(د مکې لاره (لسمه برخه

ژباړه: حامد افغان
د يونايټيډ ټيليګراف خبري ايجنسۍ
     دا د (١٩٢١م ) کال د خزان پېښه ده، چې د بدو اقتصادي حالاتو له يوې منځنۍ وقفې وروسته رامنځته شوه. يو ماښام چې زه ستړى ستومانه په (Care Diswesterns) کې ناست وم، زما يو ملګرى مې خوا ته کېناست، ما هغه ته د خپلو افکارو او ستومانيو داستان واوروه. هغه يو وړانديز وکړ او ويې ويل: ستا لپاره يو ډېر غوره چانس شته (ډامرټ) اراده لري چې د امريکا د ( يونايټيډ پريس ) په مرسته يوه ځانګړې خبري ايجنسۍ جوړه کړي . او د دې ايجنسي نوم به ( يونايټيډ ټيليګراف ) وي. ښکاره خبره ده چې په دې لړ کې به دى ډېرو مديرانو او محررينو ته اړکېږي. که ستا خوښه وي هغه ته به دې وروپېژنم ؟ 

 

    ډاکټر ډامرټ د شلمې پېړۍ په دريمه لسيزه کې د برلن په سياسي کړيو کې ډېر شهرت لاره. له دې سره د کاتوليک ډلې يو وتلى مشر و او په خپله ښه پوره شتمن هم و، چې له دې کبله يې شهرت نور هم زيات شوى و. دې ټولو حالاتو يې زه هم وهڅولم. په دويمه ورځ مې ملګري د هغه دفتر ته وروستم، مونږ يې دفتر ته ورغلو، په لومړۍ ليدنه او موږ ته د کېناستلو په ست کولو سره داسې معلومه شوه چې دا د پوخ عمر سړى ډېر اخلاقي او مهذب انسان دى. زه يې وپوښتلم چې مسټر فنجال ( زما ملګري ) ستا په باره کې له ماسره مخکې هم خبرې اترې کړې وې. آيا تا مخکې د خبريال په توګه کار کړى دى؟ ما ورته وويل: نه ! د دې کار موکه خو چېرته په لاس نه ده راغلې، خو په نورو ډېرو ډګرونو کې مې کارونه کړي دي او د ختيځې اروپا له حالاتو هم يو څه خبر يم، له دې پرته په يوڅو ژبو هم پوهېږم. په حقيقت کې د ختيځې اروپا يواځې پولنډي ژبه  زما زده وه، خو ما هوډ کړى و چې د بېځايه کسر نفسي له کبله به دا موکه هېڅکله له لاسه نه باسم. 

 

