شندلې ملغلرې

زما د فېسبوک نسبةً اوږدې لیکنې

د رسول الله ﷺ او کوچي کیسه

یوه ورځ یوه کوچي رسول الله ﷺ نه څه شی وغوښتل او هغه ورکړل، بیا رسول الله ﷺ ورته وویل: ښېګڼه مې درسره وکړه؟ کوچي وویل: نه، نه دې ښېګڼه وکړه او نه مهرباني، د کوچي په دې خبره ناست مسلمانان غوسه شول او هغه ته ورولاړ شول، خو رسول الله ﷺ هغوی منعه کړل. او ورته کړه یې په هغه کار مه لرئ.

رسول الله ﷺ کور ته ولاړ، کوچی یې هلته وروغوښت او نور شی یې هم ورکړ، بیا یې ورته وویل: ښېګڼه مې درسره وکړه؟ هغه ورته وویل: جزاک الله خیرا، هو، خپلوي دې وپاللـه. رسول الله ﷺ ورته وویل: هلته زما د ملګرو مخکې دې چې کومه خبره وکړه، هغه باندې هغوی درته غوسه شول، نو که ستا خوښه وي د هغوی مخکې دا خبره وکړه چې ستا په اړه د هغوی غوسه ختمه شي، کوچي ورته وویل: سمه ده.

ماښام کوچی راغی، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: دې کوچي چې پرون کومه خبره وکړه له هغه وروسته موږ ده ته نور شی ورکړ، بیا خوشاله شو، کوچي ته یې مخ کړ ول همداسې ده؟ هغه وویل: هو، جزاک الله خیرا، خپلوي دې وباللـه، رسول الله ﷺ په دې وخت کې زیات خوشاله شو، دومره چې له خوښي یې مخ وځلیدی.

وروسته رسول الله ﷺ وفرمایل: زما او د دې کوچي مثال داسې دی، لکه له یوه سړي چې اوښه وتښتي او خلک یې د نیولو لپاره ورپسې شي، په دې سره هغه لا وويریږي او نوره هم په منډو شي، نو د اوښې څښتن په هغو غږ کړي: تاسو ما او زما اوښه سره پریږدئ زه نرمي ورسره کوم او په چل یې پوهیږم، د اوښي خاوند له مخه ورته راشي، لاس کې واښه ورته ونیسي، ورو ورو ورنږدې کیږي، څو اوښه ورشي، چو یې کړي او خپل بار پرې وتړي. نو دا کوچي مې که تاسو ته پرې ایښی وی، په هغه خبره به مو وژلی و او هغه به اور ته داخل شوی و. رواه ابن حبان. وانظر الشفا للقاضي عياض 1/ 253 ومناهل الصفا للحمزاوي.

د ناپوهانو د پوهولو او د خلکو د جذباتو د کنترولولو لپاره د رسول الله ﷺ او کوچي داکیسه له خورا زیاتو درسونو، عبرتونو او پندونو ډکه ده، د کوچي ناخوښي په کم شي سره په خوښي بدله شوه، خپلې بې ادبي نه بې ازاره او د خیر دعا یې وکړه او دا اعتراف د صحابه کرامو مخکې چې د هغوی غوسه هم ختمه شوه او په پای کې یې د موضوع په اړه د صحابه کرامو د پوهولو لپاره خوندور او په زړه پوري مثال بیان کړ. لطفاً دا ډول کیسې عامو مجلسونو کې په رسمي او عادي ناستو کې او آن په منبرونو باندې خلکو ته بیان کړئ، چې د رسول الله ﷺ د ژوند له حالاتو او غوره اخلاقو خلک خبر شي.

ــــــــــــــ

یوه کونډه صحابیه

د هغې دواړو زامنو خپلو کې په دې خبره سره جنجال شو چې یوه ویل زما پلار ستا له پلاره ښه دی هغه بل ویل زما پلار ښه دی، علی رضي الله عنه هغه راوغوښتله او ورته کړه یې د دوی دواړو منځ کې فیصله وکړه، هغې یوه ته وویل: مشرانو عربو کې ستا له پلار ابو بکر نه غوره څوک نه و، بل ته یې وویل: د عربو ځوانانو کې ستا له پلار جعفر نه څوک غوره نه و. علي ورته وویل: که زما دواړو ملګرو کې دې بل څه ویلي وی خپه کولې مې، خو ما ته دې هیڅ نه پرېښودل! هغې ورته وویل: ته د دواړو منځ کې ستر انسان یې.

