د حامد افغان فېسبوک مجله (اکتوبر 2017)

سریزه

په میاشتو میاشتو د فېسبوک لیکنې ناخوندي رانه پاته شي، چې هغه کې مې د مختلفو اوږدو لیکنو یا رسالو نوي مهم مواد هم وي، د ژوند مصروفیتونو کې بوخت یم او دې لیکنو ته کړیږم چې ضایع نه شي، دا ځل مې پریکړه وکړه چې د فېسبوک مجله په نوم به د هرې میاشتي لیکنې او پوسټونه ورډ پریس کې راجمعه کوم.

دا به ملګرو سره شریکوم، که چا نه وي لیدلې هغه به یې وګوري او که څوک ما فېسبوک کې څاري هغوی لپاره یې تکراري کتل لا ګټور دي، ځکه دا لیکنې وختي سیاسي لیکنې نه دې چې وخت یې وسولوي او زړې شي، دلته داسې لیکنې دي چې هر وخت په ښمر کیږي.

دلته مې د وخت په لحاظ پوسټونه راجمعه کړي دي، ایتونه، حدیثونه، نصيحتونه، د ژوند اړوند لیکنې او ټوکې په هماغه ترتیب راخیستل شوي دي چې فېسبوک کې نشر شوي دي، که دا کار خوندور او ګټور درته ښکاره شو راته ولیکئ چې د نورو میاشتو هم درته کتار کړم. په مینه او درنښت. ستاسو حامد

1)

رسول الله ﷺ فرمایي: د جنت دروازه کې ودریدلم، هلته اکثره ننوتلي خلک مسکینان وو. قمت على باب الجنة فإذا عامة من دخلها المساكين. مسلم

ــــــــــ

2)

دا ویټنام کې د کال: 1975م انځور دی، د انځور په اړه ویل کیږي چې یوه امريکايي ډيپلومات خپل ویټنامی مزدور په څپېړه وهلی، انځور کې د امريکا وروستۍ چورلکه لیدل کیږي، امریکایان له ویټنامه په تېښته دي، د هغوی ویټنامی مزدور هم ورخیږي، دا هغه مهال چې ویټانامي جنګياليو د ویټنام پلازمینه ونیوله او امریکا ماته وخوړله. کله چې امریکایي ډيپلومات وپوښتل شو چې ولې مو ويټنامی مزدور وواهه؟ هغه وویل: ځکه د هغه دنده هماغلته پای ته ورسيدله! یوه عربي پیج نه

د پردیو اکثره مزدوران د مزدوري په پای کې داسې د ذلت او سپکاوي څپېړې خوري، که فرضاً ویې نه خوري د پردیو د مزدور لقب یې هم ټول ژوند او تاریخ ته درنه څپېړه ده. زموږ بدمرغۍ د همداسې مزدورانو او جاسوسانو له لاسه دي، که کوم مزدور دا کرښې لولي ليږ دې د خپل مړه ضمیر د ویښولو کوښښ وکړي… د مزدورانو لپاره ډېر ژر د داسې څپېړو په هیله.
ـــــــــــ

3)

أصمعي او دکاندار

د عربي ادب وتلی امام عبد الملک الأصمعي رحمه الله د خپل ژوند یوه خوږه کیسه داسې بیانوي: بصره کې د علم په زده کړه بوخت وم، هغه مهال زه سخت غریب وم، زموږ د کوڅې خوله کې یو دکاندار و، کله به چې زه سهار وختي درس ته روان وم هغه به وپوښتلم: چرته ځې؟ ما به د حدیثو کوم عالم نوم ورته یاد کړ، ماښام به چې بېرته راتلم بیا به یې وپوښتلم، ما به بیا د کوم عالم نوم ورته یاد کړ.

هغه دکاندار به راته ویل: وه هلکه! زما نصیحت ومنه، ته تکړه ځوان یې، دې چټیاتو کې خپل ژوند مه ضایع کوه، کوم ګټور کار درته وګوره، په هغه بوخت شته. او دا کتابونه دې ټول ماته راکړه چې ویې سوځم! قسم ده که ستا ټول کتابونه په یوه ګاذره واخلم. دکاندار به هره ورځ دا نصیحت! راته کاوه، اخیر ورنه تنګ شوم، نو د ده له لاسه به شپه کې له کوره وتلم او په شپه کې به راستنیدلم. وروسته زما مالي حالت سخت کمزوری شو، آن د اغوستلو جامو خرڅولو ته اړ شوم، بیا مې هم د ورځي ډوډۍ نه شوی موندلی، ببر سری، خیرن او په سخته بده غريبي کې راګير وم.

خپلي غريبي ته خپه او ندېښمن وم، په دې وخت کې د امیر محمد بن سلیمان الهاشمي استازی راغی، راته کړه یې: امیر غوښتی یې، مال ته خو زما غريبي او بد حالي ته وګوره امیر زما غونده غریب باندې څه کوي؟! هغه چې زما غريبي او کمزوری حالت ولید بېرته ولاړ او امیر ته یې زما د غريبي کيسه ورسوله، د امیر استازی بېرته راغی، ځان سره یې ښایسته جامې، یو بوتل د عودو قيمتي عطر او لفافه کې زر ديناره راوړل! ول غسل وکړه، دا جامې واغونده، عطر ولګوه، زیاتې جامې درته کیږده او بیا به امیر ته ورځو. امیر ته چې ورغلم هغه مې ډېر احترام وکړ او راته کړه یې: ته مې د امیر المؤمنین د زوی ښوونکی او مؤدب ټاکلی یې او بغداد ته به ځې، زه ډېر خوشاله شوم، د امیر مننه مې کړه. او دعاګاني مې ورته وکړې.

کور ته ولاړم د سفر سامان مې برابر کړ، د ضرورت کتابونه مې راواخيستل، نور کتابونه مې یوه ځانګړې خونه کې بند کړل، کور مې زموږ د خپلوانو یوې بوډۍ ته وسپاره، کله چې بغداد ته ورسیدلم امیر المؤمنین هارون الرشید ته ورغلم.

‏ هغه راته وویل: ته عبد الملک الأصمعي یې؟ مال هو! د امیر المؤمنین خادم الأصمعي یم، ول خبره واوره، زوی د انسان د زړه ټوټه وي، زه مې خپل زوی محمد د الله د امانت په توګه تا ته درسپارم، هغه ته داسې څه مه ورښیه چې دین ته یې تاواني وي، شاید هغه راتلونکي وخت کې د مومنانو امام وټاکل شي. مال په سترګو امیر المؤمنین، هغه یې ماته وسپاره، د پاچا زوی ته د زده کړي لپاره یې ما ته ځانګړی کور راکړ، هغه ته مې قران، د فقه علم، شعر و ادب، عربي لغت او د عربو ورځو کیسې ورزده کړل.

هارون الرشید چې د خپل زوی ښه پوهه او تربیه وليدله ډېر خوشاله شو، یوه ورځ هارون الرشید راته وویل: زوی ته مې یوه خطبه ورزده کړه او د جمعې لمانځه راکولو ته یې تیار کړه، کم وخت کې مې هغه ته د جمعې خطبه او تقریر ورزده کړ، هغه په ډېره بلیغه خطبه ویلو سره د جمعې لمونځ راکړ، هارون الرشید زیات خوشاله او له هغې ورځي په ما د جایزو او انعاماتو باران پیل شو.

‏ ‏ ما خورا زیاته شتمني ترلاسه کړه، ځمکې مې واخیستلې او په بصره کې مې ځان ته ښایسته کور جوړ کړ، یوه ورځ مې امیر المؤمنین هم میلمه کړ، زما شتمنۍ او نعمتونه او امیر المؤمنین توجه چې خلکو وليدله نو خلک پرې رامات شول او ګڼ شمیر خلک به هر وخت راتلل، یوه ورځ مې خلکو کې هغه دکاندار ولید چې ما ته یې د زده کړي په مهال نصيحتونه کول او زه یې له خبرو تنګ شوی وم، خیرنه پګړۍ یې په سر او لنډۍ چپنه یې اغوستې وه، راباندې چیغه یې کړه، ول عبد الملک یې؟! مال هو، په موسکا مې ورته ویل: زما شتمنیو ته وګوره! دا د هغو کتابونو له برکته دي چې تا په یوه ګاذره نه اخیستل او سوځول دي. “الفرج بعد الشدة” للتنوخي.

علم ټول خیر دی، په علم کې د دنیا او اخرت ګټې پرتې دی، په علم کې عزت، درنښت او انسانیت پروت دی. او جهل ټوله بدمرغي او د دنیا او اخرت له فضیلتونو محروميت دی.
ــــــــــ

4)

موږ او سړيتوب!