     ډاکټر په خندا کې راته وويل: ډېر ښه، دا خو ډېره ښه خبره ده، زه د سياسي حالاتو له ماهرينو سره ډېره مينه لرم، خو سمدستي د ختيځې اروپا د حالاتو ماهر ته اړتيا نه لرو، معذرت مې ومنئ! په دې کې شک نشته چې ډاکټر به زما په څېره کې د مايوسۍ په نښو پوهېدلى وي، نو ځکه يې په هغه مخکې  خبرو پسې سمدستي داجمله ونښلوله : په هر صورت يو کوچنى کار به تاته درکړم، که څه هم ستا له سويې سره برابر نه دى کوچنى کار دى. زما په خيال کې د کور کرايه ګرځېده چې له څو مياشتو راهيسې مې نه وه پرې کړې. په ډېره لېوالتيا مې پوښتنه ورنه وکړه : هوکې! دا ووايه هغه کوم کار دى؟؟ سمه ده. اصلاً زه د تيليفون لپاره څو نورو کسانو ته اړتيا لرم. وبښه ! ته خپه نشې د تيليفون له کار نه مې موخه دانه ده چې يواځې د اپرېټر په توګه کار کوي، بلکې د تليفون له کار نه مې موخه هغه کارکونکى دى چې د ولاياتو ورځپاڼو ته خبرونه لېږي.
       په دې کې شک نشته  چې زما د زياتو اميدونو په نسبت دا ټيټ او کم کار و، ما ډاکټر ډامرټ ته وکتل او هغه ما ته وکتل، بيا مې يوه سړه ساه وکښله او په خندا کې مې ورته وويل: جناب! زه دې کار ته تيار يم. دویمه اونۍ ما په خپل کار پيل وکړ، دا يو ستومانه کوونکى کار و او د کوم ژورنالیزم خوب چې ما ليده له هغه سره يې هېڅ تړاو نه لاره. زما کار داو چې د کاغذ له مخه به مې خبرونه را اخيستل او د تليفون له لارې به مې په ورځ کې څو څو ځله د ولاياتو لويو ورځپاڼو ته لېږل، هغو ورځپاڼو ته چې له دې خبري ايجنسۍ سره يې تړاو لاره.
     دا بېله خبره وه چې زه په خپل کار کې ډېر تکړه وم او معاش مې هم زياته و. يوه مياشت په دې ډول تېره شوه ، د مياشتې په آخر کې يوه ښائسته موکه ګواکې په خپله زما مخته راغله، داسې چې په خيال او ګومان کې مې هم نه راتله.
مېرمن ګورکي
     په دې کال (١٩٢١ مـ ) کې په شوروي اتحاد کې دومره سخته کاختي راغله چې بېلګه موندل يې ناشوني دي، په سلهاوو  زره انسانان د لوږې په منګولو کې راګېر شول او په سلهاوو زره د مرګ کومې ته ولوېدل. اروپايي ورځپاڼو په غټو غټو سرليکونو کې دا وېروونکي حالات خپرول، له روسانو سره د مرستې لپاره په باندنيو هيوادونو کې کارونه روان شول. او ګڼ شمېر مرستندويه پلانونه جوړ شول. هومر هم يو دا ډول پلان جوړ کړى و. هومر هغه څوک و چې له نړۍ والې جګړې وروسته يې په منځنۍ اروپا کې ډېرزيات کارونه کړي وو، دا راز ميکسم ګورکي هم په روسيه کې يو لوى تحريک پيل کړى و او د ده اغېزمنو ويناوو ټوله نړۍ لړزوله. 
 

   هغه مهال دا آوازې خپرې وې چې په داڅو ورځو کې د میکسم ګورکي مېرمن د لويديځې او منځنۍ اروپا په دوره راځي، څو ولسي نظر د زياتو مرسته لپاره تيار کړي. څرنګه چې زه يواځې د تليفون کار کوونکى وم، له دې کبله مې په مستقيمه توګه په دې غميزه کې برخه وانه خيستله شوى. خو يوې تېرې جملې زه پورته کړم او په زور يې د دې ډنډ منځ ته وغورځولم. دا خبره ما ته زما يوه داسې مشر ملګري وکړه چې په ناڅاپي توګه سره ملګري شوي وو. (پټه دې نه وي چې له زياتو خلکو سره زما پېژندنې په عجيبه او ناآشنا توګه شوي دي).
  

    زما ملګرى د سپلانډ په هوټل (Hotel Splaned) کې د شپې له مخې پيره دار و، چې دا د برلين په سترو هوټلونو کې شمېرل کېږي. هغه ماته وويل : دا مېرمن ګورکي خورا دلچسپه او نرمه ښځه ده، په ليدلو سره به يې څوک په دې پوهه نه شي چې دا بالشويکه ده. مېرمن ګورکي؟!! تا هغه چېرته ليدلې ده؟ زما د ملګري غږ يو په يو ټيټ شو او غلي غوندې يې راته وويل: هغه پرون ماښام زموږ هوټل ته راغلې ده،  نوم يې بدل کړى ده او هغلته اوسي. او يواځې د هوټل منيجر په دې راز خبر دى. دې دا کار ځکه کړى چې خبريالان يې تنګه نه کړي. ما ورته وويل: په دې ګردو کيسو ته! څه ډول خبر شوې؟ هغه راته کړه: موږ ته د هوټل ټول حالات معلوميږي. زما ملګرى موسکی شو، او راته ویې ويل: که موږ دا ونه کړو ته پوهېږې زموږ مزدوري د ډېرو ورځو لپاره پاته کېداى شي؟ 
 