دا د علي ابن ابي طالب او د هغه د ميرمني اسماء بنت عميس رضي الله عنهما کیسه ده. اسماء بنت عميس رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ميرمني ميمونې خور وه، دا د لومړیو مسلمانانو په کتار کې راځي او خورا ستر فضيلتونه لري، لکه: دوه هجرتونه یې کړي دي ( حبشې او مدینې ته) دوو قبلو ته یې لمونځ کړی، د دوو خلیفه ګانو ( ابو بکر او علي رضي الله عنهنا) او د دوو شهیدانو (جعفر او علي رضي الله عنهما) میرمن پاته شوې وه. اول د جعفر بن ابي طالب په نکاح کې وه، د هغه له شهادت وروسته ابو بکر الصدیق وکړه او د هغه له وفات وروسته علي بن ابي طالب په نکاح کړه. السير الأعلام النبلاء للذهبي ج: 287/2

ابو بکر الصدیق نه یې یو زوی “محمد” نومیدی او جعفر نه یې هم یو زوی “محمد” نومیدی. علي رضي الله عنه سره چې وه دوی دواړه ماشومان وو او خپلو کې یوه ورځ دا بره شخړه راغله. او هغه یې د خپل خاوند علي رضي الله عنه په غوښتنه په هوښیاري سره حل کړه.

د صحابه کرامو زمانه کې به چې د کونډې عدت او معلومه شرعي موده پوره شوه سمدستي به ودیدله، ځکه هغوی دا حدیث عملي کړی و چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: د کونډي په ودولو کې بیړه وکړئ، د اسماء رضي الله عنها کیسه مو وليدله، هغه د خپل لومړي میړه (جعفر الطیار رضي الله عنه) له شهادته وروسته د صحابه کرامو دوو داسې کسانو په نکاح کړه چې تر ټولو د لوړ مقام خاوندان وو.

متاسفانه زموږ ټولنه کې د کونډي ميرمني په اړه ډېر وراسته او د شریعت خلاف رواجونه شتون لري، لکه د جاهلیت په څیر کونډه بدمرغه بلل کیږي او په کلونو ناسته وي، ډېری خلکو کې کونډه هم د خپل اختیار نه وی، یا یې خامخا لیور او د میړه خپلوان کوي او یا یې په پیسو خرڅوي! او دا سراسر د اسلام خلاف، ناروا عمل او ظلم دی، بناءً کونډه باید د ازاد انسان په حیث د واده په اړه خپل اختیار ته برېښودله شی او د میړه په مال کې د میراث خپله حقه برخه هم باید ورکړل شي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کوچي واده

د کورني ژوند ګټوره کیسه

ادې خدای که داسې ښځه وینم چې زما و ستا ترمنځ میني ته درنښت ولرې او راسره ویې پالي، پریږده یې بيخي واده نه کوم، بوډۍ مور یې ټینګار کاوه چې زه ښه ښځه درته ګورم، ځوان کوچي مور ته کړه چې داسې ښځه به راته ګورې چې زما هره خبر مني، څه موده وروسته یې مور یوه ځوانه کونډه خوښه او زوی ته یې کوژده کړه.

له واده وروسته یوه ورځ کوچي ځوان خپلي ناوې ته وویل: دا خیمه ړنګه کړه او هغې ړنګه کړه، بیا یې د درولو ورته وویل او هغې ودروله، یوه ورځ کې یې څو ځله د خیمې ړنګولو او درولو ورته وویل خو هغې بې له څه ویلو د ده خبره په مینه سره منله. او د دې چټي کار د سبب پوښتنه یې هم نه کوله!

