شندلې ملغلرې 

زما د فېسبوک لنډ پوسټونه

پېغور ! 

د کتاب له مخه امتحان کې یې داسې ودرولم لکه دیوال.. له خولې مې سپوڼ نه خوت،  البته سڼهار مې په زیاتیدو و او په ټنډه او څټ مې نرمه خوله هم راوپرخیدله، حالت مې د شفقت او ترحم وړ و نو په نرمه لهجه یې راته وویل:
 زه تا وینم چې د وېښتانو او جامو برابرولو ته زیات وخت ورکوې او په ځان مین یې، که کتاب او زده کړې ته دې زیات وخت ورکولی نن به دې دا حال نه و، په کتاب او علم مین شه.
د شاګردانو په ژوند کې د استادانو ځیني خبري او پېغور ته ورته ترټني جادويي اغېز پریږدي، زما د خدای بښلي استاد مولوي فتح محمد رحمه الله دا خبره زما د ژوند لویه پانګه شوه، تر ننه ګټه راکوي او نورو ته یې هم رسوم. الله دې د مرحوم مولویصاحب اووه واړه جنتونه نصیب کړي.

#دطالبي_خاطرې

__________
د شپې په ارامي کې

د اسلامي امت د ژور غفلت په مهال 

د افغان له هیواده یو غږ راپورته شو 

چې د نوي سهار نارې یې وهلې

هغه ناره دا وه: 

د بریا لور ته رامنډه کړئ!

د دې غږ انګازه هر ځای ته ورسیدله

دا د “جمال الدین افغان” غږ و 

نوي پاڅون او نوې ورځي ته 

د دې امت بیداروونکی 

شروط النهضة لــ مالک بن نبي: 46

__________________
زوی: پلاره! واده به کله راته کوې؟؟

پلار: ولا زویه! که اقتصادي حالت همداسې کمزوری روان واوسي زه دې “ادې” م طلاقوم..😍

________

د مستعمره هیوادونو سیاستوال خپل اقتصاد په پښو نشي درولی، که څه هم مختلفو وختونو کې د ډالرو پریمانه مرستي ورسره وشي، ځکه د دې هیوادونو سیاستونه د ضمیر، عقل او زړه په وسیله نه رهبري کیږي، بلکي د دوی سیاستونه د کولمو د شهوت تابع وي. الجزائري مفکر مالک بن نبي
___________________________

د زړه ټکان ..
د لوکاس په نوم اووه میاشتنی ماشوم یوه وحشي انسان مرګونی وواهه، لوکاس د رغیدو نه و، له څو شپې بې هوښې وروسته ومړ. په دې وخت کې روغتون کې د جورډن په نوم نجلۍ د زړه ناروغه وه، که هغې ته زړه بدل شوی نه وی مړه کیدله، د لوکاس مور “هانر” تیاره شوه چې د خپل زوی لوکاس زړه هغې ته ورکړي، همداسې وشول او د جورډن ژوند وژغورل شو. دا د 2013م کال کیسه ده، سږ کال (2016م) څو میاشتي مخکې د جورډن مور د لوکس له مور سره ولیدل، دواړو تر ډېرو د یوې بلې غیږ کې د میني اوښکې تویه کړې، وروسته د لوکاس مور: هانر جورډن په غېږ کې ونیوله، د هغې په سینه یې غوږ ټینګ کېښود.. په داسې حال کې چې له سترګو یې اوښکې روانې وې په غریو نیولي غږ یې وویل: ښه شوه چې د لوکاس د زړه ټکان مې واوریدل ..

______________________________
پخوا به زما د فکر خلاف خبري ته سور و شین 

او غوسه شوم خو د مخالف نظر زغملو اوږده 

رياضت له برکته؛ اوس ورته موسکی شم  🙂

#زماتجربه

______

الجزائري مفکر مالک بن نبي وایي: “المغرب الاقصی” او الجزائر ته د موقظ الشرق (ختیځ بیداروونکي) جمال الدین افغان د امت بیدارولو کړیکي انګازه راورسیدله او موږ یې د فرنسوي استعمار پر ضد مقابلې او داخلي اصلاح ته راويښ کړو. شروط النهضة
______________

رسول الله ﷺ فرمایي:

ترټولو غوره انسان: چې عمر یې زیات او عمل یې ښه وي

ترټولو بد انسان: چې عمر یې زیات او عمل یې بد وي.

 عن أبي صفوان عبد الله بن بشر الأسلمي ـ رضي الله عنه ـ قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : خير الناس من طال عمره وحسن عمله وشر الناس من طال عمره وسيء عمله. رواه الترمذي

یعني نېک عمله بوډا ترټولو غوره او بدعمله بوډا ترټولو بد انسان دی، رسول الله ﷺ بوډا په (العجوز) سره نه دي یاد کړی بلکي په “اوږد عمر” سره یې یاد کړی، شاید د عمر تېریدلو ته توجه مطلب وي او یا شونې ده د بوډا د احترام په خاطر تعبیر بدل شوی وي.

__________

مجلس کې یې د اسلامي نظام له اهمیت سره دا دعا هم وکړه چې الله دې په هیواد کې اسلامي نظام راولي، وروسته د دوو کسانو ترمنځ روغه جوړه کې یوه خبره کې ما ورته وویل: دا ډول پیسې کېښودل سود کیږي، شرعي طریقه یې باید خپله کړو، ده کاږه راوکتل، ول: ته په موږ شریعت جاري کوې؟! 

#کیسه_ګۍ

_______
سبا د عاشورا  ورځ ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم نه یې د روژې د فضیلت پوښتنه وسوه، هغه ورته وفرمایل: د تېر کال ګنناهونه تویَوي. ( يكفر السنة الماضية )رواه الإمام مسلم رحمه الله ١١٦٢.
_____________________
د عاشورا د روژې اهمیت
ابو جميله وايي: له ابن شهاب الزهري رحمه الله سره په سفر کې ملګری وم، نو د عاشورا روژه یې ونیوله، چا ورته وویل: ته سفر کې د رمضان روژه خورې او د عاشورا نیسې؟! هغه ورته وویل: د رمضان روژه نورو ورځو کې بیرته نیول کیدلی شي او عاشورا نشي نیول کیدلی. سیر الأعلام النبلاء الذهبي

_______________________
ابراهیم بن ادهم رحمه الله وایي:

هر پاچا چې عادل نه وي؛ دی او غل یو شی دي

هر عالم چې متقي نه وي؛ دی او ليوه یو شی دي

هر څوک چې له الله پرته بل چا ته سر ټيټوي؛ دی او سپی یو شی دي.

_______________

‏ د شام له مشهور عالم، لیکوال او څيړونکي شيخ عبد الفتاح أبو غدة رحمه الله نه په اسلام کې د مینځو په اړه پوښتنه وشوه، هغه ورته وخندل او زیاته یې کړه: تاسو ما ته لومړی دا ووایئ چې د ظالمو مسلمانانو واکمنو له بندیخانو نه د ازادو مسلمانو میرمنو د خلاصون لپاره کوم پلان لرئ؟!
_________________________
واکمن دې خپل نږدې خلک په کلکه له دروغو، غیبته او منافقته منعه کړي. عبد الملک بن مروان ته یوه وویل: یوه پټه خبره درته کوم، هغه ورته وویل: ويې کړه، خو دروغ مه وایه، غیبت او منافقت مه کوه، هغه ورته وویل: ښه نو د بېرته تګ اجازه راکړه..
_______
عبد الله بن المبارک رحمه الله وایي: له نبوت وروسته، علم خپرول تر ټولو لوی کار دی. سير أعلام النبلاء: 8/ 387،
___________________

ځان غوښتنه وژونکې ده
ماشوم د نړۍ د اطلس (جغرافیي انځورونو) پاڼې اړولې، د “بحر ميت” په نوم سمندر نوم ته تم شو، پلار نه يې پوښتنه وکړه: پلار جانه! دا سمندر ولې مړ شوی، دا چا وژلی دی؟! پلار یې موسکی شو او ورته ویې ویل: زویه! دا سمندر په ټیټه کې پروت دی، د بارانونو او سیلونو اوبه ورتویېږي او همدلته دریږي، کوم لور ته د تګ او مصرف لاره نه لري، په ده کې د مالګي د ډېرښت لامله ماهیان او  د اوبو نور ژوي ژوند نشي کولی او نه یې انسانان اوبه څښلي شي، نو دی خپل  “انانيت” او ځان غوښتني وژلی دی، دی یې له نورو اخلي او پخپله د ورکړي نه دی. او ځان غوښتنه قاتله او وژونکې ده.