دکاندار ته یې لیږ کږه خبره وکړه، هغه په ښکنځل وربدرګه کړه، له پښتانه غچ کله پاته کیږي، ده هم ورته ښکنځل ورغبرګه کړه، پایله یې جګړه شوه، د کږې خبري وال خوږ شو، دکاندار بندي او دکان یې تقریباً یوه اوونۍ بند و، له ډېرو هڅو وروستو له ډله خلکو او دوو پسونو سره ننواتې ومنل شوه! دکاندار راخلاص او هغه بل خوشاله شو، خلکو ته مې د خبرو په ترڅ کې وویل: د یوې کږې خبرې او په ښکنځل ځواب پایله مو دا ده وليدله، د الله په پار لیږ سړيتوب زده کړئ، دوی د حال په ژبه راغبرګه کړه موږ همدې چلند ته سړيتوب! وایو! ماله ځانه سره وویل: که دا موږ یو او دا مو سړيتوب وي نو ښه ورځ درباندې د “ط” ټکی دی..
ــــــــــ

5)

رسول الله ﷺ فرمایي: په چپ لاس خوراک مه کوئ؛ ځکه شیطان په چپ لاس خوراک کوي. ‏لا تأكلوا بالشمال؛ فإن الشیطان یأکل بالشمال. مسلم
ــــــــــ

6)

امام جعفر الصادق رحمه الله وایي: الله ﷻ سود ځکه حرام کړی دی چې خلک یوه بل ته قرض او پور ورکړي. البحر المحيط ٢/٧٠٨
ــــــــــ

7)

مصطفى السباعي رحمه الله وایي: په یوه لیکنه کې خپل نظر څرګندول او خپرول یې له سرزورو مخالفینو سره له یوې میاشتي مباحثې نه غوره ده. [ هكذا علمتني الحياة ص ١٦٩ ]
ــــــــــ

8)

العتبي احمد بن أبي خالد الأحول ته وویل: کله چې زه خلیفه مأمون سره ناست یم، زما پر کړنو کومه نیوکه لرې؟ هغه ورته وویل: هو، هغه یوه ورځ یوې خبري ته وخندل، تا له هغه نه زیات وخندل.

چاپلوسي کې له لازم زیاته خندا او اکثره وخت جینګه خوله نیول مهم عناصر! دي، له دې خوړجن او نرښځوکي عمل نه سخته کرکه لرم. اللهم ثبتنا
ــــــــــ

9)
د یو چا له وړتیا زیاته ستاینه هغه ته چاپلوسي ده او له وړتیا کمه ستاینه یې هغه سره کینه او حسد دی. مأمون الرشی
ــــــــــ

10)
د طبيعت او پنځ ښایسته پنځوونکی او خالق د کاڼو او خاورو کروړ او خړ غرونه او رغونه دومره ښکللی شي! دې ښکلي انځور ته په لیدو یواځې دا قراني جمله زړه خوږ او یخ کړي: فََتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخَالِقِينَ.
ــــــــــ

11)

هغه ته مو د سختي لوږي شکایتونه وکړل، چې د لوږي له لاسه کمزوري لامله مو په ګیډو پوري تیږې تړلې دي، د خبري د پختن لپاره موږ ټولو هر یوه ګیډو پوري تړلې تیږې هغه ته ورښکاره کړې، هغه خپله لمنه پورته کړه او ګیډه پوري دوه تړلې تیږې یې راښکاره کړې! الترمذي و البيهقي

د الأحزاب غزا کې د خندق کیندلو پر مهال د رسول الله او صحابه کرامو د سختیو ګاللو کیسه ده! دا کیسه موږ ته راښیي چې مشر به د هدف لاره کې د لاندې کسانو په نسبت دوه ګونه ستونزې ګالي، د نن کیسه اُلټه او سرچپه ده. الله المستعان
ــــــــــ

12)

د حواء مظلومه لور

غرب کې چې صنعتي انقلاب راغی او غربیانو کارخانې جوړې کړې نو له ښځو پرته یې کارونه او سفرونه نه شوی کولی، د ښځو د حقوقو په نوم یې هغوی له کورونو کارخانو ته راوایستلې، د هغوی مسؤلیتونه یې غبرګ کړل، ښځو ته د نارینه ناروا رسیدل او له جنسي ګټه اخیستنه یې اسانه کړل او بده یې لا دا چې د ښځو دا ظالمانه استثمار او شیطاني استحمار تر ننه “د ښځو د حقوقو” سپېڅلی عنوان لاندې روان دی او د سیکولرزم د پوچ فکر له لارې یې ختیځ او اسلامي نړۍ ته د راواردولو هڅې هم رواني دي.

اسلامي نړۍ کې بیا “اسلام کې د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې پریمانه کتابونه ولیکل شول او په دې اړه هر ځای تقریرونه اوریدل کیږي، خو عملاً د ډېرو عالمانو او پوهانو کورونو کې اوس هم ناپوهه ميرمني شتون لري. اوس هم ټولنه کې د نارینه په نسبت ښځې پوهه ترلاسه کولو ته ډېر کم لاسرسی لري، اوس هم ځیني دینپوهان شته چې د ښځو د زده کړو مخالفت کوي، اوس هم د “لا تعلموهن الکتابة” (ښځو ته لیک مه ورښیئ) عربي جمله ځیني د حدیث په توګه وړاندې کوي.

لکه د اسلام نورو احکامو په اړه چې څومره کوږوالی او انحراف شته میرمنو سره د چلند په اړه هم اسلامي اخلاق کمزوري او پر هغوی تیري او ظلمونه زیات دي، اسلام کې د ښځو حقوقو موجوده موضوع د غرب پر خلاف عکس العمل او غبرګون دی، غبرګون کې اکثره مقابل لوري باندې غلبه موخه وي د ځان اصلاح ته توجه کمه وي. د ښځو په اړه لکه د غرب او غربپالو موخې چې څومره ناپاکې او د وخت فتنې دي، همدومره د ښځو په اړه زموږ غفلت او بې پروایي بيداري او اصلاح ته اړتیا لري.

په ځانګړې توګه افغانه ټولنه د ښځو په اړه په سختو ناپوهيو، ظلمونو او وحشتونو اخته ده، د نجلۍ تر ټولو زیات خواخوږی انسان (پلار) چې پخپله لور ظلم کوي بل به کوم انسان له ظلمه پاک وي، اکثره پلرونه د زوی د زده کړو غم کوي د لور نه کوي، زامنو ته خپل مال میراث کې پریږدي د لور یې آن هغه د مهر حق هم نغړلی وي! دې ته ورته خورا زیات نور ظلمونه او بې عدالتۍ عملاً زموږ ټولنه کې رواني دی، موږ چې د غرب د ښځو استثمار او زبېښني څومره مخالفت کوو همدومره باید خپل کور کې راته ناستي د حواء مظلومي لور ته هم متوجه شو، میرمنو سره د الله د سپېڅلي پیغمبر غوره چلند چې د غربي انسان د ناروا او حشي چلند په مقابل کې لیکو/بیانوو خپله هم باید هغه غوره چلند اختیار کړو.

د حواء مظلومه لور لویدیځوال انسان بهر ته راوایستله او له خپل وسه زیات کار ورنه اخلي، د اولاد زیږولو، روزلو او پالني له سختو دندو سره نارینه و سره بهرني کارونه هم کوي. د غرب تمدن میرمن د ابزار په توګه بازار ته وړاندې کړه. او ختیځوال انسان ناپوهه ساتلې ده، د دفاع او اسلامي حقوقو نارې یې زیاتې دي خو عملاً یې حقوق سلبوي، مظلومه ده او د ټولنيزو عاداتو، ورستو رواجونو او ناسمو تقالیدو په بټۍ کې نينه کیږي او زوریږي.
ــــــــــ

13)

عجیبه ده! د یوسف علیه السلام قمیس یو ځل د هغه د وروڼو د خیانت د وسیلې په توګه وړاندې شو!
دویم ځل د یوسف علیه السلام د برائت او سپېڅلتيا ذریعه شو!
دریم ځل د زېري په توګه وړاندې شو چې د پلار سترګې یې الله ورسره بينا کړې!
ــــــــــ

14)

زموږ ښځو انوثة بايللی

د پوهنتون امریکایي استاد مو یوه ورځ له خپل شخصي ژونده راته ګړیدی او دا یې هم وویل چې میرمن یې د ختیځي آسیا ده، ما وپوښتی چې دلته ولې ډېر برتانوي، امریکایي او نور اروپایي استادان اسیایي ميرمني لري، په داسې حال کې چې ستاسو خپلې ښځې ښې پوهه او په ښایست کې هم له اسیایي میرمنو زیاتې دي؟!