کوچی د ښځي په دې عجيب اطاعت خوشاله او حیران پاته شو، نو ویې پوښتله: ته څنګه زما هره خبره په خوشالي او بې له څه ویلو منې؟! هغې ورته وویل: زما پخوانی میړه ډېر عجیب ځوان و، یو وخت زه او هغه یوه دښته کې په سفر روان و، د خدای کړه و هغه ناروغ او ومړ.

څه وخت ورسره وم، کله چې ما له هغه نه د تګ اراده وکړه او روانه شوم، ليوان مې ولیدل چې زما خواته یې منډي راوهلې، زه بیرته د خپل مړه میړه خواته ورغلم ليوان رانه روان شول، دویم ځل مې چې د تګ نيت وکړ بیا ليوان راغلل، په منډه مې د میړه جسد ته ځان ورساوه، په غیږ کې مې ونیو او ليوان رانه ولاړل!

ښځي د کیسې په پای کې ورته وویل: له هغې پېښې وروسته مې د ښځي لپاره د میړه اهمیت وپېژاند او دا درس ترلاسه کړ چې د سړي په درنښت او عزت کې د ښځي درنښت او عزت پروت دی او که ښځه د خپل خاوند احترام او خدمت وکړي خامخا به یې خاوند احترام او عزت کوي.

ــــــــــــــــــــــــــــ

د چغلګر غلام کیسه

کیسه کا: یوه سړي غلام اخيستی، خرڅوونکي ورته وویل: غلام کې یو عیب شته، هغه دا چې چغلګر دی، خو هغه یې دا عیب بابیزه وباله او غلام یې واخيست. غلام څه موده ښه کار او مخلصانه خدمت کاوه، یوه ورځ یې د بادار ښځې ته وویل: میړه دې اراده لري بن درباندې وکړي، که غواړې ستا سره یې مینه زیاته شي او د بن له مصیبته خوندي شې، زه یې چل درښیم.

ښځي ورته کړه: خامخا دا چل راوښیه، غلام ورته وویل: یو کار به کوې، هغه دا چې د میړه د مرۍ څو وېښتان په چاړه وخریه او ماته یې راوړه، لیږ وروسته یې میړه ته وویل: ښځي دې ملګری نیولی، غواړې تا ووژني، که زما نه منې ته نن ځان په دروغه ورته ویده کړه.

سړی پخپله کوټه کې لکه ویده پریووت، ښځه یې چاړه په لاس راغله څو یې د مرۍ ويښتان وخریي، مرۍ ته یې چې چاړه ورنږدې کړه سړي حمله پرې وکړه، چاړه یې ورنه واخيستله او ښځه یې ووژله، وروسته د ښځي کورنۍ راغله سړی یې وواژه او د سړي کورنۍ هم مقابلې ته راووتله، د چغلګر غلام بل کړی اور ژبغړانده شو او د دواړو کورنیو له خوا د جنازو کتارونه هديرو ته روان شول.

چغلګر انسان د زهرو خطرناک بوټی دی، دوه سره بېلوي او جنګوي، د انسانانو منځ کې کرکه، نفرتونه او پساتونه راولاړوي او ټولنه د پسات او فتنو په زهرو لړي. ځکه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم پرېکړې خبره کړې ده چې چغلګر به جنت ته نه داخليږي. (لا يدخل الجنة قتات ) متفق عليه.

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

ترټولو مهربانه انسان

یو ځوان وايي: پلار سره مې مخالفت رامنځته شو، تر دې چې غږونه مو سره لوړ شول، زما لاس کې پاڼې وې، هغه مې په قوت سره په مېز وویشتلې او ووتلم، کله چې خپل ځای کې څملستم سخت خپه شوم او له حپګانه د خلاصون لپاره مې خوب ته پناه يووړه.

سبا پوهنتون ته ولاړم، تبیت مې له حده زيات خراب و، موبايل مې راوایست، پلار ته مې د هغه د خوشاله کولو په نیت لیک ولیکه، هغه ته مې ولیکل: اوریدلي مې دي چې د انسان د پښې لاندنۍ برخه له پاسنۍ هغې نه پسته وي، اجازه راکوې چې پخپلو شونډو سره ستاسو په پښه باندې معلومه کړم چې دا خبره رښتیا ده که دروغ؟!