    ما په خپل زړه کې وويل: که زه له دې سره په ليدلو بريالى شوم نو څومره غټه او لړزوونکې کيسه به تياره شي!! دا په داسې حالت کې چې په ټول برلین کې د دې په اړه په پریس کې يو تورى هم نه دى راغلى. ما خپل ملګري ته وويل : آيا ته کولى شې ما له هغې سره مخامخ کړې؟ هغه وویل: هوکې! خو زه څه نه شم ويلى. په ښکاره خو هغه ډېر ټينګار کوي چې له ماسره نه ګوري، خو دومره کولى شم چې کله هغه د مخکې په څېر ماښام مهال د هوټل په دالان کې کښيني تا به خبر کړم.
 

    دا زما لپاره ډېره په زړه پورې سودا وه. زه په بيړه په يونايټيډ ټيليګراف کې خپل دفتر ته ولاړم، چې هغه وخت تقريباً ټول کارکوونکي کورونو ته تللي وو. خو زما نيکمرغي وه چې د خبرونو  مسئول تر اوسه پورې په خپل دفتر کې ناست و. ما هغه له ګرېوانه ونيو او ورته مې وويل: که زه له تاسره د يوې لړزوونکې خبر وعده وکړم ته کولى شې ماته خپل پريس کارډ راکړې؟ د هغه زما په خبره باور رانغى او راته يې وويل: دا به څه ډول خبر وي؟ ته ماته خپل کارډ راکړه! او زه به هغه خبر درکړم،  که مې وعده پوره نه کړه کارډ دې بېرته واخله! آخر د خبرونو دې زاړه او تجربه کار مسئول خبره ومنله او ما په ډېره خوښۍ او وياړ سره خپل کارډ ترلاسه کړ. 
 