استاد په ځواب کې راته وویل: زموږ ښځو انوثة او ښځینه توب بايللی ده، غربي ښځو چې له سړیو سره ځانونه برابرول پیل کړل ښځینه توب یې له لاسه ورکړ، هغوی کې په دې برابري سره د سړیو خویونه پیدا شوي دي، له دې امله د کور کارونه او کورنی ژوند ګډ وډ شوی دی، هغوی مطلقه ازادي لري، هر وخت یې چې زړه وغواړي میړه ته طلاق ورکوي او کورنۍ بربادوي، هغوی کې د ښځي فقط نوم پاته دی. او دا ستونزه د هغو هیوادونو ښځو کې نشته چې هلته لا غربي تمدن نه دی رسیدلی، هلته تر اوسه لا ښځه، ښځه پاته ده. د محمد عبد الرحمن په نوم یوه عرب ملګري له خاطراتو نه.
ــــــــــ

15)

خلک له خپلو پلرونو خپلو وختونو ته زیات ورته دي. عمر بن الخطاب رضي الله عنه.
ــــــــــ

16)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د الله د اطاعت او پیروي په ټولو کارونو کې خپلوي پالنه هغه عمل دی چې الله یې ترټولو ژر ثواب ورکوي. او په ظلم، سرکشي او خپلوي پرېکولو سره ترټولو نورو ګناهونو ژر سزا ورکوي. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” لَيْسَ شَيْءٌ أُطِيعُ اللَّهَ فِيهِ أَعْجَلَ ثَوَابًا مِنْ صِلَةِ الرَّحِمِ ، وَلَيْسَ شَيْءٌ أَعْجَلَ عِقَابًا مِنَ الْبَغْيِ وَقَطِيعَةِ الرَّحِمِ. رواه الطبراني في الأوسط والبيهقي في شعب الإيمان
ــــــــــ

17)

درباري چاپلوسان او ملا نصر دین

تیمور لنګ پاچا، مرحوم ملا نصر دین ته خر ډالۍ… کړ، په دې سره د پاچا درباري چاپلوسانو د خره صفتونه پیل کړل، آن خبره یې تر دې ورسوله چې دا خورا هوښیار او حکیم خر دی! هر درباري پخپل وار د خره صفتونه او پوره غوړه مالي وکړه، ملا نصر دین ته چې د خبرو نوبت ورسيد هغه زیاته کړه: کله چې دا خر دومره هوښیار او عبقري خر دی زه کولی شم هغه ته لوست، سبقونه او کتابونه ورزده کړم!

پاچا، مرحوم ملا صاحب ته وویل: که مو خره ته لوست او کتاب لوستل ورزده کړل زه به نور زیات انعامونه او ډالۍ درکړم او که مو دا کار ونه کړ نو سخته سزا به درکوم، ملا نصر دین ورته وویل: ما ته درۍ میاشتي وخت او د دې وخت لګښت راکړه، زه خامخا دا کار کوم. پاچا هغه ته وخت او لګښت ورکړ او هغه یې رخصت کړ.

درۍ میاشتي وروسته ملا نصر دین له خره سره د پاچا تیمور لنګ دربار ته راغی، دربار کې یې د خره مخته په مېز باندې لوی کتاب کېښود، خره په ډېره بیړه پخپله پښه سره کتاب خلاص کړ او په ډېر دقت سره یې کتاب ته کتل، خره به د کتاب پاڼې اړولې، ورته کتل به یې بیا به یې ملا صاحب ته وکتل او ورو غوندې به وهینګیدی، خره همداسې د کتاب پاڼو اړولو، ملا صاحب ته کتلو او هینګیدا ته دوام ورکړ، پاچا او ټول درباریان هک حیران شول! ملا صاحب نه د خره د نرمي هینګا پوښتنه وشوه، هغه ورته وویل: د خرو لوست همداسې وي، په دې سره ملا صاحب خره ته په لوست ورزده کولو کې بریالی شو او پاچا خورا ستر انعامونه او ډالۍ ورکړې.

وروسته تیمور لنګ پاچا ملا صاحب نه پوښتنه وکړه چې خره ته مو لوست څنګه ورزده کړ؟! هغه ورته وویل: پاچا سلامت! د هوسۍ له پوستکي مې پاڼې جوړې کړې، په هغو مې کرښې وايستلې او له هغو مې کتاب تیار کړ، د کتاب ټولو پاڼو کې به مې اوربشې واچولې، د خره مخته به مې د کتاب یوه یوه پاڼه اړوله او هغه به اوربشې ورټولولې او خوړلې! دا کار مې زیات تکرار کړ، وروسته به مې چې د خره مخته بند کتاب کېښود هغه به پخپله کتاب خلاص کړ او هغه وربشې به یې ورنه خوړلې!

دا کار مې چې له خره سره ډېر ځله تکرار کړ، وروسته به مې خر وږی کړ او تش کتاب به مې ورته کېښود، چې کتاب کې به یې وربشې پیدا نه کړې ما ته به یې په عاجزي وکتل او د غم نرمه هینګا به یې کوله! پاچا صیب سلامت! په خره مې دا چل ښه پوخ کړی دی، اوس مې چې لته راووست ښه مې وږی کړی و، کتاب کې یې چې وربشې پیدا نه کړې هغه چل یې تاسو پخپله ولید.

په دې کیسه سره د مرحوم ملا نصر دین موخه دا وه چې پاچا ته دا پیغام ورکړي چې ستا چاپلوس درباریان دروغژن او منافقان دي، هغوی د اوربشو د عاشق خره صفتونه کوي او هغه هوښیار او عبقري یادوي! د هغوی په ستاینو او چاپلوسیو باور کول ښه نه دی، هغوی ستا هم بېځايه صفتونه کوي، هغوی ستا هر ښه او بد کار خامخا ښه یادوي، هغوی ستا هر ظلم ته عدل وایي او ستا وحشت انسانیت تعبیروي.

د خدای بښلي ملا نصر دین له دې او دې ته ورته نورو غوره کیسو او حکیمانه کړنو معلوميږي چې هغه د دربار چاپلوس مخلوقات او د سیاست مداریان هر وخت سپک او رسوا کړي دي او د هغو دروغ او منافقت یې واکمنو ته برملا او افشا کړی دی، څرنګه چې پخوا هم د وخت ميډيا او رسنۍ د رباري چاپلوسانو لاسونو کې وې نو دې خلکو ملا صاحب پسې بد تبلیغات کړي دي او هڅه یې کړې ده چې خلکو ته یې کم عقل معرفي کړي دی، لکه موږ چې فعلاً هر ځای د درباري چاپلوسانو له خوا د ملا او عالم پر خلاف د ناوړه تبلیغاتو او سپکو خبرو شاهدان یو.
ــــــــــ

18)

د واک او ځواک تږی زړه او په مال او شتمني مین زړه؛ علم نه شي ترلاسه کولی. المنفلوطي رحمه الله
ـــــــ

19)
قال المدائني: قرأتُ على قبر بدمشق: نِعم المَسكن لمن أَحسَن. [البصائر والذخائر ١ / ٢٥]
ــــــــــ

20)

فرنسوي ادیب بلزاک وایي: عشق له واده نه زر ځله اسانه دی، عاشق ته په کار ده کله کله مینه ناک، نرم او عاطفي واوسي. او میړه باید هر وخت، شپه او ورځ مینه ناک، نرم او عاطفي واوسي.

دا ډېره پخه خبره ده، مینه، نرمي او عاطفه کله کله اسانه او خوند ورنه اخیستل کیږي، خو کله چې په ځانګړو حالاتو او شرایطو کې مینه، نرمي او عاطفه مسؤلیت وګرځي بیا دا کار ډېر سخت دی، داسې حالت کې ډېر غوړ ژبي دروغژن ختلي او ډېر د رښتیا او امانتداري مدعیان خاينان او منافقان ګرځیدلي دي.

ــــــــــ

21)

که په چا 100% کې باور لرئ، اقلاً 10% باور راکم کړئ، ځکه که یو وخت دا باور کمزوری او لړزانده شي، نو صدمه او ټکان به ډېر سخت نه وي.
ــــــــــ

22)

رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې زما د امر مخالفت کوي هغه به ذلیل او سپک وي. قال رسول الله ﷺ: وجعل الذلة والصغار على من خالف أمري. أحمد
ــــــــــ

23)

د يزيد بن الأصم روایت کې راغلي هغه وایي: رسول الله صلى الله عليه وسلم هیڅکله ارږیمی (تثاوب) * نه کوه. أخرجه ابن أبي شيبة والبخاري في التاريخ الكبير.