کور ته ورسیدم، دروازه مې خلاصه کړه، دهلېز کې مې پلار زما په انتظار ناست و او په اننګو یې اوښکي بهېدلې، راته کړه یې: زما د پښو ښکلولو اجازه نه درکوم، کومه خبره چې تاسو یاده کړې وه هغه صحي ده، ما پخپله معلومه کړې ده، کله چې ته ماشوم وې ستا د پښو لاندې او باندې دواړه برخي به مې ښکلولې. د پلار په دې خبره زما له سترګو هم اوښکي رواني شوې ..

دا تر ټولو مهربانه انسان (پلار) به یو وخت کوچ درنه کوي، مخکې له کوچ کولو هغوی ته ورنږدې شئ، زړونه یې وساتئ، خوشاله یې ولرئ او که تللي وي د رحم او مغفرت دعا ورته وکړئ.

ـــــــــ

د عاشورا د روژې حکمت

د محرم په لسمه نیټه، یعني د عاشورا په ورځ یوه مظلوم قوم (بني اسرائیلو) د یوه ستر ظالم او سرکښه طاغوت (فرعون) ظلمونو او وحشتونو نه نجات ترلاسه کړ، د دې نجات په خوشالي او نمانځنه کې د بني اسرائیلو ستر پیغمبر موسی علیه السلام روژه ونیوله. نو د عاشورا روژې نیولو حکمت له ظلم او وحشت نه د خلاصون خوشالي ده، او دا روژه له ظلم او ظالمانو نه د خلاصون لپاره د الله شکرانه ادا کول دي. او د ظالمانو په ماته او شکست خوشالي ښکاره کول دي.

د ظالمانو له منګولو ځان خلاصول، د هغوی د ظلم په مخ کې دریدل او مظلوم ته نجات ورکول ستر جهاد دی او د دې جهاد د بریا شکرانه الله ته مخلصانه او بې ریا عبادت کول دي، چې هغه د عاشورا روژه ده. هر څوک چې د عاشورا روژه نیسي هغه دې د عاشورا روژې نیولو حکمت په نظر کې لري او د دې حکمت ګټه دا ده چې هر وخت به له ظلم نه د ځان خلاصولو کوښښ کیږي، د مظلوم د ملاتړ هوډ به نوی کیږي او د ظالم پرخلاف له مقاومت نه به مومن نه ستړی کیږي. دلته هغه نبوي حدیث رااخلم چې هغه کې د فرعون د ظلم پر خلاف د موسی علیه السلام د قیام د پیروي یادونه شوې ده.

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وایي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته هجرت وکړ، هلته یې یهود ولیدل چې د عاشورا روژه یې نیوله، هغه پوښتنه وکړه، دا څه چل دی؟ هغوی ورته وویل: دا ښه ورځ ده، کله چې موسی علیه السلام او بني اسرائیلو له خپله دښمنه نجات ترلاسه کړ نو روژه یې ونیوله، هغه وفرمایل: زه ستاسو نه د موسی د پیروي ډېر حقدار یم، نو روژه یې ونیوله او نورو ته یې هم د روژې نیولو امر وکړ. بل روایت کې راغلي: نو موسی د شکر په نیت روژه ونیوله او موږ یې هم نیسو. او په بل روایت کې راغلي: موږ د هغه د تعظيم لپاره روژه نیسو.

عن عبد اللَّه بن عباس رضي اللَّه عنهما قال: ” قدم رسول اللَّه صلى الله عليه وسلم المدينة فرأى اليهود تصوم يوم عاشوراء، فقال: ما هذا؟ قالوا: هذا يوم صالح، نجّى اللَّه فيه موسى وبني إسرائيل من عدوهم، فصامه، فقال: أنا أحق بموسى منكم فصامه وأمر بصيامه” . وفي رواية: ” فصامه موسى شكراً، فنحن نصومه” . وفي رواية أخرى: ” فنحن نصومه تعظيماً له” . أخرجه البخاري (4/244) ح(2004) ، ومسلم (1130)، وأبو داود (2/426) (ح2444) ، وابن ماجه (1/552) ح(1734) ، والبيهقي (4/286).