____________________
د مأمون الرشید ځيرکتیا
     عباسي خلیفه مأمون الرشید چې ماشوم و، امام الکسائي رحمه الله یې د قرانکریم استاد و، مأمون به قرانکریم ایت ایت ورته تلاوت کاوه، هغه به سر ښکته اچولی و، کوم ځای به چې مأمون غلط شو هغه به سر راپورته کړ او غلطي به یې ورته وښودله، یوه ورځ مأمون دا ایت تلاوت کاوه: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لِمَ تَقُولُونَ مَا لَا تَفْعَلُونَ. کسائي سر راپورته کړ، خو کومه غلطي یې ورونه ښودله، دویم ځل بیا دا کار تکرار شو.
   له درس وروسته مأمون خپل پلار ته ورغی او ورته ویې ویل: پلاره!  کسائي سره مو د څه شي وعده کړې ده او پوره کړې مو نه ده؟ هغه ورته وویل: ته څه پوهه شوې؟! مأمون همدا د درس کیسه ورته وکړه، پلار یې د خپل زوی په زیاته ځيرکتیا او هوښیاري ډېر خوشاله شو. 
   د ایت مطلب دا دی چې مومنانو! تاسو بې عمله تشې خبري مه کوئ، مأمون چې د درس په مهال بې له کومي غلطي د استاد سر راپورته کول ولیدل نو دا یې وپتېيله چې د پلار کومه بې عمله خبره یې ور یاده شوه او دا په دومره ماشومتوب کې بیخي نادره ځيرکتیا ده. منهج تربیة النبویة للطفل ص: ۲۳۷

_________________________
په علم مین ماشوم
      هغه به ماشومانو نه پرېښود،  لوبو ته به یې مجبوراوه، خو هغه به منډي ورنه وهلې، که د هغوی ټینګار به زیات شو په ژړا به یې ځان ورنه خلاصوه، په دې وخت کې به هم هغه قرانکریم تلاوت کاوه، زما زړه کې له هغه سره ډېره مینه پیدا شوه، هغه دا مهال لس کلن ماشوم و.
      پلار به یې دکان کې کېناوه، خو دی به د دکان له کاره په تلاوت زیات بوخت و. استاد ته یې ورغلم، مال امید لرم دا ماشوم به د خپل وخت تر ټولو ښه عالم وي، ډېر زاهد او خلکو ته به ګټه رسوي، هغه راته کړه: ته نجومي یې؟! مال نه، دا خبره الله زما زړه ته القاء کړه. استاد یې زما خبره پلار ته کړې وه او د هغه توجه ورته زیاته شوه. 
     دا کیسه امام یاسین بن یوسف المراکشي رحمه الله د خپل شاګرد امام يحيى بن شرف النووي (631هـ-1233م / 676هـ-1277م) په اړه راخیستې ده، المراکشي د امام النووي د تصوف استاد و او امام النووي رحمه الله د خپل وخت نابغه او “اعجوبة الزمان” عالم و. الطبقات الکبری لابن السبکي: ۳۹۶/۸ د منهج تربیة النبویة للطفل، په حواله

________________
رسول الله ﷺ فرمایي:
د الله جل جلاله په نزد تر ټولو غوره لمونځ په جماعت سره د جمعې ورځي د سهار لمونځ دی. عَنِ ابْنِ عُمَرَ ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، قَالَ : أَفْضَلُ الصَّلَوَاتِ عِنْدَ اللَّـهِ عَزَّ وَجَلَّ صَلاةُ الصُّبْحِ يَوْمَ الْجُمُعَةِ فِي جَمَاعَةٍ. السلسلة الصحيحة الرقم: ١٥٦٦. ځیني محدثينو دا روایت د عبد الله ابن عمر وینا بللې ده.

____
پند او خوند
لمسي یې په معصومه لهجه ورته وویل: نیکه! ته غاښونه لرې؟

نیکه یې موسکی شو، اوږده ساه یې واخیستله، ول زویه! ژوند راښوولې ده چې غاښونه لکه ملګري داسې دي، تل به درسره وي، کله به مرسته درسره کوي او کله به دې دردوي، ته یې تل پاک لره، څو ښه ګټه درکړي، کوم یو چې دې دردوي هغه به چینجن وي او چې مینه درسره لري هغه به یې د زړه په څېر پاک وي، کوم یو چې له لاسه ورکړې هغه لکه ملګری، څه موده به یې ورکه درد لري، وروسته به هېر شي، خو ځای به یې تش وي.
لمسي یې بیا خپله پوښتنه تکرار کړه: ښه، دا راته ووایه چې ته غاښونه لرې که یه؟ نیکه ول نه، لمسي یې ورته وویل: ډېر ښه، 

زه لیږ بهر ته وځم، بېرته راځم تر هغو دا مڼه راته ونيسه. 

🙂

_______
د نحوِ (د عربي ژبي ګرامر) یو عالم مېلې ته ولاړ چې خر واخلي، د خرو یوه خرڅوونکي ته یې وویل: داسې خر غواړم چې نه ډېر کوچنی او نه یو مخ غټ وي، که واښه یې کم شي صبر کوي او که زیات شي شکر اوباسي، د سپرلي په مهال نرم روان وي، د خرو اندېښنه.. هم نه کوی او.. نحوي صاحب د خپل مطلوب خره نورې ځانګړتياوي هم يادي کړې. د خرو خرڅوونکي ورته وویل: ته باید څه موده صبر وکړې، که خدای چرته قاضي مسخه کړ او خر وګرځیدی هغه ستا لپاره مناسب دی.

___________
حدیث کې راغلي رسول الله ﷺ فرمایي: خپل ورور ته دې موسکا صدقه ده. تبسمك في وجه أخيك صدقة. البخاري.  امام ابن عيينة رحمه الله وایي: په ورین تندي سره زړونه ښکار کیږي، نېکي اسانه کار دی، ورین تندی او نرمي خبري. (فيض القدير ٣/٢٢٦). ورین تندی، په خوله موسکا او نرمي خبري ستر اجتماعي عبادت دی. دا برکتي عبادت ستر ټولنیز مشکلات له منځه وړي او ټولنه له خوښيو او نېکمرغیو ډکوي. همدا اوس که تاسو له ځانه سره وموسیږئ د ښه تغیر احساس به وکړئ.  
سهار مو موسکا 

او ژوند مو له موسکا ډک  🙂

______________
د مدیر ټوکي ته ټولو مامورينو وخندل، یو یې پټه خوله ناست و! مدیر ورته وویل: ته لکه چې زما د ټوکي په مطلب پوه نشوې؟ هغه ورته وویل: پوه شوم، خو ما بېګا استعفا وړاندې کړې ده.  

🙂

________

بوینه سا! 
     ملګری یې میلمه شو، په کور کې یې هیڅ نه لرل، میلمه ته یې وویل: ته ښه خبر یې چې کور کې وچه ګوله هم نه لرم، څنګه مو خوښه ده یو چل جوړ کړو، څو یوه ګوله پرې وګټو؟ میلمه وویل: هغه څنګه؟ ده ورته وویل: تا به د مړي په څېر پټ کړم، والي صیب ته به ستا د مرګ خبر ورسوم، هغه د کفن لپاره دری ديناره راکوي، مبلنه په خوشالي ومنله، وغځېدی او ده څادر پرې خپور کړ.
    والي ته ورغی او د کفن غوښتنه یې وکړه، والي د خبري د پخلي لپاره خپل وکیل ورولیږه، هغه راغی، د میلمه له مخه یې څادر پورته کړ، څیرې ته یې چې ځیر شو شکمن غوندې شو، پوزي ته یې چې په ګوته ټک ورکړ د میلمه غریب د غږ په بدرګه هوا ووتله .. وکیل ده ته کړه: دا څه چل دی؟! ده وویل: دا یې د سا کمه برخه پاته وه، څرنګه چې هغه بوینه شوې وه نو د لاندې لور ته ووتله .. وکیل له خندا وغځېدی، ول تاسو دومره عجیب ټوکیان خامخا د دریو دینارونو وړ یئ او وريې کړل. 