د عبد الملک بن مروان زوی مسلمه نه روایت شوی، هغه وایي: یوه نبي هم هیڅکله تثاوب یا ارږیمی نه کوه. مسلمه تابعي دی او محدثين یې صدوق یادوي. فتح الباري ج10/ص613، تاريخ دمشق لابن عساکر ( 58/42)

* انسان چې کله خوله وازه او ژوره ساه وکاږي تثاوب یا ارږیمی ورته وایو.
ـــــــــ

24)
ابن الجوزي رحمه الله وایي: تر ټولو لوی کم عقل او احمق هغه سپینږیری دی چې تنکۍ نجلۍ سره واده وکړي!
ــــــــــ

25)
د شهرت مینانو ته

المروزي وایي: امام احمد رحمه الله راته وویل: عبد الوهاب ته ووایه، خپل شهرت دې کم کړه، زه له شهرته تنګ شوی یم. سیر الأعلام النبلاء للذهبي: 226/11

ابن رجب الحنبلي رحمه الله وایي: امام احمد چې کله زیات شهرت ترلاسه کړ، نو خپل شهرت ته سخت خپه او اندېښمن و، اکثره وخت به کور ناست و او جنازو ته به هم کم تلی، ځکه هلته به خلک پرې راټولیدل.
ـــــــــ

26)

د الله په مهرباني زړونه ډاډه لرئ

کله چې فرعون وویل : أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَىٰ (النازعات 24) یعني زه ستاسو لوی څښتن یم ، په مقابل کې یې خدای جل جلاله څنګه غبرګون وښود؟ موسی او هارون علیهما السلام ته یې وویل : تاسو دواړه فرعون ته ورشئ هغه سرکشي پیل کړې ده ، تاسو دواړه هغه ته نرمه خبره وکړئ، کیدی شي پند واخلي او وویریږي. اذْهَبَا إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (43) فَقُولَا لَهُ قَوْلاً لَيِّناً لَعَلَّهُ يَتَذَكَّرُ أَوْ يَخْشَى (44) . سورة طه.

یوه صالح عالم د دې ایت په اوریدلو سره وویل: لویه څښتنه! ټولې ستاینې تالره دي ، کله چې ته په فرعون دومره مهربانه یې هغه چې ویل یې: زه ستاسو لوی څښتن یم ، نو په هغه چا به ستا مهرباني څومره وې چې وایي: سبحان ربي الاعلی ، یعني زما لوی څښتن پاک دی! او ته په هغه فرعون دومره مهربانه یې چې ویل به یې: وَقَالَ فِرْعَوْنُ يَا أَيُّهَا الْمَلَأُ مَا عَلِمْتُ لَكُمْ مِنْ إِلَٰهٍ . القصص 38. یعني او فرعون وویل: ای د قوم مشرانو ستاسو لپاره له ما پرته بل خدای زه نه پیژنم او په هغه چا به ستا مهرباني څومره وي چې وایي: لا اله الا الله ، اللهم انک انت عفو تحب العفو فاعف عنا ، یعني له خدایه پرته بل څوک د عبادت وړنه دی او یاخدایه ! ته بښونکی یې او له بښني سره مینه لرې موږ ته بښنه وکړه!

په دې کې شک نشته چې لوی څښتن ډېر مهربانه دی د الله پیغمبر هارون علیه السلام خپل قوم ته د خپل نصیحت په یوه برخه کې وایي: وَإِنَّ رَبَّكُمُ الرَّحْمَنُ . طه 90. يعني او بېشکه ستاسو پالونکی او رب ډېر مهربانه دی، دې ته ورته په قرانکریم کې ګڼ شمیر ایتونه دي چې د الله د مهرباني خبره یې تفصيلي بیان کړې ده.

موږ چې کله قرانکریم خلاص کړو د پیل جملې یې په مکرره توګه د الله د مهرباني بیان راته پیل کړي: بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ الرَّحْمنِ الرَّحِيمِ، دلته په دریو ایتونو کې د الله د رحمت او مهرباني کیسه بيانيږي، په لومړي او دریم ایت کې خو ښکاره د الله د رحمن او رحیم صفتونه بیان شوي دي په دویم ایت: الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِين، کې هم د الله د سترې مهربانه تفصیلات پراته دي هغه داسې چې الله د ټولو عالمیانو پالونکی دی او موږ پوهيږو چې د الله په دې پراخو مخلوقاتو کې د هغه پریمان دښمنان شتون لري او هغه مهربانه ذات د هغو هم پالونکی دی!

نو د ژوند په هر ډول سختو او ستونزمنو حالاتو کې باید هیڅکله د الله له رحم نه ناامیده نه شو د هغه مهرباني ته باید هر وخت په تمه واوسو او که دا تمه مو په زړونو کې ژور ځای ونیسي دومره به ډاډه او په ځانونو باوري شو چې د ژوند د هر ډول ستونزو مقابله به په ورین تندي کوو. نو د ژوند په هر ډول شرایطو کې د الله په مهرباني زړونه ډاډه لرئ.
ـــــــــ

27)

د ظالم تره نادره کیسه

دا کیسه د اردن هیواد کې پېښه شوې ده او لیکوال یې وایي رښتینې ده، کیسه داسې ده چې د یوې ځواني ميرمني میړه ومړ او یو تي خور ماشوم یتیم ورپاته شو، د ماشوم تره یې مور ته وویل: زه ستا او ستا د زوی کفالت ته تیار یم او ستا زوی به په ښه طریقه درته وروزم، په دې شرط چې ستا او ماشوم ټوله شتمني زما په نوم کړې، ښځي ورسره ومنله او هغه یې د خپلي شتمني رسمي وکیل کړ.

ظالم تره د یتیم وراره او کونډي ورینداري توله شتمني نغده کړه او امريکا ته ولاړ، هلته یې کاروبار پیل کړ، یوې امریکایي ميرمني سره یې واده وکړ، د موټرو کارو بار یې دومره پرمختګ وکړ چې خورا زیات شتمن او په نسبةً کمه موده کې ملیاردیر شو، اردن کې یې د ورور یتیم او کونډي په بسپنه ګذاره کوله او هیڅ یې نه لرل.

15 کاله وروسته ظالم تره له امریکا راغی، اردن کې یې ډېره ځمکه واخیستله او یوه یې خورا قیمتي ماڼۍ واخیستله، دلته یې هم د موټرو کاروبار پیل او خورا لوی کاروبار یې برابر کړ. اولادونه یې امریکا کې وو، ده خپله ماڼۍ په خورا عصري توګه تیاره او زیات لګښت یې پرې وکړ، یوه ورځ یې ځلمی وراره هغه ته ورغی او د خپل پلار تروړلې شتمني یې ورنه وغوښتله، هغه سخت او تریخ ځواب ورکړ او تهديد یې کړ چې که بله ورځ دلته راغلې خیر به دې نه وي.

ظالم تره خپله کورنۍ له امریکا راوغوښتله، په ټاکلي وخت هغه هوایي میدان کې ورته انتظار و، چې هغوی راغلل خپل موټر کې د کور په لور روان شول، د الله فيصلې بېلي دي، دوی لاره کې سخت ټکر وکړ، دی، ښځه او ټول اولادونه یې مړه شول او د امریکا او اردن ټوله شتمني یې میرات شوه، د الله شان ته ګورئ، په حقیقي او رسمي توګه یې هماغه یتیم وراره یواځنی میراتخور و او ټوله شتمني یې هغه غریب.. ته پاته شوه.

د یتیم مال څوک نه شي هضمولی، ځکه د یتیم مال اور دی، إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا. دې ظالم په دوکه سره د یتیم وراره او کونډي ورینداري مال ترلاسه کړ، خو خبر نه و چې د مظلوم د ښېرا او عرش تر منځ خنډ نشته، دی به فقط پنځلس/شپاړلس کاله د یتیم شتمني چلوي او زیاتوي او بېرته به یې ده ته سپاري.
ـــــــــ

28)
د زړه خبره
دا یو حقیقت راسره ومنئ چې مختلفو ډلو ټپلو او تلونکو راتلونکو حکومتونو سره تړلي افغانان په دروغو د سولې نارې وهي، جګړو زیږولې ډلې او حکومتونه له جګړو پانګه ترلاسه کوي او په جګړو پائیږي. #سوله غریب ولس غواړي او د غریب ولس په مرګونو او قتلونو د دوی سیاست عيار دی. قتلهم الله…
ــــــــ

29)
په یوه شي دومره نه یم پښيمانه، لکه د خپل ژوند په هغو شپو ورځو چې د خلکو د خبرو لامله مې پخپله خوښه نه دې تېري کړې. نجیب محفوظ
ــــــــــ

30)
رسول الله ﷺ فرمایي:

په خلکو به داسې زمانه راشي چې رویبضة به خبرې کوي، چا ورته وویل: رویبضه څه شی دی؟ هغه وفرمایل: چټي سړی چې د عامو خلکو په اړه خبرې کوي، دا رویبضة دی. ‏قال رسول الله ﷺ: وينطِقُ فيها الرُّويْبِضَةُ قِيلَ: وما الرُّويْبِضةُ؟ قال: الرجُلُ التّافِهُ يتَكلَّمُ في أمرِ العامةِ. أخرجه ابن ماجة ( 4042 ) و الحاكم ( 4 / 465 ، 512 ) و أحمد ( 2 / 291 )

