرناک دی، ځکه د عامو خلکو جهل ښکاره دی او درملنه یې اسانه ده او هغه د علم په جامه کې نغښتی جهل د علم د مدعیانو په غرور کې پټ دی.
ــــــــــ

69)
سیکولر او تعدد

د ختیځ سیکولر څاروي سره د انسان واده بده خبره نه ګڼي! داراز د نر له نر سره او ښځي له ښځي سره واده هم بد نه بولي، لکه د نارینه له خپلي ښځي سره خیانت او نورو سره ناروا اړیکه، داراز د ښځي له خپل میړه سره خیانت هم سم کار ګڼي! دا د دوی په اند شخصي ازادي ده او ستونزه نشته..

خو تعدد * او له دوو ښځو یا دریو او څلورو سره په شرعي طریقه واده د سیکولرانو په اند ظلم، تېری، تخلف او جهل دی! اصلاً دوی تعدد سره ستونزه نه لري، لویدیځ کې د میړه او ښځي یوه بل سره خیانت عامه خبره ده، د یوه سړي څو ملګرې لرل او د یوې ښځي څو یاران نیول هم عادي خبره ده. د دوی مشکل په شرعي توګه حلال، روا او د انسانیت په چوکاټ کې له تعدد سره ده.

دوی غواړي د الله د دین رڼا د خولو په پوکيو سره تپه کړي. الله به د خپل دین رڼا پوره کوي، که څه هم دا کافرانو ته خوند نه ورکوي. يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.

* تعدد له یوې زیاتي ښځې کول
ــــــــــ

70)
د رسول الله د خور کیسه

د شيماء بنت الحارث نوم حذافه بنت الحارث و، د بنو سعد د قبیلې وه، “الشیماء” یې لقب و او په دې مشهوره وه، دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضاعي خور وه او د حليمي سعديي لور وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلي رضاعي مور حليمي سره پنځه کاله تیر کړي و، په دې موده کې ده له خپلې رضاعي مور، کوروالو یې او له بنو سعد نه ښه اغېز ترلاسه کړی و او له هغوی سره یې ټول عمر مینه او محبت کاوه.

امام ابن حجر رحمه الله پخپل کتاب (الاصابة في تمييز الصحابة) کې لیکي: کله چې د هوازن د غزا پر مهال مسلمانان د بنو سعد په قوم غالب او برلاسي شول او له هغوی نه یې ډېر خلک بندیان کړل په هغو کې شیماء هم وه، دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغله او ورته ویې ویل: یا رسول الله! زه ستا رضاعي خور یم، هغه ورته وویل: د دې خبري کوم دلیل لرې؟ دې ورته وویل: د ماشومتوب په مهال مې ته په شا کړی وې، تا زما په ملا خوله لګولې وه، هغه ستا د خولې لګولو نښه مې اوس هم ملا کې شته، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه نښه وپېژندله، خپل څادر یې په ځمکه وېړ کړ او په هغه یې کینوله.

وروسته یې ورته وویل: ستا خوښه، که زما سره ځې او زما سره اوسې، درنښت او احترام درته لرم او د زړه له تله درته خوشاله یم. او که غواړې له خپل قوم سره اوسې هم خوښه ستا ده. هغې ورته وویل خپل قوم سره اوسم، نو اجازه یې ورکړه، ښېګڼه یې ورسره وکړه او د هغې له ټول قوم بنو سعد سره یې هم ښېګڼه وکړه.

شیماء رضي الله عنها ښه او مشهوره شاعره وه، شیماء معمولي او عادي ښځه نه وه، هغه ډېره پوه او مدبره میرمن وه، د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته د عربو ځیني قبایل له اسلام نه واوښتل او مرتد شول، د شیماء قوم بنو سعد هم مرتد شول خو شیماء د خپل قوم د ارتداد د فتنې پر خلاف ودریدله او د دې په هڅو سره بنو سعد بیرته اسلام ومانه، شیماء رضي الله عنها ډېره تقواداره وه او د شعر له لاري یې اسلام ته ډېر خدمت کړی ده، چې ښکاره بېلګه یې د خپل قوم بیرته اسلام ته تسليمول دي. رضي الله عنها.
ـــــــــــ

71)
ډېره ښه خبره ده چې “ښه خلک” د شیطان پر خلاف جګړه روانه لري، خو که دوی خپلو کې مینه زیاته کړي؛ شیطان به له غمه ومري. Helen Keller
ــــــــــ

72)
موږ هغه قوم یو چې شرم نه لرو

عنوان مو هېښ او غوسه نه کړي، دا د یوه عراقي شاعر “احمد النعیمي” د هغه مشهوري قصيدې عنوان دی چې لامله یې خدای بښلی شاعر په دار وځړول شو! باید ووایو چې نوموړی شاعر پخپله قصیده کې عراقي شیعه ګان مخاطب کړي دي او عجیبه خو دا ده چې نوموړی پخپله هم شیعه دی، خو پخپله قصیده کې یې په صفا ټکو سره د شیعه ګانو په اړه تاریخي حقایق راسپړلي دي، دلته یې د پیل مقطع درته ژباړم.