دا ټوکه عرب ادیب ابو حیان التوحیدي په “البصائر والذخائر” کې راخیستې ده 

 🙂

______

دا کلا عثماني خلیفه عثمان ثاني په کال: 1031 هـ / 1622م جوړه کړې ده. ورور مو همدلته دی. تفصیلاتو لپاره لاندې راشئ.
اصلا دلته د سلطان صلاح الدین ایوبي وراره الملک المعظم د حاجيانو او مسافرو لپاره د اوبو ډنډه (برکة الماء) جوړه کړې وه. وروسته بیا سلطان عثمان الثاني دا کلا د هغې د ساتني لپاره جوړه کړه.

__________________
د ترکیې ترمنځه مدینې منورې پوري 1320 کیلومتره د ریل اوسپنیزه کرښه عثماني خلیفه عبد الحميد الثاني په اتو کلونو کې تکمیل کړه! دا مهال عثماني خلافت له مختلفو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان و.
     د دې پروسې د لګښت لپاره عامو مسلمانانو نه مرسته وغوښتل شوه، خلیفه عبد الحمید الثاني له خپلې شخصي شتمني 320 زره ترکي لېرې مرسته وکړه او 10% کې یې ددولت د مامورينو معاشونه ورته کم کړل. دا څو ساعته کیږي زه د ریل له دې کرښي سره روان یم، یو وخت یوه سیکولر اشنا لیکلي و: عثمانیانو د پرمختګ لپاره یو ګام هم نه و پورته کړی، اوس د هغه د پوچي پټاخې درز رایاد شو.  
    باید ووایم چې دا کار په  (جمادى الآخرة 1318هـ = سپټمبر 1900م) کې د شام په حوران کې د المزیریب له سیمي پیل شو.

_______________

دا صحي ده چې د میرمنو مکر زیات ده.(إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ) خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو له مکره پناه نه ده غوښتې، بلکي د سړیو له قهره یې پناه غوښتې وه. (و من قهر الرجال).
________________
ایوب علیه السلام ناروغیو او دردونو کې ډېر کلونه تېر کړل، خو الله ته د زارۍ او دعا ګړۍ یې تلپاته وګرځېدله. ‏”وَأَيُّوبَ (إِذْ نَادَى رَبَّهُ)”
__________________
یوه سړي ابراهیم بن ادهم رحمه الله ته د اولاد د ډېرښت شکایت وکړ، هغه ورته وویل: د کومو  روزي چې په الله پوري نه ده تړلې هغه ماته راولیږه. نو سړی چوپ شو. البداية والنهاية

‏”نحن نرزقهم وإياكم”

___________
د رسول الله ﷺ دعا
یا الله له لوږي نه پناه غواړم، ځکه لوږه بد ملګری ده. اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْجُوعِ؛ فَإِنَّهُ بِئْسَ الضَّجِيعُ.أخرجه أبو داود والنسائي وابن ماجه وابن حبان  والحاكم.

_______

حافظ الذهبي رحمه الله د یوه راوي ژوند لیک کې کاږي: د هغه د حدیثو روایتونه خلکو ځکه پریښودل چې د امامانو سپکاوی یې کاوه. او دا د الله سنت او لاره ده چې څوک د علماو سپکاوی کوي هغه سپک پاته کیږي. تاريخ الإسلام: 1139/4
______

یو څوک ډېر راباندې ګران و، دومره چې رایاد به شو ځان سره به موسکی شوم، کله یې چې چغلګر یوه خبره راورسوله زړه کې ورنه ماڼېجن غوندې شوم، مینه مې لا ورسره وه، خو له یاد سره یې موسکا چغلګر زما له شونډو وتروړله..

وه خلکو! زما واورئ، چغلګر ته هیڅکله غوږ مه نیسئ ..

_________________________

رسول الله ﷺ فرمایي: 
دوه مسلمانان چې سره یوځای شي او د روغبړ لپاره یوه بل ته لاسونه ورکړي، له سره بېلیدلو مخکې به خامخا الله بښنه ورته کوي. ما من مسلمين يلتقيان فيتصافحان، إلا غفر لهما قبل أن يتفرقا. رواه أحمد, وأبو داود

_________________

رسول الله ﷺ فرمایي: 
او مسلمان سړي ته روا نه ده چې د خپل ورور خوا ته تر هغو پروت وي څو یې ګناهګار کړي، هغوی وویل: څنګه یې ګناهګاروي؟ ده وویل: د هغه خواته اوسي خو هغه دومره شی نه لري چې د ده میلمستیا پرې وکړي. 
عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: ولا يحل لرجل مسلم أن يقيم عند أخيه حتى يُؤثمه، قالوا: يا رسول الله وكيف يؤثمُهُ؟ قال: يقيم عنده ولا شيء له يقْرِيه به. [رواه مسلم].

________
یو حنفي مذهبه عرب ملګری لیکي:
د حنفي فقهاوو په نزد که ذمي (هغه کافر چې د مسلمان دولت نظام یې منلی او هلته اوسي) ته څوک ووایي: اې کافره! که په هغه دا خبره بده لګيده نو دا خبره کول ګناه ده. 
دی وایي: دا د ذمي کافر په اړه د حنفي فقهاوو نظر دی، او زموږ د وخت مسلمانانو  په نزد که مسلمان ته ووایې: اې بدعتي، اې رافضي، اې شیعه، اې وهابي، اې مشرکه، اې قبرپرسته؛ نو په اتفاق سره دا د ثواب کار دی!

_________________
جریر وایي: اعمش ته مې وویل: تا له ابراهیم النخعي نه حدیث روایت کړی دي؟ هغه راته وویل: هوکي، له هغه نه مې څلویښت حدیث ولیکل او ټول مې یاد کړل، کله چې کورته راغلم مينځي مې راته وویل: په کور کې اوړه نشته، نو ټول رانه هېر شول! (الحكايات المستغربة للحافظ ابن بشکوال رقم 317)
    رښتیا هم د اولاد د نفقې فکر او اندیښنه زوروونکې ده، نو له دې کبله د اولاد د نفقې برابرولو ثوابونه هم زيات دي، حدیث کې راغلي چې د خپل اهل او عيال نفقه تر ټولو غوره صدقه ده. او بل روایت کې راغلي چې کله صدقه کوئ نو پخپل اولاد یې پیل وکړئ.

_____________

رسول الله ﷺ فرمایي: 
الله ته تر ټولو ګران انسان هغه دی چې خلکو ته ډېره ګټه رسوونکی وي او الله ته تر ټولو محبوب کار مسلمان خوشاله کول دي او له هغه نه غم او ستونزه لیري کول دي او د هغه پور پرېکول دي او له هغه نه لوږه لیري کول دي. عن ابن عمر رضي الله عنهما، أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: أحب الناس إلى الله أنفعهم، وأحب الأعمال إلى الله عز وجل سرور تدخله على مسلم، أو تكشف عنه كربة، أوتقضي عنه ديناً، أوتطرد عنه جوعاً. اخرجه الطبراني في الكبير

___________________________
    یوه پک سري سیکولر له عالم نه پوښتنه وکړه: تاسو وایئ قران کې هر شی شته، زما د پک سر یادونه چرته په کې شوې ده؟ هغه سمدستي ورته وویل: وَالَّذِى خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا ۚ. [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 58]. او كومه ځمکه چي خبيثه یعني ناكاره وي له هغې څخه له بابيزه حاصلاتو  پرته نور څه نه راشنه کیږي.

🙂

______

القعقاع الأوسي خپل ملګري ته وویل: د جنت داسې ستاینه راته وکړه چې مینه او شوق مې ورسره زیات شي. هغه ورته وویل: په جنت کې به رسول الله ﷺ وي. 