همدا د خواله رسنیو او ټلویزونونو زمانه یې نغده او ژوندۍ بېلګه ده..
ــــــــ

31)

رسول الله ﷺ ته له هغه سره د صحابه کرامو مینه معلومه وه، هغوي ته د بېلتانه خبره کوي، چې داسې ورځ به راشي چې زه به ستاسو منځ کې نه یم، هغه په قسم سره هغوی ته فرمایي: په هغه ذات قسم چې د محمد روح یې په واک کې ده، پر تاسو هر یوه به داسې ورځ راځي چې ما به نه ویني… بیا به زما له لیدلو سره د خپل اهل او ورسره شتمني له لیدلو زیاته مینه لري. رواه مسلم
ــــــــــ

32)
د اسلام ځیني خادمان د اسلام پر ضد لګیا دي، خو دوی نه پوهیږي! مصطفى محمود
ــــــــ

33)

مرموزه خندا

د خپل زوی انځور یې سینه پوري نیولی و، د جګړې د قومندان مخته ورغله، د زوی انځور یې د هغه مخته ونیو، ول قومندان صیب دا زما زوی دی، جګړه ختمه شوه، خو زما زوی لا کور ته نه دی راغلی؟! هغه یې خبره په مرموزه خندا ځواب کړه…

دا عاجزه او خواره مور په دې نه پوهیږي
چې له جګړو یواځې مشران او قومندانان
بېرته راځي…‏
ـــــــ

34)

رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه: تر ټولو غوره انسان څوک دی؟ هغه ورته وفرمایل: هر پاک زړی او په ژبه رښتينی، خلکو کې تر ټولو غوره انسان دی. ‏قال رسول الله ﷺ: خير النَّاس ذو القلب المَخْمُوم، واللِّسان الصَّادق.رواه ابن ماجة ( 4216 )

د (ذو القلب المَخْمُوم) تشریح حدیث کې داسې راغلې ده: متقي او پاک زړی انسان، چې زړه کې یې نه ګناه وي، نه بغاوت، نه دوکه او نه کینه. هو التقي النقي، لا إثم فيه ولا بغي، ولا غل، ولاا حسد. ملا علي القاري رحمه الله وایي: عرب وایي: خممت البیت اي کنسته، یعني مخموم القلب هغه انسان دی چې زړه یې له دا لوړو ګناهونو پاک او جارو شوی وي.
ـــــــــ

35)
رسول الله ﷺ فرمایي:

خلک لکه سل اوښان، په اسانې د سپرلي اوښ نه شې په کې موندلی. إِنَّمَا النَّاسُ كَالإِبِلِ المِائَةِ ، لاَ تَكَادُ تَجِدُ فِيهَا رَاحِلَةً. متفق عليه
ـــــــ

36)

مُنْصِف او هوښیار مو مجبوروي چې احترام یې وکړئ، بلکي مینه ورسره وکړئ، آن که د نظر مخالف مو هم وي.
ـــــــــ

37)

د لویانو اخلاق

امام ابن حزم الاندلسي (384 هـ / 456 هـ) رحمه الله لیکي: یوه مسئله کې مې یوه ملګري سره مناظره شوه، څرنګه چې هغه ژبه کې لیږ پڅ و، نو زه پرې غالب شوم، مجلس ختم شو او ناستو ټولو خلکو زه غالب وبللم، د موضوع په اړه مې زړه ښه ډاډه نه و، کور ته چې راغلم کتابونه مې وکتل، اخیر دې پايلي ته ورسیدم چې زما مقابل لوری په حقه و او زه غلط وم!

یوه کتاب کې مې نښه کېښودله، چې سبا یې هغه ته وروړم او د خپلي غلطي اعتراف به ورته کوم. شاګرد مې راته وویل: په دې څه کوې؟ مال دا کتاب سبا راسره وړم، هغه ملګري ته یې ښیم چې زه غلط او ته په حقه یې، شاګرد مې راته وویل: عجیبه کار کوې! مال اوس بېخي نیمه شپه ده کنه همدا اوس مې دا عجیبه کار کوه او هغه ته ورتلم، سبا ته مې خبره نه ځنډوله. رسائل ابن حزم: 338/337/4

دا ډول اخلاق نن سبا په نشت حساب وبولئ، نن چې څوک پخپل خصم او مقابل لوري غالب شي، هسکه غاړه ګرځي او مقابل لوري ته طعنې او پېغورونه ور ډالۍ! کوي. هغه مهال خلک حق پسې ګرځیدل، د ځان او خپل نفس غلبه نه بلکي د حق د ښکاره کولو او غلبې تږي وو، نن سبا د ځانونو او خپل نفس غلبه او ځلول موخه ده او همدا حق بولو! یعني د هر فکر خلک په دې اند دي چې موږ او موږ چې څه وایو همدا حق دی. العیاذ بالله
ــــــــــ

38)

د پرنجیدا اداب

ابن حجر رحمه الله د پرنجیدا اداب داسې لیکي:
① کوښښ دې وکړي چې د پرنجیدا اواز ټیټ ولري
② عین وخت کې دې الحمد لله په لوړ اواز ووایي
③ مخ دې پټ کړي چې خلکو ته یې خوله یا پوزه بده ښکاره نه شي
④ ښي او چپ لور ته دې نه ګوري، چې چا ته ضرر ونه رسوي

فتح الباري شرح البخاري: ۶۰۲/۱۰
ــــــــــ

39)

ټوکه

ناروغه میرمن له میړه سره ډاکتر ته ولاړه، د ډاکتر خوني ته چې ننوتله، ډاکتر ته یې وویل: ښاغلی ډاکتر! زړه مې ناارامه دی، اجازه راکړه چې میړه مې هم دلته راوغواړم، ډاکتر ورته وویل: زه ښه او محترم ډاکټر یم او په قران مې قسم کړی چې خیانت به نه کوم. ښځي وویل: زما دا موخه نه ده، ستاسو د استقبال موظفه میرمن ګوښې ناسته ده او زما میړه نه ښه سړی دی، نه محترم دی او نه یې په قران سوګند کړی دی…
ـــــــــ

40)
رسول الله ﷺ ته یو سړی راغی، ول یا رسول الله! خپل خادم او مزدور ته څو ځله بښنه کوو؟ هغه ورته وفرمایل: خپل مزدور ته هره ورځ اویا ځله بښنه کوئ. جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ : يَا رَسُولَ اللَّهِ كَمْ نَعْفُوا عَنْ الْخَادِمِ؟ قَالَ : اعْفُوا عَنْهُ فِي كُلِّ يَوْمٍ سَبْعِينَ مَرَّةً. رواه ابو داود والطبراني والبیهقي

یعني که خادم او مزدور مو اویا ځله غلط او سهو شي، هغه ته اویا ځله بښنه کوئ، له حدیث نه دا هم په ښه توګه معلومولی شو چې که د کور میرمن، لور، زوی وغيره نه کومه غلطي وشي هغوی ته باید له اویا ځله هم زیاته بښنه وشي.
ـــــــــــ

41)
رسول الله ﷺ نه پوښتنه وشوه: اکثره خلک به (په کوم عمل) سره جنت ته داخليږي؟ هغه وفرمایل: د الله وېره او ښه اخلاق. سُئل رسولُ الله ﷺ عن أكثر ما يُدخل الناسَ الجنة؟ فقال: تقوى الله وحسنُ الخُلق.أحمد والترمذي
ـــــــ

42)

ابو مدینة الدارمي وایي: دوه صحابه کرام به چې سره مخامخ شول، کله به چې سره بېلیدل خامخا به دواړو کې یوه هغه بل ته د “العصر” سورت (وَالْعَصْرِ. إِنَّ الْإِنْسَانَ لَفِي خُسْرٍ) تلاوت کوه او بیا به یې یوه بل ته سلام وکړ او سره بېل به شول. رواه ابو داود والطبراني والبیهقي

له روایت نه معلوميږي چې د لیدلو په مهال یوه بل ته د “العصر” سورت تلاوت کول د صحابه کرامو رضي الله عنهم عادت و. د العصر سورت کې د انسان د بریا لپاره لاندې څلور ستر او مهم اصول بیان شوي دي.