ــــــــــــــــــــ

سپېڅلي زړونه

د غريبي نښې یې له څېرې معلومیدلې، دکاندار ته ورنږدې شو، ورو یې ورته وویل: ټول 100 ریاله لرم، خپلي کورنۍ ته شپږ کمبلې اخلم، تر ټولو ارزان بیه کمبلې راکړه، دکاندار ورته کړه: چینایي کمبلې لرم، ښې ګرمي دي، یوه په 20 ریاله ده، که پنځه دانې اخلې یوه زیاته ورسره درکوم. غریب خوشاله شو، سل ریاله یې دکاندار ته ورکړل، هغه شپږ کمبلې ورکړې، غریب په خوشالي کمبلو ته اوږه ورکړه او ګړندی روان شو.

د دکاندار څنګ ته ناست کلیوال یې موضوع په هېښتيا څارله، دکاندار ته یې وویل: اوونۍ مخکې دې همدا کمبلې یوه دانه په 350 ریاله ماته راکړه او راته ویل دې دا تر ټولو ښې او ګران بیه کمبلې دي، له کلیوال سره څوک دومره زیاتی کوی لکه تا چې زما سره وکړ؟!!

دکاندار ورته وویل: ته باور وکړه دا هماغه کمبلې دي چې تا ته مې یوه دانه په 350 ریاله درکړې وه او په دې هم باور وکړه چې ستا نه مې یو ريال هم نه دی ګټلی، خو له دې سړي سره معامله مې له الله سره تجارت و، هغه حياناک غریب و، وړیا مې هم نسوي ورکولی، مال په خیرات به وشرميږي او درنښت به یې ټیټ شي، نو ځکه مې دا چل ورسره وکړ، په دې نیت چې د هغه اولاد له راروان یخ نه د ژغورلو په برکت ګوندې ما، الله د جهنم له اوره وساتی.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

«سرکوزي»

کوم ولس چې پردي یې ویرغالي بیا یې يرغلګر د اېل کولو په نیت له مختلفو حربو لاندې نیسي، څو یرغل شوي ولس ته ثابته کړي چې يرغلګر په هغوی له هر لحاظه پیاوړی او برلاسی دی، لکه دا چې د يرغلګر قوم پوهه تر هغوی زیاته ده، د هغوی تمدن او ثقافت د دوی ترهغه لوړ او پر مختللی دی. په دې وخت کې د یرغل شوي ولس ځیني وګړي خپله پوهه، تاریخ، تمدن او آن دین او کلتور لا ترپښو لاندې او د يرغلګر هغو ته سرونه کوز کړي.

دې “سرکوزي” ته مسلمان مفکرین «قابلية الإستعمار» وايي. یعني استعمار ته د غاړه کېښودلو او سرکوزولو قابلیت، صلاحیت او وړتیا. دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره الجزائري مفکر مالک بن نبي پخپل کتاب “شروط النهضة” کې وړاندې کړه او په دې کتاب کې یې دا موضوع پوره سپړلې او تشریح کړې ده.

مسلمانو مفکرینو دا سرکوزي او “قابلیة الاستعمار” یوه ټولنیزه خطرناکه ناروغي بللې ده او له بالفعل یا په اینده کې له نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره د دې ناروغي درملنه لازمي بلل شوې ده. خبره دلته د اندېښنې وړ ګرځیدلې ده چې د مسلمانو ټولنو په همدې سرکوزو وګړو کې د #سیکولریزم بد بوټی هم راټوکیدلی دی. البته دا په معاصره زمانه کې، ځکه د سیکولریزم تاریخ د استعمار تر هغه ډېر لنډ دی.