موږ هغه نه یو چې حسین سره مو بیعت وکړ، بیا مو خیانت هم ورسره وکړ؟
ایا زموږ زړونه هغه سره نه وو او پخپلو تورو مو حلال کړ؟
حسن ته مو زهر ورنه کړل او بیا پرې ژاړو هم؟
موږ هغه نه یو چې علي سره مو دوستي وکړه او بیا مو لمانځه کې په چړو وواهه؟
موږ هغه نه یو چې عمر سره مو جوړه وکړه او بیا مو غداري ورسره وکړه؟
موږ د هغه د میني دعوه نه کوو او لمانځه کې لعنت پرې وایو؟
قسم دی موږ هغه قوم یو چې شرم نه لرو.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

السنا من بايع الحسين ثم خنّاه؟
ألم تكن قلوبنا معه وبسيوفنا ذبحناه؟
ألم نبكي الحسن بعد أن سممناه؟
ألسنا من والى على وفي صلاته طعناه؟
ألسنا من عاهد عمر ثم غدرناه؟
ألم ندعي حبه، وفي الصلاة لعّناه؟
قسمًا نحن شعب لا يستحي
ـــــــ

73)
د علم التجوید مشهور کتاب (المنظومة الشاطبیة) مصنف امام ابو محمد الشاطبي (مړ: 590هـ)، رحمه الله پخپل وخت کې ستر امام او ټول منلی شخصیت و. د وخت امیرانو خطیبانو ته امر وکړ چې خطبو کې باید د دوی ستاینه وکړي، دا ستاینې د امام الشاطبي رحمه الله په فکر د ظالمانو ناروا ستاینه او صحي نه وه، دی که څه هم په سترګو ړوند و خو د ظالمانو له ستاینې د ځان ساتلو په نیت د حج په اراده له هیواده ووت، پاته عمر یې په سفر او سخته غريبي کې تېر کړ او په همدې حالت کې وفات شو. رحمه الله تعالی، خو الله د دې مسافر او غریب عالم نوم تر ننه د اهل القران او قاريانو په نړۍ کې ژوندی ساتلی دی او نن هم د “رحمه الله” دعا ورلیږل کیږي. سير أعلام النبلاء، د عرب ملګري له انستګرام نه
ــــــــــ

74)
د سړيتوب دری مهم خویونه

د عرب قبیلې بنو تمیم سرخیل، مشهور هوښیار، د لویې سینې خاوند او ښه انسان احنف بن قیس رحمه الله تعالی وایي: په ما کې دری خویونه دي، یادونه مې نه کوله، خو د خلکو د عبرت اخیستلو په نیت یې کوم او هغه دا دي:

1) په ټول ژوند کې چې پاچا ورغوښتی نه یم پخپله نه یم ورغلی.
2) د دوو کسانو منځ کې مې د هغوی له غوښتنې پرته هیڅکله مداخله نه ده کړې.
3) هر څوک چې زما له مجلسه ولاړ شوی ما یې غیبت نه دی کړی، بلکي ستایلی مې دی او په ښه خوله مې یاد کړی دی
ــــــــــ

75)
که چرته بېلاري او انحراف په یوه ځل له یوه ځایه راتلی؛ خامخا به خلکو رد او هیڅکله به یې ونه مني، خو بېلاری ورو ورو او په مختلفو رنګونو رامنځته کیږي، ځکه خلک ورسره روږدي او آن ورسره مینه یې شي. ثُمَّ لَآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَائِلِهِمْ ۖ وَلَا تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ. شیخ سعود الشریم
ــــــــــ

76)
ښځه باید د عاشورا روژه د مېړه په مشوره او اجازه ونیسي. ځکه رسول الله ﷺ فرمایي: د موجود مېړه ښځي ته د میړه له اجازې پرته (نفلي) روژه نیول روا نه دي. لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه. [متفق عليه]. البته د مسافرو ښځې یې بې اجازې نیولی شي
ـــــــــــ

77)
عربي ژبي ته اسلام ځيني داسې اصطلاحات او ځانګړي الفاظ ورکړي دي چې هغه له اسلام نه مخکې په عربي کې نه وو، له هغو نه یو عاشوراء دی، دا اسلامي نوم دی جاهلیت کې نه و. مشارق الأنوار للقاضي عياض (2/102)، كشَّاف القناع للبُهُوتي (2/338).
ـــــــــ

78)
پښتنو ته مې له پردیو ژبو څو جلده کتابونه راژباړلي دي، چې د هغو ځيني څاڅکي غوندې معلومات یې فېسبوک کې درته خپروم، د کتابونو د چاپ چارې یې شاید زما له مرګه وروسته کوم د خیر سړی.. برابري کړي.
ــــــــــ

79)
کور کې مې بوټي وکرل، هغه شنه شول، په دې شنو بوټيو مې کور ښایسته راته ښکاره شو، زړه کې مې وویل: کاش دا کور کرایه نه وی، زما خپل وی. وروسته مې ذهن ته جنت او د جنت شنه او سمسور باغونه راغلل، له دې سره مې دنیا کې د دنیا پر متاع او شیانو زموږ شخړو او جګړو ته فکر شو او له ځان سره موسکی شو ….خلیل المقداد
ـــــــــ

80)
عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یوه سړي وویل: اتق الله (له الله نه ووېریږه)، ناستو خلکو هغه سړي ته وویل: ته امیر المؤمنین ته وایې اتق الله؟!!، خو عمر ورته وویل: خبر اوسئ، هغه به خامخا ماته دا خبره کوي، که تاسو ماته نصیحت ونه کړئ په تاسو کې خیر نشته او که زه یې ونه منم په ما کې خیر نشته. الخراج لأبي يوسف ص: 12، مناقب عمر بن الخطاب لابن الجوزي ص: 155
ــــــــــ

81)
عمر بن الخطاب رضي الله عنه له ابو عبيده بن الجراح رضي الله عنه سره مخامخ شو، هغه سره یې روغبړ وکړ، د هغه لاس یې ښکول کړ او کله چې سره بېلیدل دواړو ژړل! سیر الاعلام للذهبي

أضف تعليق