   په بیړه له دفتر نه راووتلم چې په دې سره زه د يونايټيډ ټيليګراف استازى او نماينده شوم. له دې وروسته ما د سپلانډ ( Splaned) په دالان کې څو ګېنټې تېرې کړې. نه (٩ ) بجې وې چې زما ملګرى خپلې وظيفې ته راغى او په سترګو يې د دروازې لور ته اشاره راته وکړه، بيا د استقباليې د خونې شاته ورک شو او بيا سمدستي راستون شو، راته کړه یې چې مېرمن ګورکي وتلې ده. او که ته دلته تر ډېره ځنډه کښېنې د هغې په ليدلو بريالى کېدلى شې.
     د شپې په يوولس بجې بيا زما ملګري اشاره راکړه چې د يوې مېرمنې لور ته يې متوجه کولم چې له دروازې نه د راوتلو په حالت کې وه، هغه يوه کوچنۍ ښځه وه، تقريباً (٤٥ ) کاله عمر به يې و. دا مهال يې تورې جامې په تن وې چې ډېره ښکلې پکې ښکارېده. په وږو يې وريښمين رخت پروت و. چې د شا له خوا په ځمکه ځکېده. له خپل ظاهري سينګار نه هغه يوه نګه اشرافي (Aristocvate) ډوله ښځه معلومېدله. دومره زياته اشرافي چې زما لپاره دا تصور کول ګران و چې دا دې د یوه ( زيارکش شاعر ) ښځه وي. هغه بېخي د شوروي اتحاد اوسېدونکې نه برېښېده، زه ورمخته شوم ، يو څه ورته ټيټ شوم او په ډېره نرمه او مهذبه لهجه مې ورته وويل: مېرمن ګورکې ..  د يوې ګړۍ لپاره هغه په هېش کې ولوېده، خو بيا يوې زړه وړونکې مُوسکا د هغې په تورو ښکلو سترګو کې ځلا پيدا کړه. دې په الماني ژبه چې د (Slav) ژبې اغېز په کې و ؛ ځواب راکړ : زه مېرمن ګورکي نه يم، ته غلط شوى يې. زما نوم ( ….. ) ده. ( هغې يو روسي ډوله نوم ياد کړ چې اوس له مانه هېر دى ) .
      زه په خپله خبره  ټينګ وم. نه مېرمن ګورکي! زه پوهېږم زه غلط شوى نه يم او زه په دې هم خبر يم چې ته په دې توګه له خبريالانو نه ځان ساتې! خو ستا څو ګړۍ وخت زما لپاره ډېر ارزښت لري. د ژورنالېزم په نړۍ کې د ځاى جوړولو لپاره زما دا لومړۍ موکه ده چې په لاس راځي. او زه باور کوم چې ته به دا خوښه نه کړې چې دا موکه زما له لاسه ووځي. ما هغې ته خپل کارډ وړاندې کړ او خبرو ته مې دوام ورکړ. دا کارډ مې همدا نن ترلاسه کړى دى، که د مېرمن ګورکي په څو ګړۍ وخت ترلاسه کولو کې بريالى نه شوم نو همدا نن به دا کارډ زما له لاسه ووځي. 
       هغه موسکۍ شوه او راته کړه یې: که زه په خپل عزت سوګند وکړم چې مېرمن ګورکي نه يم ته به باور وکړې؟ ما ورته وويل: په هر څه چې ته سوګند وکړې زه يې منم، هغې کټ کټ وخندل او ويې ويل: ته بېخي يو کوچنى هلک برېښې! زه به اوس تا ته ډېر دروغ نه وايم. ته دې بريالى شې! خو موږ نشو کولاى د ډېر وخت لپاره په دې صحن کې خبرې وکړو. آيا ته کولى شې له ماسره زما خونې ته ولاړ شې؟ او له ماسره د چاى په څښلو مې ونازوې؟ په دې توګه مې مېرمن ګورکي له هغې سره د چاى په څښلو ونازوله. هغې له ماسره هورې يوه ګېنټه تېره کړه. هغې د کاختي وېرېدونکې پېښې بيانولې او د هغه روح ځورونکې منظرې يې په ډېر تفصيل او جذابيت سره بيانولې.
     له نيمې شپې وروسته چې کله زه له هغې نه رخصت شوم، نو د کاغذونو يوه کوچنۍ پنډه راسره وه، د شپې کارکوونکي مسئولين زما په دې بې وخته راتګ له حيرانتيا وازې خولې پاتې شول. خو ما هغوى ته ددې داستان د اورولو زحمت ونه کړ ، ځکه زما لپاره ضروري وه چې دا کار سمدستي ترسره کړم. په خپل دفتر کې کېناستم او په ډېره زياته بيړه مې د هغه ترتيب کول پيل کړل. او د خبرونو د مسئول له منظوري اخستلو پرته مې په بېړندۍ توګه دا ټول رپورټ د ولاياتو ټولو اړوندو ورځپاڼو ته ولېږه.
     د دويمې ورځ په سهار دا خبر له يوې چاودنې نه کمه نه وه، هغه وخت چې د برلين په غټو غټو اخبارونو کې د مېرمن ګورکي د راتګ په اړه هېڅ اشاره هم نه ليدل کېده ټولو ولايتي ورځپاڼو ( چې خبرونه يې له موږ نه ترلاسه کول ) پخپلو لومړنيو مخونو له مېرمن ګورکي سره د يونايټيډ ټيليګراف د استازي مرکه خپره کړه، د تليفون کارکونکي لومړۍ درجه ستر برياليتوب ترلاسه کړى و. په همدې ورځ ماسپښين مهال د ډاکټر ډامرټ په دفتر کې مسئولينو غونډه وکړه، دې غونډې ته يې زه هم وبللم. په پيل کې يې ماته وويل چې د خبرونو د مسئول له منظوري پرته چې دې خبر لېږلى دى دا دې ښه کار نه دى کړى. آخر يې زه د رپورټر عهدې ته لوړ کړم او په دې توګه بالاخر زه يو ژورنالست وګرځېدم.

أضف تعليق