#سیکولریزم_وپېژنئ

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الله مکه د امن ښار ګرځولې ده، اسلامي شریعت کې د مکې ښار ځانګړي احکام لري، مکه کې قتل، ويرول او تېری منعه دی، آن د مارغانو ښکار هم منعه دی، په مکه کې ونې، بوټي او آن ازغي هم په امن کې دي، باید ونه شکول شي. د مکې په اړه دا اسلامي ځانګړې احکام مسلمانانو ته دا پیغام ورکوي چې خپل ښارونه مثالي انساني ښارونه وکرځوئ، خپل ښارونه د سولې او امن ځایونه کړئ، د مکي په اړه د دې ځانګړو احکامو موخه همدا ده چې خپلو ټولو ښارونو ته دا حالت وغځوئ، پخپلو ټولو ښارونو کې امن او سوله ثابته ولرئ نه داسې چې کله امن او بیا جګړې. شریف حاتم العوني

یوه ورځ بهلول* له ماشومانو تنګ او وتښتیدی، یوه کور ته یې پناه يووړه، د کور د خاوند دوه اوږدې کوڅۍ وې، په بهلول یې چیغه کړه: زما کور ته ولې بې اجازې راننوتلې؟! بهلول ورته وویل: ﴿يا ذا القرنين إن يأجوج ومأجوج مفسدون في الأرض﴾ اې د دوو ښکرونو خاونده، ياجوج ماجوج ځمکه کې پسات جوړ کړی دی. 🙂

* بهلول د هارون الرشید زمانه کې د بغداد یو هوښیار لیونی! و، ویل کیږي هغه ښه عالم و، د هارون الرشید د قضا له دندي د څان ژغورلو په نیت یې ځان لیونی کړی و. الله اعلم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

‏دا کافر به نه پېژنئ؟

دا سړی پول ټيبيټس نومیږي، دا هغه امریکایي پیلټ دی چې د جاپان په هیروشیما ښار یې ایټم بم وغورځاوه او 140 زره کسان یې په یوه ګړۍ په کې لولپه کړل! ویل کیږی انسانی تاریخ کې په یوه ځای هیچا دومره انسانان نه دې وژلي، مطلب دا سوډر د نړۍ بیلګوتی قاتل دی.

ده به ویل زه پخپل عمل هیڅ پښېمانه نه یم، ماخستن ارام! ویده شم او سهار راپاڅیږم، کله چې تقاعد شو امریکایي حکومت هند کې خپل سفارت کې پوځي اتشه وټاکه، خو هندیانو یې مخالفت وکړ او ورنغی. دې سرکوزي ته امریکایانو مډالونه ورکړل او ښه یې ونازاوه. په نومبر کال: 2007 کې یې خبيثه روح له پلیت بدنه ووتله.

له دې څو کرښو د امریکایي قوم وحشت پال مزاج ښه معلومولی شو، دا خلک طبعاً له قتل، وژنو او وحشتونو سره مینه لری. د دوی تاریخ او موجوده دواړه د دې خبري ګواهي ورکوي. او له دې څو لنډو خبرو نه باید موږ هغه خپل بدمرغه سیکولر آنده وګړي هم وپېژنو چې د پول غوندې قاتل، قوم زموږ خیرخواه بولي او د هغوی نظام راته خوښوي.

ــــــــــــــــــــــ

د یوه ماشوم د تهجد لمانځه کيسه

شيخ ابن ظفر المکي وایي: طيفور بن عیسی رحمه الله چې ماشوم و د قران د زده کړی په مهال یې چې دا ایت ولوست: يٰٓأَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ. قُمِ الَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا[سُوۡرَةُ المُزمّل] اې (په جامو کي) ځان نغښتونكیه، ويده كېدونكيه! شپه په لمانځه کښي په ولاړي تېره کړه خو كمه. نو خپل پلار ته یئ وویل: پلاره! الله دا خبره چا ته کوي؟ هغه ورته وویل: دا رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کوی. بیا یې ورته وویل: نو ته ولې هغسې نه کوې لکه رسول الله چې کول؟! پلار یې ورته وویل: زویه دا د رسول الله لپاره به ځانګړې توګه و. نو هغه چوپ پاته شو.