① ایمان
② ښه عمل
③ یوه بل ته د حق توصيه
④ یوه بل ته د صبر توصيه

په دې اړه ټیلیګرام کې نسبةً تفصيلي غږیدلی یم.
ــــــــــ

43)

د امام ابو یوسف رحمه الله عادلانه فيصلې

د امام ابو حنیفة رحمه الله مشهور شاګرد امام ابو یوسف رحمه الله د عباسي خلیفه هارون الرشید رحمه الله په وخت کې قاضي القضاة و، یوه ورځ د خلیفه هارون الرشید او یوه نصراني ترمنځ دعوه ورته راغله، امام ابو یوسف د دعوې له پلټني وروسته د نصراني په حق کې فیصله وکړه!

وروسته چې کله امام ابو یوسف رحمه الله وفات کیدی، یوه داسې دعا یې وکړه: یا الله! ته پوهیږې، ما ته چې قضا سپارل شوې وه، دوو متخاصمو لوریو کې مې یوه ته هم آن په زړه کې هم تمایل نه دی لرلی، مګر د هارون الرشید او نصراني دعوه کې مې (په زړه کې) دا برابري ونه کړه، فیصله مې هم د نصراني په حق کې وکړه! او له دې وروسته هغه په ژړا شو. اللهم إنك تعلمُ أني وّلِيتُ هذا الأمر، فلم أمِل إلى أحدِ الخصمين حتى في القلب إلا في خصومة نصراني مع الرشيد لم أُسَوِّ بينهما وقضيتُ للنصراني على الرشيد.(القضاء في الإسلام ص 25)

یعني د قضا په ټولو فيصلو کې یې زړه کې هم یوه لوري ته میلان نه لاره، که څه هم چې حقه فیصله کې د زړه تمایل د ګناه خبره نه ده، یواځې د نصراني او هارون الرشید دعوه کې یې د زړه تمایل د مسلمانانو د پاچا هارون الرشید لور ته و، سره له دې چې فیصله یې د نصراني په حق کې کړې وه!

زموږ قاضیانو صاحبانو او ولسي مرکچیانو لپاره د دې ستر امام په دې وړه کیسه کې درانه او ژور پندونه پراته دي، که څوک د پند اخیستلو او عبرت ترلاسه کولو لپاره ویښ ضمیر او بیدار زړه ولري.
ــــــــــ

44)
د رسول الله ﷺ د راز ملګري حذیفة بن الیمان رضي الله عنه ته چا وویل: ويریږم منافق شوی نه یم! هغه ورته وویل: که منافق وی بیا نه ویریدې! البیان والتبیین للجاحظ
ــــــــــ

45)
دوه مشهور صحابه کرام: عثمان او ابو ذر رضي الله عنهما سره ناست وو، لیري یوه قافله راروانه وه، عثمان، ابو ذر ته وویل: ستا زړه څه غواړي چې په دې قافله څه شی بار وی؟ أبو ذر ورته وویل: د عمر په څېر سړي! رجالاً مِثْلَ عُمَر. البیان و التبیین للجاحظ

د أبو ذر په څېر مقدسه هیله او معصومه ارزو زموږ زړونه هم هر وخت تخنوي او زوروي…

46)

د برتانیه پخوانی(1940/1945) لومړی وزیر ونسټون چرچيل Winston Churchill وایي: یوه ورځ د بي بي سي دفتر ته د مرکې لپاره یو ټیکسي ته وختلم، چې ورسیدلم ټیکسي چلوونکي ته مې وویل: لطفاً که 40 دقیقې صبر راته وکړې زه راځم چې بیرته مې خپل ځای ته ورسوې؟ هغه وویل: نه، زه وخت نه لرم کور ته ځم او د ونسټون چرچل خبرې اورم، زه حیران شوم او ډېر خوشاله شوم، چې زما د خبرو دومره لیوال دی، په دې خوشالي کې مې جیب ته لاس کړ هغه ته مې څو پیسې ورکړې، هغه په زیاتو پیسو خوشاله شو او راته ویې ویل: په چرچيل او د هغه په خبرو لعنت شه، ته ورځه بې غمه خپل کار وکړه او راځه زه درته انتظار یم.

سیاستوال دې پوهه شي چې په خلکو څومره ګران دي 🙂
ـــــــــ

47)

رسول الله ﷺ فرمایي: ستاسو کوم یو چې تر ټولو ښه اخلاق لري هغه به اخرت کې ما ته تر ټولو رانږدې وي. رواه الترمذي
ــــــــــــ

48)

امام ابو حنيفة رحمه الله ته یوه میرمن راغله، ول میړه مې زما د طلاق قسم کړی دی، هغه داسې چې د خوړو دېګ ته به یوه کیلو مالګه وراچوې او په خوړو کې به د مالکي خوند هم نه ښکاري! یعني که دا کار دې ونه کړ نو طلاقه یې. امام رحمه الله ورته وویل: دا کار اسانه دی، دېګ ته اوبه او یوه کیلو مالګه واچوه، وروسته روغې هګۍ ورواچوه، هګيو کې د مالګي خوند نه ښکاره کیږي. من نثر الدر للآبي: ۳۲۵/۲

خوړو کې د مالګو او مسالو کموالي او زیاتوالي په سر ډېر جنجالونه رامنځته کیږي، البته که د خېټو عاشقان… وروڼه لیږ حوصله ولري خبره دومره سخته نه وي، یو وخت خواړه که یې په مزاج شریف برابر نه وي هم چې له زغمه کار واخلي د کورني ژوند له تريخوالي به یې ځان او کورنۍ ساتلې وي. او ميرمني دې هم پوره اتیات کوي، خپل خاوند خو پېژني، کنه دا زموږ د کیسې واله ته دې وګوري داسې یاران هم شته …
ـــــــــ

49)

رسول الله ﷺفرمایي: څوک چې په خلکو رحم نه کوي؛ الله په هغو رحم نه کوي. قال رسول الله ﷺ: لا يرحم الله من لا يرحم الناس. متفقٌ عليـه
ــــــــــ

50)
رسول الله ﷺ فرمایي:

د دوو مینانو لپاره له نکاح ښه لاره نه لیدل کیږي. قال رسول الله ﷺ: لم ير للمتحابين مثل النكاح. رواه ابن ماجة و البيهقي

یعني سړی ښځه وویني خوند ورکړي او پرې مین شي، داراز ښځه هم؛ د دې ښه لاره او غوره علاج دا دی چې واده سره وکړي. امام المناوي او امام الطیبي رحمهم الله وایي: د حدیث مطلب دا هم کیدلی شي چې سړی پردۍ ښځه وویني او پرې مین شي، که نکاح سره وکړي دا مینه به یې نوره هم زیاته شي. فیض القدیر للمناوي
ـــــــــــ

51)

په دې ورځ: 7/صفر کال: 50/51هـ د رسول الله ﷺ لمسی او د جنتي ځوانانو سرخیل حسن بن علي رضي الله وفات شوی دی، نوموړی هغه عظیم انسان او د سولي ستر داعي و چې د ده د قرباني له برکته امت کې خونړۍ جګړې ختمي او په یوه مشرتابه راټول شول، رضي الله تعالی عنه
ــــــــــ

52)
ابو جمعة رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ سره مو د غرمې ډوډۍ وخوړله، ابو عبيده بن الجراح هم راسره و، هغه ورته وویل: یا رسول الله! زموږ نه به غوره خلک وي، موږ اسلام ومانه او ستا سره مو جهاد وکړ؟ هغه ورته وفرمایل: هو، ستاسو نه وروسته هغه خلک چې پر ما به ایمان لري او زه به یې لیدلی نه یم. عن أبي جمعة رضي الله عنه قال: تغدينا مع رسول الله ﷺ ومعنا أبو عبيدة بن الجراح فقال: يا رسول الله أحد منا خير منا؟ أسلمنا وجاهدنا معك قال: نعم قوم يكونون من بعدكم يؤمنون بي ولم يروني. رواه الدارمي وأحمد والحاكم وصححه ووافقه الذهبي.
ــــــــ

53)

“حق” په هر شي پیاوړی او ځواکمن دی، خو چې قانون د ظالم واکمن لاس کې وي هغه کولی شي “باطل” له حقه ځواکمن وګرځوي. مصطفى الرافعي
ـــــــــ

54)

جعفر بن سعد وایي: عدل او انصاف څومره کم دی! او اختلاف څومره زیات دی! اختلاف هر شي کې راپیدا کیږي، آن هغه ګيلاس کې د اوبو په سر کوچنۍ پخه/خاشه هم مخالفت کې ښه تکړه ده، ته چې ګيلاس نه اوبه څښې دا به خولې ته درمنډه کړي، که د ګيلاس په بل اړخ خوله کیږدې هلته به درشي! که وغواړې د لیږ اوبو په تویَولو سره هغه وغورځوې، اوبه به تویه کړې دا به نه لویږي! بهجة المجالس لابن عبد البر
ــــــــ

55)

خلیل ﺑﻦ ﺃﺣﻤﺪ وایي:
دری شیان غمونه هېروي:
● د شپو ورځو تګ
● د ملګرو مجلسونه
● ښایسته مېرمن…

بهجة المجالس¹⁹⁸

56)
المطارحة

د “المطارحة” لفظ درته تشریح کوم، زموږ سیاستوال طرح طرح ډېر لري، راځئ طرح وپېژنو، اصلاً عربي کې د دوو لوبغاړو یو بل له وهلو پرته پر ځمکه ويستلو ته (المطارحة) وایي، يحاول كل من اللاعبين فيها أن يوقع خصمه إلى الأرض طريحا من غير أن يلكمه اويؤذيه.