اللهم صل على محمد وآله وصحبه

_________________
کله چې د امام ابو حنیفه رحمه الله زوی حماد سورة الفاتحة زده کړه، امام صاحب د هغه استاد ته 500 درهمه ورکړل( هغه مهال یو پسه په یوه درهم و) استاد یې دا پیسې ډېري وبللې، ځکه یواځې (الحمد لله) یې ورزده کړې وه، امام رحمه الله ورته وویل: زما زوی ته چې دې څه ورزده کړي دي هغه کم مه بوله، د قرانکریم د عظمت په خاطر مې که له دې زیاتې لرلی هم درکولې مې. فتح باب العناية بشرح النقاية للعلامة ملا علي القاري ص: 19
__________________________
رسول الله ﷺ فرمایي:
     څوک چې په ناحقه ځمکه ترلاسه کړي د قیامت په ورځ به یې تر اوو ځمکو پوري په ځمکه ننباسي. ‏قال رسول الله ﷺ من أخذ من الأرض شيئاً بغير حقه ، خسف به يوم القيامة إلى سبع أرضين. رواه البخاري. 
    بل حدیث کې راغلي: رسول الله ﷺ فرمایي: څوک چې په ناحقه يوه لوېشت ځمکه ترلاسه کړي، اووه ځمکې به یې غاړه کې ورولویږي.  عَنْ سَعِيدِ بْنِ زَيْدٍ , قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :  مَنْ أَخَذَ شِبْرًا مِنْ أَرْضٍ بِغَيْرِ حَقٍّ طُوِّقَهُ مِنْ سَبْعِ أَرَضِينَ. رواه البخاري ومسلم 
     مطلب دا دی چې د ځمکي غاصب یا په چالاکي او دعوو سره په ناحقه پردۍ ځمکه ترلاسه کوونکي ته به د اخرت په ورځ سخت عذاب وي او دا عذاب به یا په ځمکه کې خسف او دننه کول وي او یا به یې ځمکه غاړه کې طوق ګرځیدل وي، یعني جزا به د عمل له جنسه وی. الله مو دې وساتي

____________
وزیر خپل کرلي ورېبل
    د ښار سقاو(اوبه رسوونکی) د ډېرو ښو اخلاقو خاوند، ټوکمار او شاعر و، پاچا ته یې چا صفتونه وکړل او هغه د خپل قصر خدمتګار وټاکه، د باچا خواته یې دومره عزت او د هغه مینه ترلاسه کړه چې د وزیر رخه ورسره پیدا شوه او له قصر نه د شړلو پلان یې ورته جوړ کړ. یوه ورځ یې ورته وویل: پاچا ته ستا د خولې بوی ورځي د پګړۍ په شمله مول وهه.
     بله ورځ خدمتګار د پاچا قصر کې مول وهلی ناست و، څو ورځې چې پاچا په دې حالت ولید پرې شکمن شو، له وزیر نه یې پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: پاچا سلامت خادم دې کبرجن شو، ماته یې ویل چې د پاچا د خولې بوی راځي! پاچا سخت په غوسه شو له خپلې ښځي سره یې حال شریک کړ، هغې ورته وویل: د دې ګستاخ سر د وهلو دی، بله ورځ پاچا خپل جلاد ته وویل: مازدیګر چې له قصر نه څوک د ګلانو له ګېډۍ سره درووځي سر یې ووهه.
     مازدیګر یې خادم ته د ګلانو ګېډۍ ورکړه، هغه په لاره کې وزیر تم کړ، ورته کړه یې ته د دې ګېډۍ وړتیا نه لرې، دا ماته راکړه، وزیر چې له ګيډۍ سره بهر ووت جلاد یې سر وواهه، سبا چې خادم قصر ته راغی پاچا وازه خوله پاته شو! خادم ټوله کیسه ورته وکړه، وروسته یې د مول وهلو راز هم ورته بیان کړ، پاچا موسکی شو، ول وزیر خپل کرلي ورېبل.

 لطفاً د کیسې پایله تاسو راته ولیکئ

___________

عباسي خلیفه مأمون الرشید ته به یې یو عجیب ماشوم راوړ، هغه د څلورو/پنځو کلونو و،  قرانکریم یې زده و، په فقه پوهيدی، چې کله به وږی شو ژړل به یې! الکفایة في علم الروایة للخطیب البغدادي ص: ۱۱۷/۱۱۶

 د قران او فقه عالم 

او له لوږي ژړا   🙂

__________
ادریس جماع د سودان خورا مشهور شاعر و، د ژوند وروستیو شپو کې یې ذهني توازن خراب شو، د علاج لپاره یې لندن ته بوتلو، هلته یې روغتون کې یوه ښایسته نرسه وليدله د هغې سترګو کې یې سترګې وګنډلې تر ډېرو یې ورته کتل، نرسي د روغتون مسؤل ته کیسه وکړه، هغه ورته وویل توري چشمې په سترګو کړه، نرسه چې په تورو چشمو کې ورته راغله ادریس جماع دا بند ورته وويلې:
وﺍﻟﺴﻴﻒ ﻓﻲ الغمدِ ﻻ ﺗُﺨشَى مضاربُه

ﻭﺳﻴﻒُ ﻋﻴﻨﻴﻚِ ﻓﻲ ﺍﻟﺤﺎﻟﻴﻦ ﺑﺘّﺎﺭُ

یعني توره چې تېکي (پوښ) ته ولويږي له واره یې ډار نشته، خو ستا د سترګو توره دواړه حالتونو کې پرېکوونکې ده. 

کله چې نرسي ته دا شعر وژباړل شو هغه په ژړا شوه. عرب ادیبانو لکه العقاد د ادریس الجماع د لیونتوب د وخت شعرونه د معاصر عربي ادب شهکار شعرونه بللي دي. د هغه د روغتیا د وخت شعرونه هم بیخي ښکلي دي لکه دا څلوريزه: 
إن حظي كدٓقيقٍ فوقٓ شوكٍ نثروه

ثم قالوا لِحُفاةٍ يومَ ريحٍ اجمعوه

عَظِم الأمرُ عليهم ثم قالوا اتركوه

أن من أشقاهُ ربي كيف أنتم تُسعدوه

__________________
د خلکو خبرو او لیکنو کې شته نغوتو او اشارو سره ډېر اتیات کوئ او ژر یې ځان ته مه راجع کوئ، د مصري ادیب احمد بهجت د څو کتابونو پاڼې وزې وخوړلې، نو ده په وزه باندې طنز ولیکه، چې د انساني فکر دښمنه ده. په دې طنز له هغه نه 10 مشهور کسان خپه شول، هر یوه یې فکر کاوه چې له وزې یې دی مراد کړی دی.
________
د ماښام اذان په مهال یې سګریټ بل او پښې یې وغځولې، زامنو یې اودسونه کول او د لمانځه په تیاري بوخت وو، پلار یې د چرسي زوی او لمسیو ننداره کوله، زوی ته یې په غوسه وویل: ته نه شرمیږې چې دا ځوانان ټول لمانځه ته تیاري کوي او ته بې غمه ناست یې سګریټ وهې؟! چرسي ورته وویل: پلاره! زما او ستا د تربیې ترمنځ توپیر ته مو پام دی؟!

_____________________
رسول الله ﷺ فرمایي:
    بنيادم (په فخر سره) وایي: زما شتمني، زما شتمني، هغه فرمایي اې بنیادمه! یواځې هغه شتمني ستا ده چې ودې خوړه او ختم دې کړ، یا دې واغوستله او زړه شوه، یا دې خیرات کړه نو ودې لیږله. قال النبيﷺ يقول ابن آدم: مالي مالي(قال)وهل لك يا ابن آدم مالك إلا ما أكلت فأفنيت أو لبست فأبليت أو تصدقت فأمضيت. رواه مسلم2958
     رسول الله ﷺ مو د خپلي شتمني په اړه حقیقت ته متوجه کوي، شتمن خلک پخپله شتمني فخر کوي، په هغه شتمني چې بانکونو کې پرته ده، یا د دنیا نور متاع لکه ځمکې، ودانۍ، قصرونه، موټرونه وغيره، خو دا نه کارول شوې شتمني د ده نه ده، د ده هغه شوه چې د دنیا او اخرت لپاره استفاده ورنه وشوه. پاته یې د ویاړ او له نورو سره د سیالۍ لپاره شوه او په دنیا فخر او ویاړل لویه ناپوهي ده. الله مو دې پوهه کړي.