وروسته یې چې دا ایت ولوست: إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنٰى مِن ثُلُثَىِ الَّيْلِ وَنِصْفَهُۥ وَثُلُثَهُۥ وَطَآئِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ ۚ [سُوۡرَةُ المُزمّل : 20]. [اې پېغمبره!] ستا رب پوهيږي چي ته كله د شپې له درېو څخه دوو برخو ته نژدې، كله نيمايي شپه او كله د شپې دريمه برخه په عبادت کي ولاړ یې؛ او ستا له ملګرو څخه هم يوه ډله دا عمل كوي. طیفور پلار ته وویل: دلته الله فرمایي چې رسول الله سره به یوه ډله ملګرو هم لمونځ کاوه، دا څوک ښیي؟ هغه ورته وویل: صحابه رضي الله عنهم.

طیفور پلار ته وویل: پلاره! کوم کار چې رسول الله او صحابه وو کاوه د هغه په پرېښودلو کې به کوم خیر وي؟! پلار یې ورته وویل: زویه ته رښتیا وایې. نو له دې وروسته به یې پلار د تهجد لمانځه ته پاڅیدی. یوه شپه یې پلار د تهجد لمونځ کاوه دی راويښ شو، پلار ته یې وویل: پلاره! ما ته هم د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه چې تا سره یو ځای لمونځ کوم؟ هغه ورته وویل: زویه ته لا ماشوم یې ویده شه.

ده پلار ته وویل: پلاره په کومه ورځ چې خلک ډلې ډلې راپورته شي، څو خپل عملونه وویني، زه به مې خپل رب ته وایم چې پلار ته مې وویل د اوداسه او لمانځه طریقه راوښیه، چې ستا سره یو ځای لمونځ کوم، هغه راته وویل ته لا ماشوم یې ویده شه. نو پلاره ته دا خوښوې؟! هغه ورته وویل: نه زویه. نو د اوداسه او لمانځه طریقه یې وروښودله او له هغه سره به یې یو ځای د تهجد لمونځ کاوه. باید ووایم چې طيفور نومي ماشوم مشهور صوفي عالم ابو یزید طيفور بن عیسی البسطامي دی. رحمه الله. (أنباء نجباء الأبناء ص: ۱۵۰ )

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مثالي پلار

لور یې په پنځه کلنۍ کې د فلج ناروغی ووهله، دی د موټرو مستري و، د ورځې ډوډۍ یې هغه ورځ پیدا کوله، کله به چې کور ته راغی لور به یې په ژړا وليدله، خپلی خوني ته به ولاړ او سخت به خپه او دردمن شو، یوه ورځ یې یوه ملګري ته د خپلي لور کیسه وکړه، هغه ورته وویل: ملګريه! لوڼه د الله د ښکلا رازونه دي، له هغې سره نږدې اوسه، یوه ورځ به یې د شتون برکت ووینې.

یوه ورځ کور ته ولاړ، د خپلي شلې لور خونی ته ورننوت، هغه له عادت سره سم ورته په ژړا شوه، چې په غېږ کې یې راپورته کړه هغه غلې شوه، بهر یې وایستله، نجلۍ خوشاله او په خندا شوه، بله ورځ یې بیا بهر ته په غېږ کې وایستله نجلۍ زیاته خوشاله او خندل به یې، پلار یې دومره ورته خوشاله و چې بهر به یې منډې ورسره وهلې.

ده به خپله شله لور هره ورځ بهر ته ایستله، یوه ورځ یې یوه ملګري ورته وویل: ملګريه! ته ډېره تېزه منډه کوې، ولې د برتانیه د ملکې د منډو په کلنیو سالیو کې برخه نه اخلې؟! څه موده وروسته یې په دې سياليو کې په داسې حال کې برخه واخیستله چې خپله شله لور یې په اوږو سپره کړې وه او منډې یې وهلې.