خو الجوهري په صحاح کې لیکي: “المطارحة” دې ته وایي چې خلک ستونزې یو پر بل ورتپي، المطارحة إلقاء القوم المسائل بعضهم على بعض. زموږ سیاستوال، سیاسي شنونکي او عام خلک “المطارحة” کې شنه زمريان یو، یو بل تورنوو او د ستونزو جرړه یې بولو، خو حقیقت کې اکثره د ستونزو او مشکلاتو زیږوونکي او په پساتونو لړلي یو، د خولو چالاکي او ځانونه سپيني ملایکې ګڼل مو چټي او په حقیقت کې د ټولنیز منافقت خوړینه ناروغي ده. الا من رحم الله، و قلیل ماهم…
ـــــــــ

57)
الزَّبُونُ

له تاجر یا دکاندار نه په دوامداره توګه څه شی پېریدونکي او اخیستونکي ته “الزبون” وایي. الْمُشْتَرِي، الْمُتَرَدِّدُ باسْتِمْرارٍ عَلَى تاجِرٍ واحِدٍ لِشِراءِ ما يَحْتاجُهُ مِنْ مَوادَّ. معجم الوسیط

د لغت ماهرين وایي چې “الزبون” هغې لغتماري اوښي ته هم وایي چې د لوشلو په مهال لغتي وهي. زبون من النوق : التي تضرب برجلها عند الحلب . (معجم الرائد)

زموږ د اخلاقي ځوړتیا او انحطاط زمانه کې تاجر، دکاندار او زبون اکثره لغتماران یو، یوه دکاندار کیسه راته کوله، زبون مې په سرک ولاړ موټر کې ناست و، ورویې غوښتلم، زه نه ورتلم، لکړې یې راته پورته کړې، ول ګوډ یم، ورغلم، اوږد لیست یې راته بیان کړ چې دا شیان راکړه، ښه یې وځنډولم، چې دکان ته راغلم، دخل تش ولاړ و، چې بیرته مې زبون ته وکتل هغه هم تللی و! په دې ډول د تاجرانو او دکاندارانو د دوکې او غش کیسې هم پریمانه دي. حدیث کې راغلي چې دوکه کوونکي زما امتیان نه دي.
ـــــــــ

58
الشَّارِبُ

په لوړه شونډه ولاړو وېښتانو ته عربي کې “شارب” وایي. چې موږ برېت او برېتونه ورته وایو. دواړه “شاربان” او جمعه یې “شوارب” راځي. الشَّارِبُ ما ينبت على الشَّفة العليا من الشَّعْرِ. وطرفاه: شاربان. والجمع: شوَارِبُ. (معجم الوسيط). که څه هم موجوده عرب “شنب” ورته وایي، شنب اصلاً د غاښونو ځلا او ښکلا ته وایي، خو دوی برېت هم شنب بولي. نو څه ورسره وکړو..

(معجم الرائد) کې کاږي چې “شاربة” همدا ماده ده او دا هغو خلکو ته وایي چې د سیند په غاړه مېشت وي. قوم يسكنون على ضفة النهر. مناسبت یې دا دی چې د سيند په غاړه ولاړ کورونه لکه د خولې په غاړه (شونډه) ولاړ بريتونه داسې دی.

د سوریه وتلی عالم او لیکوال علامه علي الطنطاوي رحمه الله خپل کتاب (ذکریات) کې د دمشق د یوه نامتو ادیب په ژوند لیک کې په طنزيه انداز کاږي: هغه په اصطلاح ډېر عصري او ماډرن مزاجه و، دومره چې فکر کوم دمشق ښار کې لومړی سړی و چې بريتونه یې وخرېیل! لکه اوس چې زموږ ځیني هم (برېتپاکي) د عصریتوب نښه بولي. زه چې کله داسې د پوخ عمر سړی ووينم چې خوله یې غټه، غاښونه یې لوی او ازاد ازاد وي او برېتونه یې هم پاک کړي وي، نو سینه… کې ورته وخاندم 🙂

په دې اړه مې سر کې نوري خبرې هم چکرې وهي، البته د برېتپاکو وروڼو په خاطر یې پریږدم..
ـــــــــ

59)
تَوَفَّى

عرب وايي: تَوَفَّى الله فلاناً. یعني الله د هغه روح واخیست او هغه ومړ، نو توفی د مړکیدلو معنی لري او زموږ “وفات” ویی هم له دې کلمې نه را مفغن شوی دی. داراز د خپل حق پوره اخیستلو معنی هم لري. تَوَفَّى فلانٌ حقَّه. “وفا” یعني وعده او ژمنه پالنه هم له دې مادې نه ده. وَإِبْرٰهِيمَ الَّذِى وَفّٰىٓ. (المعجم الوسيط). د ځینو “وفا” “وفادار” او “وفایار” وغيره تخلصونه له همدې کلمې نه دي. زموږ ځیني د تخلص لفظ خوښوي د معنی او هغې د تطبيق کیسه کې نه وي.

اسحاق بن ابرهیم کیسه کا: د قبطیانو یوې جنازې ته ورغلم، یوه سړي وویل: (المُتوفِّي) څوک دی؟ مال: الله، خلکو تر مرګه وډبولم.

المُتوفِّي د ټکو په ‘ي’ او د ‘ف’ په زېر سره اسم فاعل دی یعني وفات کوونکی، او الله دی چې هرڅوک وفات کوي. او المتوفَّى د ‘ف’په’ زور او بې ټکو ‘ی’ سره یعني مړی. نو ځیني ځایونو کې مو نحو او ګرامر خوندي لرئ تاواني کوي مو.
ــــــــ

60)
پېلوځی

د غره د څېړۍ لرګي د سونګ مهمو لرګیو کې شمیرل کیږي، د هغه ځانګړنه دا ده چې غوړ لري، خلک یې د نورو لرګیو د اورلګووني په توګه کاروي، دې لرګي ته موږ پخپله لهجه یا ګړدود کې “یزګه” وایو، همدا یزګه یا بل د هري وني لرګی به په تیلو غوړ کړل شو او بیا به د موقت وخت لپاره د څراغ کار ورنه اخیستل کیده، همدې ته به یې “پېلوځی” ویلې.

بي بي سي راډیو به په دې نوم (پېلوځی) یو ادبي پروګرام خپروه، هغه مهال مې د دې ویي معنی نه پېژندله. یوه ورځ موږ جومات کې ناست وو، زما یوه هوښیار مشر ماما ته چا وویل: نن مې بازار کې هغه فلاني ځای کې ولیدلې، هغه بیستان شی دې واخیست، ماما ورته موسکی شو، ول تا چیشته ما پسې پېلوځی راخیستی دی؟! وروسته مې ماما نه د پېلوځي تشریح وغوښتله، ماما چې هغه مهال دا لفظ څنګه راته تشریح کړ هغه مې تاسو ته پاس وليکله.

چرته په غبرګو ړوند پېلوځی لاس کې نیولی او روان و! چا ورته وویل: ته خو هسې هم نه وینې نو پېلوځی مو ولې لاس کې نیولی دی؟! هغه ورته وویل: د ځان لپاره نه، بلکي د نورو لپاره مې لاس کې نیولی، چې څوک راسره ټکر نه شي! د ړانده خبره کره او پخه ده، موجوده وخت کې خلکو سره زیات اتیات او ګذاره دواړه په کار دي.
ــــــــ

61)
پنجشنبه

د چار شنبې او جمعې ترمنځ شپه پنجشنبه ده چې د اوونۍ پنځمه شپه کیږي. عربي کې “الخمیس” ورته وایي، دا په اصطلاح د اوونۍ پای یا ویکینډ لومړۍ شپه ده، څرنګه چې د اوونۍ له ستومانیو د وتلو د مهال لومړنۍ خوندورې شېبې وي نو هر چا ته پنجشنبه خوند ورکوي او مینه ورسره لري. عرب چې کارونو کې په لټتوب او تنبلي شهرت لري، له دې ورځي سره زیاته مینه لري او له نازه یې “الخمیس الونیس” بولي.