_____________
‏رسول الله ﷺ فرمایي:
د منافق دری نښې دي، چې خبرې کوی دروغ وایي په امانت کې خیانت کوي وعده چې وکړي مخالفت کوي. ‏قال رسول الله ﷺ: آيَةُ المُنافِقِ ثلاثٌ إذا حَدَّثَ كذَبَ ️وإذا اؤْتُمِن خان وإذا وعد أخلَف️ صحيح البخاري 2682

______________________

رسول الله ﷺ فرمایي:
 څوک چې زما امت ته راووځي، نېک او بېلاري یې وهي،  نه یې د مومن له وهلو او وژلو ځان ساتي او نه (له کافر) سره د هغه په وعده وفا کوي؛ دا ډول خلک نه زما له آمنه دي او نه زه د دوی لپاره یم. قال رسول الله ﷺ من خرج على أمتي، يضرب برها وفاجرها، ولا يتحاشى من مؤمنها، ولا يفي لذي عهد عهده، فليس مني ولست منه. [روه مسلم 1848وأحمد 8000]
له ذو عهد نه مراد هغه کفار دي چې کوم اسلامي هیواد سره جګړه نه لري او په اجازه او پاسپورټ سره هغه هیواد ته راځي، شرعا هغوی مستأمن بلل کیږي او د هغه مال او وینه د مومن به څېر خوندي ده.

_____________________
‏وهب بن منبه رحمه الله وایي: عزت او شتمني دواړه ووتل

او د ملګري په لټه کې ګرځېدل، یو ځای له “قناعت” سره 

مخامخ شول او له هغه سره یې واړول.
#عزت

#شتمني 

#قناعت

________
د هیواد نامتو محدث ابو الوقت
    امام ابو الوقت عبد الأول بن عیسی السجزي الهروي المالیني* (۵۵۳/۴۵۸) رحمه الله زموږ د هیواد هغه ستر عالم او ټولمنلی امام و چې په عربي او اسلامي نړۍ کې یې بې شمېره شاګردان لرل، د اسلامي نړۍ نابغه امامان لکه ابن الجوزي او ابن عساکر په څیر عالمان یې شاګردان وو، داراز د وخت ستر واکمنان او د دولت وزیران لکه ابو المظفر بن هبیره یې هم شاګردان وو. دی د امام البخاري رحمه الله د (صحیح البخاري) مشهورو راوي بلل کیږي داراز د “سنن الدارمي” او د “منتخب من مسند عبد بن حمید” راوي هم دی.
    دی په قندهار کې زېږيدلی، وروسته هرات ته تللی او هلته یې د مشهور محدث او صوفي ابو اسماعیل الانصاري رحمه الله په خدمت کې څه د پاسه شل کاله تېر کړي دي، له هغه وروسته د اسلامي نړۍ مختلفو ښارونو ته د علم د زده کړي لپاره تللی، امام الذهبي یې په “سیر الأعلام النبلاء” کې خورا زیات صفتونه او تفصيلي حالات بیا کړي دی، کله چې یې د حج اراده وکړه په بغداد کې څه موده پاته شو او هلته وفات شو، د جنازې لمونځ یې د امام عبد القادر الجیلانی په امامت سره ادا او د جنید البغدادي په هدیره کې دفن شو. رحمه الله تعالی
* یاقوت الحموي په معجم البلدان کې لیکي چې “المالين” د هرات په دوه فرسخه کې پروت ښار ګوټي دی او د هرات خلک یې “مالان” بولی

______________________________
اکثره چې ومري کورنۍ او خپلوانو ته یې تعزیت کیږي، ځینو پوري بیا کلی/سیمې تړلې وي، هغو ټولو ته یې د تعزیت مراسم وړاندې کیږي. او کله چې د غره په څېر دنګ انسان وفات شي نو مخلوقات په رڼه ډاګ پرېږدي، لکه د سوریه وتلی عالم، محدث او محقق شیخ شعیب الأرناووط رحمه الله چې پرون وفات شو، د دې سړي تعزیت د یوه هیواد خلکو ته نشي ویل کیدلی، بلکي دا د مسلمان امت روحي پلار و، د ده تعزیت باید ټول امت ته ووایو.. 
    مرحوم په تقریبا 90  کلنۍ کې وفات شو، د ده له قوله تقریبا 60 کاله یې د تصنیف او تالیف په ډګر کې تېر کړي دي، چې څه د پاسه 300 ټوکه کتابونه یې تحقیق او ترتیب کړي دي، مرحوم شیخ شعیب  د خپل ټويټر پاڼې په ټنډه لیکلي چې یواځنۍ موخه مې د حدیثو تخريج او د صحي حدیثو له کمزورو بېلول دي او په دقیقه توګه د حدیثو خپرول دی. 
    په دې لړ کې یې امت ته د سلهاوو ټوکونو کتابونو د تحقیق او تشریح ستر خدمت وړاندې کړی دی او دا دومره ستر کار دی چې شاید ټولنې یې ونه کړی شي، لومړی ځان بیا د امت علماو او ټولو مسلمانانو ته د هغه د مړیني تعزیت وایم، الله دې موږ ته ښه بدل راکړي او لوی څښتن دې مرحوم ته د هغه خدمتونه قبول او په بدل کې خپله رضا او جنتونه نصیب کړي.

____________________
ول شل شوټ ته یې په دولس سوه زره 1200000 رانه غوښته خو ما په یوه پښه ګوډ ته په اته لکه 800000 ورکړه! داسې یې ښودله چې ګواکې انصافداره او لور پرې ګرانه ده! یو بل یې یاد کړه چې د ډېرو پیسو لپاره یې په دواړو شل ته لور ورکړه! ما ته مې خپل مرحوم والد صاحب رایاد شو .. یو وخت مو د کور ساتلې غوا خرڅوله، یوه کساب په ښه بیه ورنه وغوښتله خو ده ورنه کړه، ول لیږ دې ارزانه وي خو په داسې چا یې خرڅوم چې ساتی یې! د انسانانو دې توپیر ته تعجب شوم!!
________
انس رضي الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: انسه! چې د کوم کار اراده وکړې نو له الله نه اووه ځله استخاره ( خیر غوښتنه) وکړه. بیا وګوره کوم شی چې دې زړه ته درمخته شو په هغه کې خیر دی. عَنْ أَنسٍ، قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : يَا أَنَسُ ، إِذَا هَمَمْتَ بِأَمْرٍ فَاسْتَخِرْ رَبَّكَ فِيهِ سَبْعَ مَرَّاتٍ ، ثُمَّ انْظُرْ إِلَى الَّذِي يَسْبِقُ إِلَى قَلْبِكَ ، فَإِنَّ الْخَيْرَ فِيهِ. رواه ابن السني فی عمل الیوم واللیلة
    له استخارې وروسته د کار پرېکړه د استخاره کوونکي زړه ته سپارل شوې ده، ثُمَّ انْظُرْ إِلَى الَّذِي يَسْبِقُ إِلَى قَلْبِكَ. دا ضرور نه ده چې خامخا به په استخاره کې د ټاکلي کار لارښوونه ورته کیږي، لیکه ځیني خلک فکر کوي چې معلوم کار به ورته په ګوته کیږي. داسې نه ده،  بلکي استخاره سنت عمل دی او وروسته پرېکړه ستا ارادې ته سپارل شوې ده.

_________________

امام الذهبي رحمه الله په  [العِبَر ٢/٥٨] کې او حافظ ابن حجر رحمه الله په [تهذيب التهذيب ١١/٣٨٦] کې، د يعقوب الفَسَوي (مړ: ٢٧۷)* په ژوند لیک کې کاږي: هغه وایي: بصرې ته ولاړم، د ورځي به مې حدیث اوریدل او د شپې به مې لیکل، یوه شپه ناوخته مې په سترګو اوبه راغلې او د سترګو لید مې مکمل ختم شو، نو په ژړا شوم، مال یا الله! د رسول الله حدیث رانه پاته شول او دا زما د سفر حالت! په دې حالت کې ویده شوم،  رسول الله ﷺ مې په خوب ولید، هغه راته کړه رانږدې شه! نو رسول الله ﷺ مې په سترګو لاس تېر کړ، کله چې راويښ شو سترګې مې بينا وې.
* امام یعقوب الفسوي رحمه الله د حدیثو مشهور امام دی

د امام الترمذي، النسائي او ابن خزيمه رحمهم الله استاد دی.