د منډو د سیالي په لومړي پړاو کې یې دریم نمبر ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې په ولیو کې د سپرې لور لامله خلک او رسنۍ اول نمره ته دومره نه وو متوجه لکه ده ته. دویم کال یې بیا په همدې ډول سیالیو کې برخه واخیستله او لومړی مقام یې وګاټه، چې 9 ملیونه ډالره انعام یې ترلاسه کړ او ورسره یې د “مثالي پلار” ستاينليک هم ترلاسه کړ. په دې سره زیات شتمن او وروسته د لوی کاروبار خاوند شو. او پخپل دفتر کې یې په یوه ښکلې لوحه هغه د ملګری جمله لیکلې راځړولې وه چې ده ته یې د لور به اړه مشوره کې کړې وه: ملګريه! لوڼه د الله د ښکلا رازونه دي، له هغې سره نږدې اوسه، یوه ورځ به یې د شتون برکت ووینې.

دا کیسه مختلفو عربي ویبپاڼو راخیستې ده او دا سړي یې د “ټامس” په نوم یو برتانوی یاد کړی دی او دا انځور یې هم د هغه بللی. الله اعلم. د کیسې پیغام له لوڼو سره ښېګڼه ده، دا کار زموږ دین تر دې زیات ځلولی او مهم بللی دی، خو زموږ پښتني کلتور په دې باره کې زیاتې کمزورۍ او آن جهالتونه لري، په دې اړه باید له خپله ځانه، کوره، خپلوانو او کلي نه اصلاح پیل کړو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

تر څو به تړلې عقلونه ګرځو؟

د خوند او پند ګټوره کیسه

د عراق مشهور شاعر العتابي (كُلثوم بن عمرو )، (مړ: 220هـ)، د بغداد بازار کې روان و او ډوډۍ یې خوړله، یو ملګری یې په مخه ورغی، ول د دومره خلکو منځ کې روان او ډوډۍ خورې؟! عتابي ورته موسکی شو ورته کړه یې: دا خلک دي؟! دا ټول غواوې دي! ملګري یې ورته وویل: داسې مه وایه، دا کبرجنه خبر ده، عتابي ورته وویل: چې نه یې منې راځه درته ثابته یې کړم.

عتابي خورا تکړه شاعر او ژبور ویاند و، د بازار منځ کې یوه لوړ ځای ته وخوت، خلکو ته یې غږ کړ: وه خلکو! راشئ، حدیث درته بیان کړم، له یوه بل لوري خلک پرې راټول شول او دی ورته لګیا شو، مختلف حدیثونه یې ورته بیان کړل، خلک یې له خبرو زیات متأثر شول، اخیر یې ورته وویل: یوه حدیث کې راغلي: څوک چې ژبه خپلو سپوږمو ته ورسوي؛ هغه به جنت ته داخليږي .. دې وخت کې ده خبرې ودرولې، چې خلکو ته یې کتل تولو لګیا دي ژبې یې را ایستلې او هر یو کوښښ کوي (د غوا په څیر) خپلي پوزې ته یې ورسوي، عجیبه د خندا حالت و، دې وخت کې عتابي خپل ملګري ته وویل: ما نه درته ویل چې دا ټول غواوې دي.

د عتابي شاعر دا کیسه زموږ لپاره خورا زیات او مهم پندونه او عبرتونه لري، زموږ ټولنه کې په کوډګرو او نورو د دین په نوم تجارانو زموږ ځای نه کیږي، په قاتلانو او جګړه مارانو پسې لښکرې روانې دي، په دروغژنو سیاستوالو پسې مخلوقات روان وي، چې د دا ډول ټګانو یا هر چا له خولې نه چې هر څومره احمقانه او نامعقوله خبره واورو بیا مو منلې وي او ډنډوره یې کړو، اخیر دا خدای راکړی د عقل ستر نعمت به همداسې تړلی ترقبرونو رسوو؟! نن د عقل خاوندان اسمانونو سره خبرې کوي، خو موږ لا د ټماټر، هندوانو او .. تر منځه غرایب را اوباسو او وازې خولې ورته ګورو! د کوډګرو چټيات مو د مجلسونو ګرمه موضوع وي، د دروغژنو سیاستوالو په سر د یوه بل ګریوان ته لاسونه غځوو او داسې نور. اخیر تر څو به داسې تړلې عقلونه ګرځو؟!

 

 

أضف تعليق