پنجشنبه په شرعي لحاظ هم اهمیت لري، په دو شنبه او پنجشنبه روزه نیول مستحب عمل دی، رسول الله ﷺفرمایي: دې دواړو ورځو کې الله ته د بندګانو عملونه وړاندې کیږي، زه مینه لرم داسې حالت کې مې عمل وړاندې شي چې روژه مې وي. عن أبي هريرة أن النبي ﷺ قال: تعرض الأعمال يوم الاثنين والخميس، فأحب أن يعرض عملي وأنا صائم. رواه الترمذي وابن ماجه

پنجشنبه په ځانګړې توګه د طالبانو او محصلینو لپاره خورا زیاته د اهمیت ورځ ده، په دې ورځ یا کورونو، خپلوانو او يارانو سره ویني او یا مدرسه/پوهنتون کې د درس له يارانو او ملګرو سره ویني او د ملګرتیا خوږې شېبې سره تېروي. زموږ په څېر ورکو مسافرو او انقلاب ځپلو ته د دې ورځي اهمیت ښه معلوميږي او د دې ورځي یادونه مو هر وخت په لیري یا تللیو… يارانو پسې کړوي، ژړوي او زوروي، له ناوسي د ملا بسمل دا بند زمزمه کوو او ترخې اوښکې تویوو:

لاړل د بسمل د پنجشنبې د ماسپښين ياران
اوس به دجمعې شپه لکه شمع په قبرو کوو
ــــــــ

62)
الزَّوْجُ

“زوج” او “مزدوج” یعني غبرګ، خلیج کې چې غبرګ سرک ختمیږي، د سرک څنګ ته یې په لوحه لیکلي وي: نهاية الطريق المزدوج، یعني غبرګه لاره ختمه شوه، د سړي غوندې ځه… داراز هر شی چې د هغه له جنسه بل ورسره وي “زوج” بلل کیږي، چې موږ پښتو کې “جوړه” ورته وایو. ځیني شیان چې ډېر غبرګ سره یادیږي هم “زوج” ورته ویل کیږي، آن که اضداد وي هم، لکه: وچ او لانده، مېړه او ښځه، شپه او ورځ، خوږ او تریخ، کورت او غوړي، ځه پسې …

همرنګه ته هم “زوج” ویل کیږي، دوه سره ورته شیان هم “زوجین” بلل کیږي، قسم او ډول ته هم “زوج” وایي، لکه قرانکریم کې راغلي: وأَنْبَتَت مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیْجٍ. الحج. (معجم الوسيط) قرانکریم کې د “زوج” ماده 83 ځله راغلې ده، پنځه ځایه د فعل په صيغه سره، لکه دا ایت: {كذلك وزوجناهم بحور عين} او پاته په اسم سره راغلی .

ښځي او مېړه دواړو ته هم “زوجین” ویل کیږي، مېړه هم “زوج” او ښځه هم “زوج” یادیږي. لغویان لیکي: ښځه زوج بلل لوړه درجه عربي ده او زوجة بلل یې کمه او ټیټه درجه عربي ده. قرانکریم د جمعه، تثنیة او مفرد ټول شکلونه “زوج” یاد کړې دي، لکه دې ایتونو کې: ﴿ اُسْكُنْ أَنْتَ وَزَوْجُكَ الجَنَّةَ ﴾ ﴿ وَ مِنْ کُلٍّ زَوْجَیْنِ ﴾ ﴿ وَلَهُمْ فِيهَا أَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ ﴾ که “زوجة” وی “زوجات” په کار وه.

چې یو لفظ څو معناګاني ولري هغه “مشترک” بولي، لکه همدې “زوج” لفظ کې چې څو معناګاني شتون لري. زموږ پښتو کې هم د “مېړه” لفظ مشترک دی، د ښځي خاوند یعني ښځه لرونکي نرغنده ته “مېړه” وایي، داراز هر ښه، تکړه، غیرتي او هوښیار سړي ته هم “مېړه” ویل کیږي، همدا زموږ “مېړنی” صفتي لفظ او “مېړانه” مصدري اسم له مېړه نه اخیستل شوی دی. لکه خوشال بابا وایي: میړني دي چې یاد یږی په سندرو یا په ویر.

موږ خپلو کې هر وخت وایو، فلانی ډېر مېړنی دی، داراز کله چې د یوه کلي یا قوم تکړه او ښه خلک کوم ځای راټول شي نو وایو: “د فلاني خیلو “ښه مېړی” ټول رایوځای شوي دي” له بده مرغه موږ پخپله او پردیو په مېړانه او پیاوړتوب دومره ډېر ستايلي، پړسولي یا باټولي … یو چې اوس مو له “مېړاني” یا ” خرپ و ترپ” پرته ژوند کول نه دې زده، د باندنيو ستراتیږیو، د زورورو یرغلونو، د پردیو مزدوریو او نورو پر خلاف یا نورو لپاره جګړو داسې مخلوق ګرځولي یو چې له جګړو او یا خپلمنځي مخالفتونو پرته بل کار نه شو کولی. د بېلګي په توګه کله چې روسان ووتل مجاهدان مجبوره وو سره وخوري. ځه پسې …
ــــــــ

63)
تَطْبِيل

د تطبیل فعل (طَبَّلَ) راځي، یعني په خرپ طبله یا ډول وهل، عرب وایي: طَبَّلَ الطَّابِلُ تَطْبِيلاً : ضَرَبَ الطَّبْلَ ضَرْباً. دایې اصلي معنی ده، داراز دا کلمه د چاپلوسي او غوړه مالي لپاره هم کارول کیږي. لکه وایي: هغه ته د ډول وهلو نیت لري، یعني چاپلوسي ورته کوي. أَرَادَ التَّطْبِيلَ لَهُ : تَمَلُّقَهُ، التَّقَرُّبَ مِنْهُ. نو تطبیل د چاپلوسي په معنی کارول کیږي. (معجم الغني)

د طبله مارانو او چاپلوسانو په اړه که خبره وسپړم ډېره به اوږده شي، د چاپلوسي پېژندلو لپاره د عباسي خلیفه مأمون الرشید خبره کره ده، هغه وایي: د یو چا له وړتیا زیاته ستاینه هغه ته چاپلوسي ده او له وړتیا کمه ستاینه یې هغه سره کینه او حسد دی. له چاپلوس او طبله مار مخلوق نه الله او ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي، دلته مې له خپل وال نه د چاپلوسانو په اړه څو ټوکې او طنزيه کرښې رااخلم، دې بدمرغه مخلوق پوري خندا او د هغوی سپکه شاید هغوی له دې بې همتي نه راوګرځوي.

① عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته یوه سړي وویل: تر څو چې تا الله ژوندی لري، زه به په خیر یم، ده ورته وویل: تر څو چې ته له الله نه ويریږي، ته به په خیر یې. أنا بخير ما أبقاک الله، فقال: أنت بخير ما اتقیت الله. نثر الدر للآبي ص: ۲۲۰.

که غوړه مالي او چپړاسیتوب بد او سپک کار دی نو د چپړاسیانو په خبرو غره کیدل، پړسیدل او خوند اخیستل هم ومنه که چندان سړيتوب وي، سړيتوب دا دی چې په هوښیاري سره غوړه مالان وترټل شي او خولې یې وتړل شي. لکه عمر رضي الله عنه چې دا سړی پوه کړی دی.

② مشهور اموي خلیفه عبد الملک بن مروان ته یوه سړي وویل: پټه خبره درته کوم، هغه ورته وویل: کوه، خو ګوره! دروغ به نه وایې، غیبت او چاپلوسي به نه کوې، هغه ورته وویل: ښه نو زه ځم اجازه را کړه.

③ عباسي خلیفه په یوه مارغه د غېشي وار وکړ او هغه خطا شوه، وزیر یې ورته وویل: ډېر ښه مو وکړل! پاچا له غوسې برګ ورته وکتل، ول ته ما پوري خاندې؟! وزیر جینګه خوله ونیوله، ول پاچا صیب مطلب مې دا دی چې له مارغه سره مو ښه کړل …

④ د مدیر ټوکي ته ټولو مامورينو وخندل، یو یې پټه خوله ناست و! مدیر ورته وویل: ته لکه چې زما د ټوکي په مطلب پوه نه شوې؟ هغه ورته وویل: پوه شوم، خو ما بېګا استعفا وړاندې کړې ده.

‏⑤ مصر کې د ممالکو وخت کې زلزله وشوه، یوه شاعر د وخت امیر ته دا بند ووایه: ما زُلزلت مصر من كيد أُريد بها لكنها رقصت من عدلكم طربا. یعني مصر کې دا زلزله د تاوان رسولو په نیت نه وه بلکي دا ستاسو د عدل لپاره د خوښۍ رقص او نڅا وه.
ــــــــــ

4 thoughts on “د حامد افغان فېسبوک مجله (اکتوبر 2017)

أضف تعليق