_____________
موسکا
موسکا په ځمکه پرته تشه خزان رژولې پاڼه مه بولئ، موسکا د انساني اړیکو ټینګولو ښایسته او زرین مزی او صدقه ده، ستا د شونډو د موسکا “بې ریا خیرات” شاید د الله په نزد د شتمنو له لویو خيراتونو غوره او ډېر ثواب لري، ځکه هغه کې د ریا وېره وي، هغه به یو وخت ګېډه مړوی، خو ستا د موسکا خیرات زړونه رغوي او مینه شندي، نو دا ارزښتناک معنوي خیرات (موسکا) عامه کړئ چې ټولنه کې مینه خپره شي.
🙂  🙂

_______
زبیر بن العوام رضي الله عنه د وفات په وخت خپلو میراتخورو ته دوه سوه باندې پنځه ملیونه درهمه پرېښودل. رجال من التاريخ مخ: 44.  زبیر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه زوی، د هغه خاص ملګری (حواري الرسول) او د لسو جنتیانو له بختورې ډلې نه و. مطلب دا چې له دین سره دنیا جمعه کول شرعاً هیڅ منعه نه ده، سیکولر فکره چټي لګیا دي چې وایي دین د دنیوي چارو په مخ کې خنډ دی.
___________

اروپا کې به زموږ ځوانانو د مسلمانانو او عربو په څېر جامې خوښولې!

او خپلو کې به یې په عربي ژبه ګړیدلو ویاړل. د المانۍ لیکوالې زیګریډ 

هونکه کتاب: Arabs’Sun  له عربي ژباړي شمس العرب مخ: 529 نه.

__________________

اې تورټنډیه!

د تندي په ګونځې کولو 

هیڅکله ثواب نه درکول کیږي 

ځان تریخ مه ګرځوه

او مه د نورو ژوند ترخوه
أيّها العابس لن تعطى 

على التقطيب ِأجرة 

.

لا تكن مرّاً ولا تجعل 

حياة الغيرِ مُرَّة…!

ايليا أبو ماضي

_________
د امام بخاري علمي بوختیا! 
     په حدیثو کې د ټول امت امیر او سرخیل (امیر المؤمنین في الحديث) لقب په اتفاق سره امام البخاري رحمه الله ته ورکړل شوی دی، ته وا نو دا لقب اسانه ترلاسه شوی؟! نه نه، وروره، د حدیثو ترلاسه کولو سپېڅلې لاره کې دې نابغه امام بیخي حیرانوونکې ستومانۍ ګاللې دي، اسلامي نړۍ کې هغه د هر عالم دروازه ټکولې ده، تاریخ لیکي ده تر زرو 1000 پوري د حديثو استادان لرل! د هغه د زیاتو سفرونو په اړه دومره هم ویل شوي دي چې که ټول راجمعه شي نو د ټولې ځمکې له محیط نه به دوه ځله زیات شي!
    دا د علم مین امام شپه ورځ د علم په ترلاسه کولو بوخت و، امام الذهبي رحمه الله لیکي د شپې به یې چې کومه نوې علمي خبره ماغزو کې پیدا شوه راپورته به شو څراغ به یې ولګاوه او هغه به یې ولیکله، داسې هم پېښه شوې ده چې یوه شپه کې یې شل 20 ځله دا کار تکرار کړی دی! د علم په لاره کې د امت د دې لویانو هڅې ګام په ګام زموږ لپاره د لاري بل او ځلانده مشالونه دي، په دې شرط چې موږ مینه او همت ولرو. الله دې امام بخاري رحمه الله ته د دې مبارکو هڅو په بدل پراخه جنتونه ورنصیب کړي.

______________________
زبیر بن العوام رضي الله عنه د وفات په وخت خپلو میراتخورو ته دوه سوه باندې پنځه ملیونه درهمه پرېښودل. رجال من التاريخ مخ: 44.  زبیر د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه زوی، د هغه خاص ملګری (حواري الرسول) او د لسو جنتیانو له بختورې ډلې نه و. مطلب دا چې له دین سره دنیا جمعه کول شرعاً هیڅ منعه نه ده، سیکولر فکره چټي لګیا دي چې وایي دین د دنیوي چارو په مخ کې خنډ دی.
__________

عبد الله بن عمر رضي الله عنه وایي: موږ به یوه مجلس کې شمیرل چې رسول الله ﷺ به (دا دعا) سل ځله ویله: څښتنه! ما ته بښنه وکړه او توبه مې قبوله کړه، یقینا ته توبه قبلوونکی او مهربانه یې. رب اغفر لي وتب عليّ ، إنك أنت التواب الرحيم. قال ابن عمر: إن كنا لنعد لرسول اللهﷺ في المجلس الواحد مائة مرة : رب اغفر لي وتب عليّ ، إنك أنت التواب الرحيم . رواه أبو داود

__________________
د میرمنو وفــــا
د عربي ادب وتلی امام الاصمعي رحمه الله به د سوچه عربي الفاظو موندلو او پاکو عربي اخلاقو معلومولو په نیت عربو بدوګانو پسې ګرځیدی، هغوی سره به یې شپې کولې او د هغوی خبرې به یې اورېدلې، دی وایي: یو ځای مې بدوګانو کې یوه عربه کوچۍ وليدله چې هیڅ خبرې یې نه کولې، مال دا ښځه ولې نه غږیږي ګونګۍ ده؟ چا راته وویل: نه، د دې میړه یې په غږ مین و، څه موده مخکې هغه ومړ، اوس دې له ځانه سره پریکړه کړې ده چې د میړه له مرګ وروسته به هیڅکله ونه غږیږي!

________________
هوښیار نه پوښتنه وشوه: “پاکي” څه شی ده؟ هغه وویل: له بدنه مخکې زړه پاک کړه، له لاسونو مخکې ژبه پاکه کړه او په خلکو ښه ګومان کوه؛ دا پاکي ده.
_________________
هوښیار نه پوښتنه وشوه: انسان ولې خپل عیبونه نه ویني؟ هغه وویل: انسان په ځان عاشق دی او عاشق د معشوقې عیبونه نه ویني.
_______________

د بدو عربو یوه یې د نبوت دعوه وکړه، عباسي خلیفه مهدي پوليس ورولیږل، دستي یې راوست، مهدي ورته وویل: ته نبي یې؟! هغه وویل: هو، بیا یې ورته وویل: چا ته نبي رالیږل شوی یې؟ هغه وویل: تاسو ولا که هیچا ته پرې ایښی یم، نن سهار مې دعوه وکړه، اوس یې تا ته لاس تړلی راوستلم.
_________________

دا د قرانکریم لفظي اعجاز دی چې د یوې قراني جملې 

پښتو، فارسي او انګلیسي ژباړه په څو جملو کې راځی: 

أَنُلْزِمُكُمُوهَا.[سُوۡرَةُ هُود : 28].

او موږ په زوره هغه ستاسي پر سر باندي وتپو؟

آیا ما می‌توانیم شما را به پذیرش این دلیل روشن مجبور سازیم؟

  Shall we compel you to accept it
لطفا له دې دریو ژبو پرته بله کومه ژبه که 

د چا زده وي په هغه یې هم راته وژباړئ

_________

خلک د واکمنو اخلاق خپلوي
د حجاج بن یوسف په زمانه کې به چې سهار خلک سره مخامخ کیدل، یوه بل نه به یې دا پوښتنې کولې: بېګا څوک ووژل شول؟ بېګا څوک زیندۍ شول؟ او څوک به دُرو ووهل شول؟!
    اموي خلیفه ولید بن عبد الملک له کروندو، ودانیو او کارخانو سره مینه لرله، د هغه زمانه کې به خلکو د کروندو، زراعتونو او کارخانو په اړه بحثونه کول. او دا چې فلانی ځای کې دومره ځمکه اباده شوه او هلته نهرونه وکيندل شول او داسې نور. 
    دویم ورور یې سلیمان بن عبد الملک له میلمستیاو او مینځو سره ډېره علاقه لرله، د هغه په زمانه کې د خلکو د بحثونو موضوع همدا شیان وو او هر ځای به د غوړو میلمستیاو او مینځو کیسې او بحثونه روان وو. 
    کله چې یې د تره زوی عمر بن عبد العزيز خلیفه شو، خلکو به خپلو کې له یوه بل نه دا پوښتنې کولې: څومره قرانکریم دې یاد کړی دی؟ د شپې څومره تلاوت کوې؟ د فلاني څومره قران یاد دی؟ هغه میاشت کې څو روژې نیسي؟
    هغه متل دی وایي: خلک د خپلو واکمنو اخلاق او ژوندود خپلوي (الناس علی دین ملوکهم) که هغه شرابي وي شراب زیاتیږي، که واکمن بچه بازان وی دا سپک عمل زیاتیږي، که بخيل وي خلک بخیلان کیږی، که سخي وي خلک سخاوت خوښوي، که ظالم او وحشي وی خلک ظلم او وحشت ته مخه کوي او که دینداری او عادل وي خلک تقوا او عدل خوښوي. او په ځیني زمانو او وختونو کې داسې  لیدل شوي دی.  الله اعلم الإمام ابن كثير رحمه الله.  [ﺍﻟﺰﻫﺮﺍﺕ ﺍﻟﻤﻨﺜﻮﺭﺓ ﻻﺑﻦ ﺍﻟﺴﻤﺎﻙ ﺍﻟﻐﺮﻧﺎﻃﻲ : ٢ / ٨‏]

______________

عثماني سلطان او مفتي
     عثمانی سلطان سلیم اول ته خپلو نږدې کسانو وویل چې اکثره ستونزو کې د استنبول میشتو رومي او یهودي کفارو لاس وي، سلطان غوسه شو او امر یې وکړ چې دوی باید خامخا اسلام ومنی او کوم یې چې ونه مني د هغوی سرونه دې ووهل شي. دا خبره چې د عثماني خلافت لوی مفتی علي الافندي ته ورسيدله؛ هغه خپه او غوسه شو، ځکه د اسلامي هیواد اوسیدونکي کفار اسلام منلو ته اړ کول د اسلام خلاف عمل دی، ( لا اکراه في الدین)  هلته سلطان سلیم خورا تېز او سخت سړی و او له خپل دريځه یې اړول اسانه کار نه و. خو په هر حالت کې سلطان ته شرعی امر روښانه کول د مفتي مسؤلیت و.
    مفتي علي افندي سلطان سلیم ته ورغی او د هغه د شریعت خلاف خبري په اړه یې ورته وویل چې دا کار باید ونه کړې، خلیفه په غوسه ورته وویل: مفتي صیب د دولت ټولو چارو کې مداخله مه کوه او  موږ به دا کار کوو، مفتي ورته وویل: ستاسو دا کار د قران مخالفت دی او که د قران له مخالفته منعه نشې زما سره بله لاره هم شته! سلطان ورته وویل: بله لاره کومه ده؟! مفتي وویل: که ته خامخا دا کار کوې زه به ستا پر خلاف فتوا اعلان کړم چې د شریعت مخالف سلطان د خلافت وړتیا نه لري باید له خلافته ګوښه شي! سلطان چې د مفتي پرېکنده خبره واوریده له خپل امر نه په شا کیدلو کې یې د ځان خیر ولید او له خپل صادر کړي امر نه تېر شو.

څښتنه! داسې واکمن او همداسې مفتیان غواړو..

_______________

د امام البخاري یاد
     بغداد ته چې ورغی، د حدیثو عالمانو لس شاګردان ورته جمعه کړل، هغوی هر یوه لس لس حدیثونه یاد کړل، خو داسې چې د یوه حدیث له “متن” سره به یې د بل حدیث “سند” ولګاوه، په دې توګه دې لسو شاګردانو سل 100 حدیثونه په غلطه طریقه یاد او هغه ته یې وړاندې کړل، کله چې لومړي شاګرد لومړی حدیث ورته وويلې ده ورته وویل: دا حدیث زه نه پېژنم، آن لسم شاګرد چې سلم حدیث ورته وويلې ده همدا خبره ورته کوله:  دا حدیث زه نه پېژنم!
    عجیبه ده! د دنیا مشهور محدِّث دومره حدیثونو کې یو هم نه پېژني! په پای کې ورته بېرته شو، لومړي شاګرد ته یې وویل: ستا له لومړي حدیث سره هغه ستا بیان کړی سند سمون نه خوري، هغه سره هغه فلان سند برابریږي، لومړی به یې غلط روایت بیان کړ او بیا به یې صحي روایت بیان کړ، په دې توګه یې لومړی غلط او بیا صحي روایت بیانوه آن چې سل واړه حدیثونه یې په دواړو طریقو بیان کړل!
     دا د امام محمد بن اسماعیل البخاري رحمه الله د حدیثو د حفظ ازموینې کیسه ده، ابن حجر او نور محدثين رحمهم الله یې دې ځای ته تعجب کوی چې د هغوی له خوا ورته بیان شوي سل غلط روایتونه یې د شاګردانو له خوا په همدې ناسته کې یو ځل بیانولو سره یاد کړل! او دا نو رښتیا هم بیخي د تعجب خبره ده! رجال من التاريخ مخونه: 54/53

___________________
مېږیانو کې د دروغو سزا
     مېږي د ملخ له پښې سره ډېر زورونه ووهل خو وړی یې نسوی، وروسته یوې خوا ته روان شو، لیږ وروسته مې چې کتل له څو نورو مېږیانو سره یو ځای د ملخ د پښې لور ته راروان و، ما د ملخ پښه را اوچته کړه،  مېږيان راغلل، په هغه ځای تاوراتاو شول او بیرته تیت پرک شول.
     ما بیرته د ملخ پښه هلته کېښودله، لیږ وروسته بیا هغه مېږی ورته راغی، چې وړلی یې نسوي، ولاړ نورو مېږیانو سره چې بیا راغی، ما بیا پښه راپورته کړه، دا کیسه درۍ څلور ځله تکرار شوه، اخیر ځل چې له مېږیانو سره راغی او پښه نه وه، نو مېږيانو حلقه جوړه کړه او یو مېږی یې منځ کې راهیسار کړ، ټولو مېږیانو په هغه برید پیل کړ پښه پښه او وزر وزر یې کړ او په هغه ځای یې ختم کړ. دا کیسه امام ابن القيم رحمه الله په شفاء العليل کې راخیستې ده او زیاتوي: مطلب دا چې دروغ دومره بد عمل دی چې مېږیانو کې هم د هغه سزا مرګ دی!

___________
دوه مخي
دوه د اکا زامن او یو کلیوال یې بندیان شوي وو، دی په کور نه و، ماښام یې کشر زوی دا کیسه ورته وکړه، دی موسکی غوندې شو، ول داغسي ښه دي، زما سره دعوه کې یې زما سره څه وکړل.. ماښام د جومات څنګ ته په نویو پېښو ګرم مجلس روان و، ده هم د “شربت ګلي” په بندي کیدلو ژور خپګان ښکاره کړ ..!

_________________
سید جمال الدین افغان او سلطان عبد الحمید
سید جمال الدین افغان رحمه الله څه موده ترکیه کې له عثماني خلیفه عبد الحمید سره اوسیدی، هغه سره یې بیعت هم کړی و، خو وروسته چې عبد الحمید د داخلي مخالفینو مقابل کې کمزوري ښکاره کړه نو سید یې د دې خبري مخالفت وکړ او په هغه به یې نیوکي کولې. یوه ورځ د هغه مجلس کې ناست و او د خبرو په مهال یې تسپې اړولې چې ټکان یې کول، د خلیفه د مجلس یوه خاص سړي سید ته وویل: د خلیفه مجلس کې دا ډول حرکت د هغه د مجلس د ادابو خلاف او بې ادبي ده.
     سید جمال الدین افغان رحمه الله ورته وویل: سبحن الله! سلطان د امت د ملینونو مسلمانانو سرنوشت باندې چې څه یې زړه غواړي هغه کوي، خو څوک نیوکه نشي پرې کولی او جمال الدین افغان نشي کولی خپلي تسپې پخپله خوښه واړوي! جمال الدین الأفغاني موقظ الشرق وفیلسوف الاسلام. محمد عماره مخ: 84

__________
سید جمال الدین چې استانه کې اوسیدی عثماني سلطان عبد الحمید ورته وویل چې زه واده درته کوم، خو سید ونه منله او ورته ویې ویل: د دې نړۍ یوه ښځه خو لا پریږده زه له دې ښایسته او سترې نړۍ سره واده نه کوم،  یوه ورځ د سلطان استازي په ټینګار سره ورته وویل: ته باید حتما د سلطان خبره ومنې. سید ورته وویل: که سلطان مې د واده نارینه اسباب راپريکوي بیا هم زه واده ته نه یم تیار .. سید جمال الدین الافغاني لــ محمد عماره مخ: 87 
د سید رحمه الله وروستۍ خبري وخندولم

مال په رښتیا چې سید  پښتون و.

___________________
سید جمال الدین افغان رحمه الله عرب ادیبان د ختیځ بیداروونکی فیلسوف بولي، هغه هر ځای د پرنګيانو خلاف ختیځوال ولسونه مقاومت او جهاد ته هڅول، کله چې هند ته ولاړ هندیانو ته یې وویل: تاسو هندوان او مسلمانان سلګونه ملیونه یئ او څو زره پرنګیانو هیواد درنه نیولی، که ستاسو هومره مچان د هغوی غوږونو کې بنګا جوړه کړي له هیواده شړلو ته به یې اړ کړي.
_______________
نن مې د سید جمال الدین د ژوند لیک یو کتاب 100 مخه مطالعه کړ، د هغه د ژوند دردوونکو حالاتو ته مې څو ځایه سترګې اوښلنې شوې، په تېره بیا هغه مهال یې چې ایراني پاچا ناصر الدین له ايرانه شاړه..

😦

_________
امام ابن زيتون التونسي (مړ: ٦٩١هـ) رحمه الله د قرانکریم په دې جمله: {وَمَا رَبُّكَ بِظَلَّامٍ لِّلْعَبِيدِ} یوه نیوکه او ځواب یې را اخلي، یعنی ستا رب په بندګانو ډېر ظالم نه دی، نیوکه دا ده چې (ظَلَّامٍ) ډېر ظالم ته وایي، نو د ډېر ظلم له نفي سره د کم ظلم نفي نه راځي یعني نو لیږ ليږ ظلم خو کوي، العیاذ بالله، او دا ثابته ده چې الله نه ډېر او نه کم ظلم کوي.
    ځواب یې داسې کوي چې د عربو عادت دی چې له لویانو نه د هغوی له لویي سره مناسب شی نفي کوي، مثلا هغوی داسې نه وایي چې پاچا د خورما هومره ظلم نه کوي، بلکي وایي پاچا د خلکو د وژلو امرونه، نه کوي یعني هغه ډېر ظالم نه دی، مطلب یې دا وی چې هیڅ ظلم نه کوي. له دې سوال او ځوابه معلومه شوه چې په قران د پوهي لپاره یواځې عربي نحو، صرف او لغت پېژندنه بسنه نه کوي بلکي د عربو په عاداتو او ځانګړو اصطلاحاتو پوهه هم ضروري ده، داراز د عربو شاعرانو په ځانګړو عاداتو او مختلفو اسلوبونو ځان پوهول هم لازمي دي. د حاتم العوني له وال نه

_____________
رسول الله ﷺ فرمایي:
له کومو شیانو مو چې منعه کړي یئ، ځانونه ورنه وساتئ او د کومو مې چې امر درته کړئ هغه وکړئ، تر څو مو چې وس رسیږي، ستاسو نه مخکې تېر شوي خلک ډېرو پوښتنو او له انبیاو سره اختلاف هلاک کړي دي. عن أبي هريرة عبدالرحمن بن صخرٍ رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: ما نهيتُكم عنه فاجتنبوه، وما أمرتكم به فَأْتُوا منه ما استطعتم؛ فإنما أهلك الذين من قبلكم كثرةُ مسائلهم، واختلافُهم على أنبيائهم. رواه البخاري ومسلمٌ.
 د حدیث فايدې:
1 – الله چې په کوم شي امر کړی د هغه  کول  واجب دي.

2 – له کوم شي یې چې منعه کړې له هغو ځان ساتل واجب دي. 

3 – په انسان د هغه د وس په اندازه عمل واجب دی. 

4 – دین کې سختي نشته انسان پخپل وس مسؤل دی.

5 – ډېري او بې ګټي پوښتني آن د هلاکت سبب ګرځي.

6 – د انبیاو مخالفت د هلاکت سبب ګرځي.

7 – دیني چارو کې د علماو مخالفت د هلاکت سبب ګرځي.

__________________
د علم پال عباسي خلیفه مأمون الرشید (218هـ)  زمانه کې د “بیت الحکمة” د هر ژباړونکي میاشتنی معاش 500 د سرو زرو ديناره وو، چې تقریبا 80 زره امریکایي ډالره کیږي!  دوی به له یوناني، فارسي، هندي او نورو ژبو د طب، فلسفې، حکمة او نورو علومو کتابونه عربي ته راژباړل. عيون الأنباء في طبقات الأطباءمخ: 172.
د څو ژباړونکو نومونه یې دا دي: 
 أحمد بن محمد بن كثير الفرغاني 

بختيشوع جورجيس

جبريل بن بختيشوع

جبرائيل الكحال

الحارك المنجم

الحسن بن سهل بن نوبخت

زكريا الطيفوري

سهل بن سابور بن سهل مشهور په الكوسج

عيسى بن الحكم

سند بن علي المنجم

سلمويه بن بنان

صالح بن بهلة الهندي

العباس بن سعيد الجوهري

عبد الله بن سهل بن نوبخت

أبو حفص عمر بن الفرخان الطبري
عصر المأمون لأحمد فرید الرفاعي  مخ: 361

____________________
رسول الله ﷺ فرمایي:

یو سړی چې بل  فاسق یا  کافر وبولي (د فسق او کفر ټاپه پرې ولګوي) که هغه کس رښتیا فسق یا کفر نه وي کړی دا خبره بیرته ده ته راجع کیږي. عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ سَمِعَ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لَا يَرْمِي رَجُلٌ رَجُلًا بِالْفُسُوقِ وَلَا يَرْمِيهِ بِالْكُفْرِ إِلَّا ارْتَدَّتْ عَلَيْهِ إِنْ لَمْ يَكُنْ صَاحِبُهُ كَذَلِكَ. رواه البخاري
که دا یو حدیث عملي کړو د تکفير له ناسم فکر 

او ډېرو خپلمنځي شخړو به نجات ترلاسه کړو.

_______________
د عراق مشهور عالم ملا یحیی المزوري الشافعي ښه عالم، حاضر ځوابه او ډېر ټوکي و، یوه ورځ د والي داود باشا مجلس کې ناست و، هغه ورته وویل: ملا یحیی! تاسو هر وخت وایئ: ضرب زید عمرا، ولې: ضرب عمرو زیدا، نه وایئ؟ یعني هر وخت عمرو وهل خوړلي وي. ملا یحیی دستي ورته وویل: ځکه عمرو غل دی، باید ووهل شي. هغه په تعجب سره ورته وویل: ولې غل دی؟! ملا یحیی وویل: ځکه د باشا “واو” یې غلا کړی دی.
غلا یې داسې ده چې داود په یوه واو لیکل کیږي، خو په دوو تلفظ کیږي او 

عمرو سره واو لیکل کیږي خو تلفظ کیږي نه، نو ګواکې د داود واو یې غلا کړی دی.  

الامداد شرح منظومة الاسناد: 81/1

________________
عادلانه الهي وېش:

د ښځي مینه او عاطفه د سړي له ځواک او قوت

نه پیاوړې ده، خو د سړي څاڅکی اوښکي د ښځي 

له پوره یو سیند اوښکو نه ارزښتناکي دي.

____________

أضف تعليق